طالبانو له قزاقستانه غوښتي چې د اقلیمي بدلون، اوبو او طبیعي منابعو مدیریت کې همکاري وکړي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر ګازیز اکباسوف سره په کتنه کې له دې هېواده غوښتي، چې د اقلیمي بدلون، اوبو او طبیعي منابعو مدیریت کې له افغانستان سره همکاري وکړي.