ایران یو کس د اسراییلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام کړ

ایراني چارواکو ویلي، چې یو کس یې د اسراییلي استخباراتي ادارې "موساد" لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی. دغه کس محسن لنګرنشین نومېږي او د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په دار وځړول شو.

ایراني چارواکو ویلي، چې یو کس یې د اسراییلي استخباراتي ادارې "موساد" لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی. دغه کس محسن لنګرنشین نومېږي او د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په دار وځړول شو.
د ایران د قضايي ادارې په وینا، نوموړي له ۲۰۲۰کال راهیسې د موساد لپاره تخنیکي، عملیاتي او لوژستیکي ملاتړ برابر کړی و او د سپاه پاسداران د یوه جنرال سید خدایي د وژنې په پېښه کې هم ښکېل و.
د بشري حقونو نړۍوالو ډلو دغه اعدام "ناعادلانه" بللی دی.


د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسلهالې ډلې تر خونړي برید او د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو لورو د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په ټلیفوني خبرو کې د سوېلي اسیا د وروستیو حالاتو، ترهګرۍ، د هند له لوري د پاروونکو اقداماتو او د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه بحث کړی دی.
شهباز شریف د خبرو پر مهال وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ هر ډول بڼه غندي او یادونه یې وکړه، چې هېواد یې د نړۍوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له ۹۰زرو زیات خلک قرباني کړي او شاوخوا ۱۵۲مېلیارد ډالره اقتصادي زیان یې زغملی دی.
شریف د هند له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدونکی چلند "د اندېښنې وړ او خواشینوونکی" وباله او ویې ویل، هند هڅه کوي چې د نړۍوالو پام د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د اقداماتو څخه منحرفه کړي.
شهباز شریف د پهلګام پېښه کې د پاکستان د تورنولو هڅه په کلکو ټکو رد کړه او د یو خپلواک او بېطرفه تحقیق غوښتنه یې وکړه.
نوموړي له روبیو وغوښتل، چې پر هند فشار راوړي تر څو له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او سیمه ییزې سولې ته ژمنتیا وښيي.
د خبرو پر مهال مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې د سوېلي اسیا د سولې لپاره پاکستان او هند باید ګډ کار ته دوام ورکړي.
شهباز شریف همداراز د هند له لوري د اوبو په برخه کې "یو طرفه پرېکړه" وغندله او ویې ویل، چې د سند طاس تړون له مخې هېڅ هېواد نه شي کولی له یو اړخیزې پرېکړې سره اوبه بندې کړي.
هغه زیاته کړه، چې اوبه د پاکستان د ۲۴۰ مېلیون وګړو د ژوند کرښه ده.
شهباز شریف ټینګار وکړ، چې د جمو او کشمیر لانجه باید په سوله ییز ډول حل شي، ځکه دا د سیمې د دايمي ثبات یوازینۍ لاره ده.
تمه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې اړه له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.
تر دې مخکې، سعودي عربستان هم د نن په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، له نورو اقداماتو دې ډډه وکړي او خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو هوار کړي.
بل خوا، د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.
د پهلګام پېښه د اپرېل پر۲۲مه نېټه د هند په جمو او کشمیر کې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې وشوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پنځه هندي وګړي د نایجیر په لوېدیځ کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې د ناڅرګندو کسانو لهخوا تښتول شوي دي.
سرچینې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې دا پېښه تېره اوونۍ د نایجیر، بورکینافاسو او مالي هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې پولې په سیمه کې د «ساکویرا» په نوم کلي ته څېرمه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۱۲ نایجیري سرتېري هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې، دغو هندیانو د یوه هندي شرکت لپاره چې په نایجیر کې د «کانډاجي» بند پروژې تخنیکي خدمتونه مخته وړي، کار کوي.
رویټرز په نایجیر کې د دوو امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړې، چې تښتول شويو کسانو د برید پرمهال په تیلابېري سیمه کې کار کاوه.
ورته مهال، د هند د جارکنډ ایالت حکومت په یوه بیان کې ویلي چې په نایجیر کې یې د هند سفارت له اړوندو چارواکو سره اړیکه نیولې او د تښتول شویو هندیانو د خوشېکېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.
د رویټرز په وینا، تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی، خو د دا ډول بریدونو په تړاو، د نایجیر حکومت د افریقا په سترې صحرا کې د اسلامي دولت ډلې (EIGS) چې د داعش یوه څانګه بلل کېږي، مسووله بللې ده.
یادې ډلې تېره میاشت په همدې سیمه کې پر یوه جومات د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۴ ملکيان وژلي وو.
نایجیر، مالي او بورکینافاسو هېوادونه په وروستیو کلونو کې د القاعدې او داعش په څېر د توندلارو وسلهوالو ډلو له پاڅونونو سره مخامخ شوي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، سږکال په نایجیر کې د تښتونې پېښې ډېرې شوې دي چې یوه اتریشۍ ښځه په جنوري او یو سویسي وګړی په اپرېل کې تښتول شوي دي.
د یادونې ده چې د نایجیر-بورکینافاسو په پوله کې هم څلور مراکشي موټرچلوونکي نادرکه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن پاکستان د واګه بندر له لارې ۳۱۵ هندیان هند ته او هند بیا ۲۰۱ پاکستانیان پاکستان ته اخراج کړي دي.
د پاکستان او هند ترمنځ د وضعیت له ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادونو د پاکستاني او هندي وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ تنه پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، د ستنو شویو پاکستانیانو په ډله کې هغه دوې پاکستانۍ ښځې هم شاملې دي، چې له واده وروسته هند ته تللې وي.
هند دغه دواړې ښځې د پاکستاني تابعیت لرلو امله له خپلو اولادونو پرته له هنده ایستلې دي.

