حکمتیار د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، پر اېکس پاڼې د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې دغه تنقیص ته اشاره کړې او ویلې یې دي: «ځینې دوستان په امنیتي ځواکونو کې تنقیص د اختلافاتو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د طالبانو د ضعف یو عامل ګڼي. خو زما تاثر دا دی چې د طالبانو مشر په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په کمولو سره خپل ځواک زیاتوي.»
هغه زیاتوي، دغه په لسګونه زره ځواک به د طالبانو مشرتابه ته وفادار او له پراخو صلاحیتونو سره وي، چې په تدریجي ډول به اصلي بودجه او واک دې ادارې ته ورکړل شي او په لنډ وخت کې به استخبارات، دفاع او کورنیو چارو وزارت خپل اهمیت او وړتیا له لاسه ورکړي.
حبیب الرحمن حکمتیار وایي: «دا هغه څه دي چې په ایران کې له انقلاب وروسته پیښ شول. امنیتي ځواکونه د مشرتابه تر کنټرول لاندې نه وو. د سپاه په جوړېدو، د ژمنو اشخاصو استخدام او د لا زیاتو واکونو او بودیجې ورکولو سره، نورو امنیتي ادارو په تدریجي ډول د سپاه پاسداران ایران سره د سیالۍ کولو وړتیا له لاسه ورکړه، تر هغه چې سپاه پاسداران په ایران کې تر ټولو مهم رول ترلاسه کړ».
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له پنځو موسسو سره د ۲.۵میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، وویل، چې دا تفاهملیکونه د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام، د کار فرصتونو برابرولو او د کورنیو د اقتصادي بیا رغونې په موخه لاسلیک شوي دي.
د دغه ورازت د معلوماتو له مخې، یادې موسسې به په کندهار، هلمند، میدان وردک، کندز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولایتونو کې تخنیکي او حرفوي روزنې، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، نغدي مرستې، د سپما ګروپونو جوړول، سوداګریزې مشورې او بازارموندنې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه وزارت زیاتوي، چې له دغو پروژو به شاوخوا ۲۰ زره او ۵ سوه کسان مستقیمه ګټه پورته کړي؛ په ځانګړي ډول ښځینه متشبثینې، ځوانان او هغه کسان چې له اعتیاده بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
دا تفاهملیکونه په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې هره ورځ له پاکستان او ایران څخه په سلګونه افغان کډوال په جبري یا داوطلبانه ډول اېستل کیږي او هېواد ته په بېرته راستنیدو سره له ډېرو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ ټولټال ۱۵۸۴ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دغه باغ کې به د نویو او نوښتګرو کرنیزو ټکنالوژیو په مرسته مېوه لرونکې ونې کښېنول شي.
له دې وړاندې د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي و، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله ییز ډول حل شي.
شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې ستونزې په خبرو اواریږي او دوی د قوشتیپې کانال پر سر وسلې ته لاس نه شي اچولی.
هغه ویلي و، چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.
د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.
په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.
د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.