طالبانو د راه فردا ټلویزیون خپرونې وځنډولې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو د څیړلو کمیسیون په کابل کې د راه فردا ټلویزیون خپرنې ځنډولې دي. یاد وزارت وايي، چې د دغه ټلویزیون خپرونې یې له دې امله ځنډولې دي، چې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ور کړي.