په کشمیر کې د امنیتي اندېښنو له امله ۵۰ سیاحتي سیمې وتړل شوې

هندي چارواکي وايي، چې د جمو کشمیر پهلګام په سیمه کې له ترهګریز برید وروسته نږدې ۵۰سیاحتي سیمې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې تړل شوې دي. په سویلي کشمیر کې څو مشهور مغلي باغونه هم قفل شوي دي او د خلکو ور تګ بند شوی دی.