د روسیې بې پیلوټه الوتکو په اوکراین کې د برید پر مهال یو کس وژلی او ۴۶ نور یې ټپیان کړي

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي، چې د سې شنبې په ماښام د روسیې بې پیلوټه الوتکو د اوکراین په دوو لویو ښارونو، خارکیف او دنیپرو، بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.