د ټرمپ لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د امریکا د ونډو بازار ۸ سلنه تاوان کړی

د ټرمپ د دویمې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په ترڅ کې د امریکا د ونډو بازار اته سلنه تاوان کړی. فینانشیل ټایمز وايي، چې دا له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د یوې ادارې تر ټولو خراب پیل ګڼل کیږي.

د ټرمپ د دویمې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په ترڅ کې د امریکا د ونډو بازار اته سلنه تاوان کړی. فینانشیل ټایمز وايي، چې دا له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د یوې ادارې تر ټولو خراب پیل ګڼل کیږي.
ورځپاڼې د ټرمپ د ادارې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په ترڅ کې نږدې ۸ سلنه تاوان تر ټولو خراب مالي پیل بللی.
وروستۍ ورته بېلګه د جرالد فورډ د ولسمشرۍ له پیل سره پرتله شوې ده.


فرانسې د سې شنبې په ورځ په لومړي ځل په ښکاره توګه د روسیې د پوځ اړوند استخباراتي اداره تورنه کړه، چې ددغه هېواد پر وزارتونو او دفاعي شرکتونو یې سایبري بریدونه کړي دي.
فرانسه وايي، چې دغه بریدونه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د روسي استخباراتو جي ار یو د یوې برخې (APT28) له خوا شوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، پاریس ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې دغه واحد د سایبري بریدونو یوه لړۍ ترسره کړې، چې پکې د فرانسي وزارتونه، دفاعي شرکتونه او فکري بنسټونه په نښه شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، « له ۲۰۲۱ راهیسې، دغه ډول بریدونو د یو شمېر فرانسوي ادارو امنیت ته زیان رسولی».
د روسیې د جي ار یو اړوند APT28 واحد، چې چارواکو ویلي په روستوف اندون کې موقعیت لري، مخکې هم د لویدیزو هېوادونو له خوا تورن شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې فرانسه د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ښکاره توګه دا پړه د روسیې پر دولت اچوي.

د لبنان دولتي سرچینو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پوځ د حزبالله ډلې له خوا کارېدونکي له ۵۰۰زیات مرکزونه، چې په جنوبي او شمالي سیمو او د بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کې موقعیت لري، تر خپل پوځي کنټرول لاندې راوستي دي.
تمه ده چې سبا د چارشنبې په ورځ امریکایي جنرال جاسپر جفرز، چې د اوربند کمېټې مشر دی، بیروت ته سفر وکړي. نوموړی به هلته د لبنان له ولسمشر جوزف عون، لومړي وزیر نواف سلام او د پارلمان له رییس نبیه بري سره سیاسي لیدنې ترسره کړي.
د لبناني رسنیو د رپوټونو له مخې، د لبنان دولت به د اوربند هوکړې د عملي کولو پرمختګ جزئیات له جفرز سره شریک کړي او همداراز به پر اسراییل د اوربند د سرغړونو شکایت هم ورته وړاندې کړي.
د نومبر له اوربند وروسته، اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ماښام درېیم ځل د بیروت جنوبي ضاحیه سیمه بمباري کړې ده.
د اسراییل د صدراعظم دفتر ویلي چې برید د حزبالله پر یوه ګودام شوی، چې «دقیق توغندي»پکې ساتل کېدل.
دوی زیاتوي چې دغه برید د دې لپاره شوی چې حزبالله ونه شي کولای له ضاحیې څخه د «خوندي پناه ځای» په توګه بیا کار واخلي.
د لبنان ولسمشر په غبرګون کې د اوربند له تضمینوونکو هېوادونو امریکا او فرانسې غوښتنه کړې چې پر اسراییل فشار راولي څو سملاسي له دغو بریدونو لاس واخلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو د څیړلو کمیسیون په کابل کې د راه فردا ټلویزیون خپرنې ځنډولې دي. یاد وزارت وايي، چې د دغه ټلویزیون خپرونې یې له دې امله ځنډولې دي، چې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ور کړي.
کمیسیون د ټلویزیون دوسیه محکمې ته راجع کړې او پریکړه یې کړې، چې د محکمې تر پرېکړې به د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې وي.
دا پرېکړه داسې مهال ده، چې د طالبانو له ادارو نه مکرر شکایتونه کیږي، چې خپلو کارکوونکو ته پر وخت معاشونه نه ور کوي.
راه فردا ټلویزیون د طالبانو په سیاسي مخالف محمد محقق پورې تړلی ګڼل کیږي.

د چین د لېاونینګ ولایت په لياويانګ ښار کې په یوه رستورانت کې د سې شنبې په ورځ اور ولګید، چې له امله یې ۲۲ کسان مړه شول.
دغه اور د ځایي وخت له مخې پر ۱۲:۲۵بجو لګیدلی او درې نور کسان په اور سوځېدلي دي.
که څه هم د اور د لګیدو لامل لا تر اوسه نه دی څرګند، خو د چین ولسمشر شي جین پینګ پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د لېاونینګ ولایت د حکومتي کمیټې منشي تایید کړه چې د اور وژنې ۲۲ موټر او ۸۵ اور وژونکي د پېښې ځای ته استول شوي. هغه وویل چې د ژغورنې کار بشپړ شوی او ټول خلک د پېښې له ځایه اېستل شوي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې په یوه امنیتی پوسته کې یوه نفوذي طالب پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي. په ډزو کې درې طالبان وژل شوي دي او ۳ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن سې شنبې د غويي ۹مه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ بره اشپان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلومات له مخې بریدګر طالب له پېښې وروسته نیول شوی دی او اوس مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.
یو ځايي طالب مسوول:« د پېښې په اړه څېړونې روانې دي او دا احتمال شته، چې نفوذي طالب له خوارجو سره اړیکه لري.»
طالبانو خوارج نوم د داعش خراسان ډلې ته کاروي.
د شېرزادو ولسوالۍ یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل هغه طالب چې پر خپلو ملګرو ډزې کړي په دې پوسته کې د شپږ په توګه هم کار کاو.
دنوموړی زیاتوي په وژل شوو طالبانو کې د قاري دین محمد یو طالب هم شامل دی، چې د پوستې مسوولیت یې پر غاړه درلود.
تروسه پورې په ننګرهار کې د طالبانو مسوولینو ددې