قطري رسنيو خبر ورکړی، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي په دوحه کې د دغه هېواد د نړیوالو همکاريو له وزيرې سره په لیدنه کې د زده کړو او روغتيا د ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې کړې. په خبر کې راغلي، چې دواړو خواوو د افغانانو د پرمختګ لپاره د مرستې پر لارو چارو هم بحث کړی.
د قطر رسنيو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې امیرخان متقي د قطر د نړیوالو همکاریو له وزيرې مریم بنت علي بن ناصر المسند سره ليدلي.
له متقي سره په قطر کې د طالبانو سفير سهیل شاهین هم دې ناستې ته تللی.
امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني هم د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.
پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و، چې متقي د لیدنو پر مهال هیله څرګنده کړې، چې دوحه دې له طالبانو سره د ډېپلوماټيکو اړیکو کچه لوړه کړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند لهخوا پر پوله د اوربند د سرغړونې پر وړاندې یې «غښتلی او مؤثر» غبرګون ښودلی.
د پاکستان دولتي ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې د اپرېل ۲۹ او ۳۰ ترمنځ شپه کې د هند پوځ د کیاني او منډل سیمو په اوږدو کې پر ګډه پوله ډزې پیل کړې، چې پاکستاني ځواکونو سملاسي ځواب ورکړ او د هندي پوځ پر پوستو یې برید وکړ.
یاده سرچینه ادعا کوي، چې د پاکستاني پوځ په ځوابیه برید کې د هند څو پوځي پوستې زیانمنې شوې دي.
پاکستان وایي چې کره استخباراتي معلومات لري چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴-۳۶ ساعتونو کې د پهلګام د برید په پلمه پوځي اقدام وکړي.
د اپرېل ۲۲ نېټې برید کې وسلهوالو بریدګرو د کشمیر په پهلګام کې د هندو سیلانیانو پر ډله برید وکړ، چې۲۶ تنه یې ووژل.
هند ادعا کوي چې بریدکوونکي، چې دوه یې پاکستانیان دي، د ترهګرو ډلې غړي وو، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او د بېطرفه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې.
له برید وروسته دواړو هېوادونو متقابل اقدامات کړي دي. هند د پاکستاني وګړو لپاره ویزې بندې کړې دي او پاکستان خپل فضایي حریم د هندي الوتنو پرمخ تړلی دی.
د هند د بهرنیو او دفاع وزارتونو له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو د هندي رسنیو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د امنیتي کابینې بېړنۍ ناسته رابللې او خپلو نظامي مشرانو ته یې ویلي چې د غبرګون پرېکړه کول د هغوی صلاحیت دی.
په ورته وخت کې د هند پوځ ویلي، تېره شپه له ګڼو پاکستاني پوستو څخه «بېځایه ډزې» شوې دي.
ملګرو ملتونو، امریکا،چین، سعودی عربستان او بریتانیا له دواړو خواوو غوښتي چې د شخړې له پراخېدو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، د جګړې غځېدل د ناورین سبب کېدلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکل شوې له دواړو هېوادونو سره خبرې وکړي.
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له څو محدودو مواردو پرته دې جمو او کشمیر ته سفر نهکوي.