په فراه کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

سرچینې وايي، چې د اغا صاحب په نوم یو کس تېره شپه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې.

سرچینې وايي، چې د اغا صاحب په نوم یو کس تېره شپه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد کس اصلي د غزني ولایت اوسیدونکی و او له څه مودې راهیسي د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې اوسیده.
طالبانو تر اوسه د اغا صاحب د ځان وژنې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې ورستیو کې له مختلفو ولایتونو څخه د ځان وژنې په اړه راپورونه ورکول شوي.
څو ورځې وړاندې په غور او کندهار ولایتونو کې دوو نجونو د جبري نکاح له امله ځان وژنه کړې او ارزګان او زابل کې بیا دوو ځوانانو د اقتصادي او کورنۍ ستونزو له امله ځان وژنې کړې وې.


ازبکستان او طالبانو د امو د سیند د اوبو حوزې د ګډ مدیریت او د اوبو «عادلانه او معقولې» کارونې په تړاو یو تړون لاسلیک کړی. د ازبکستان د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دا سند د ازبک پلاوي د کاری سفر پر مهال لاسلیک شوی، چې مشري یې د کرنې وزارت مرستیال جمشېد عبدالظهوروف کوله.
یاد دفتر وايي، چې « دغه سند نه یوازې دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کوي، بلکې په منځنۍ اسیا کې د چاپېریال پایښت او له پولو هاخوا اوبي سرچینو د مسوولانه مدیریت راتلونکی لوری هم ټاکي».
ازبکستاني کارپوهانو په دې وروستیو کې د قوشتیپې کانال له اړخه اندېښنې ښودلې، چې د منظمو کانالونو او مسلکي کارونې د پالیسۍ نشتوالي له امله یې اوبه د افغانستان په شګلنو ځمکو کې جذبیږي او دا امو سیند پر اوبو اغیز پرېباسي.
پلاوي د طالبانو د کرنې، اوبو او انرژۍ له وزارتونو سره د اوبو سرچینو د مدیریت او سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو په برخو کې هوکړې کړې دي.
ازبکستاني رسنۍ وايي، چې ازبک پلاوي د طالبانو د بلخ ولایت له والي محمد یوسف وفا سره هم په ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو اسانتیا، نباتي قرنطین، د اوبو د دوامدارې کارونې او ګډ مدیریت مسایل څیړلي دي.
په ورته وخت کې ازبکستان او طالبان پلان لري چې په ګډه د افغانستان په ۱۰۰ هکتاره ځمکه «د دوستۍ بڼ» جوړ کړي.
په دغه باغ کې به د نویو او نوښتګرو کرنیزو ټکنالوژیو په مرسته مېوه لرونکې ونې کښېنول شي.
له دې وړاندې د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي و، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله ییز ډول حل شي.
شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې ستونزې په خبرو اواریږي او دوی د قوشتیپې کانال پر سر وسلې ته لاس نه شي اچولی.
هغه ویلي و، چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.
د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.
د یاد کانال د لومړۍ برخې اوږدوالی ۱۰۸ کیلومتره دی، چې له امو سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ ته رسېږي.
د۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې طالبانو اعلان وکړ چې د کانال لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې مرحلې کار پیل شوی.
طالبانو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان وغوښتل چې د یاد کانال په اړه اندېښنه ونه لري.
په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.
د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له یو شمېر سوداګرو او د پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې ژر تر ژره پرانېزي.
د حامد کرزي رسنیز دفتر د (غوایي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پخواني ولسمشر همدا راز د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.
د ناستې ګډونوالو همدا راز نجونو ته د زده کړ و زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
پخواني ولسمشر تر دې دمخه هم څو څو ځله له طالبانو د نجونو د زده کړو پیل کیدو په تړاو غوښتنې کړي، خو پر کابل واکمنې دغه ډلې پرې چندان غوږ نه دی ګرولی.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د طالبانو د هغه پرېکړې څخه چې په ښوونځیو کې یې پر زده کوونکو لونګۍ او سپینې جامې اغوستل جبري کړي خلک ناراضه دي. د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه یې د «اسلامي شرعي لباس د ترویج او د نظم د ټینګښت لپاره کړې ده.»
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته سپارښتنه شوې، چې د نوي یونیفورم له مخې باید زده کوونکي لونګۍ په سر کړي او سپینې جامې هم واغوندي.
د وزارت په خبره، په دې اړوند حکم کې راغلي: «اسلام د حیا، وقار او کرامت معیارونه د لباس له لارې ساتي. شرعي لباس د یوه مسلمان نارینه او ښځینه هویت څرګندوي.»
په راپور کې د هرات ولایت اړوند د یوه ښوونځي د زده کوونکي نصیر احمد له قوله لیکل شوي: «د کال په پیل کې ډېرو کمو زده کوونکو دغه لباس اغوسته، خو اوس مجبوره یو. ښوونکو وویل که یونیفورم او لونګۍ ونه لرو، ټولګي ته د ننوتو اجازه به را نکړي.»
د قاسم په نوم یوه بل زده کوونکي ویلي: « زما څو ملګري د لونګۍ د نه په سرولو له کبله له ښوونځي وشړل شول.»
نوموړی زیاتوی چې د امربالمعروف محتسبان په ښوونځیو کې د دغه پرېکړې د عملي کیدو لپاره ګرځي. خو د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې بیا خلک دې پرېکړې خوښ دي.
د محمود طرزي لېسې زده کوونکي محمد ولي په وینا: «زه خوشاله یې چې د رسول الله لباس اغوندم. دا لباس د کوڅو او بازار خلک سره بېلوي.»
د راپور له مخې، په کابل کې بیا زده کوونکي یوازې ښوونځي ته د تګ پر مهال لونګۍ په سروي او کله چې له مکتبه وځي بېرته یې په بکس کې پټوي.
فرانس پرېس وايي، چې ښوونکي او مدیران هم اړ شوي د نېکټایي او درېشۍ پر ځای له جامو اغوستو تر څنګ لونګۍ ووهي. یوه ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: « اوس ټول یو ډول شوي یو. ډاکټر نور د ډاکټر په څېر نه ښکاري، اشپز هم د اشپز په څېر نه معلومېږي.»
په راپور کې زیاته شوې، چې یوه لونګۍ شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ قیمت لري او همدا راز د جامو اخیستل هم د بې وزله په روانه څپه کې خلکو ته په لویه بیه تمامېږي.
اقتصادي ستونزې او فقر هم د دغه یونیفورم د پلي کیدو په برخه کې لویې ستونزې یادې شوي چې له کبله یې زده کوونکي له کړاو سره مخ دي.
همدا راز ویل شوي چې په کلیوالي سیمو کې ښوونځي سرپناوې نه لري او د ونو تر سیورې لاندې ټولګي فعال دي، خو طالبانو د یونیفورم پر تطبیق تر بل هر څه ډېر ټینګار کړی دی.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، تېره ورځ ټولټال ۱۵۸۴ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کدوال تر ډېره د پنجاب او پښتونخوا ایالتونو په بیلابیلو ولسوالیو کې مېشت وو.
د راپور له مخې، یوازې د لنډي کوتل په پنډغالي کې کمپ ۶۲۵ بې اسناده کسان وو او ۷۱۶ تنو بیا د اې سي سي کارتونه لرل.
راپور زیاتوي، ۲۴۳ تنه افغان وګړي چې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو؛ د تورخم له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شول..
له دې سره د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې په ټولیزه توګه ۶۲۲۰۳ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون بیا خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۹۶۱ افغان کورنۍ بېرته راستنې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۲۷۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۰۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته راستنې شوې دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې د سپین بولدک له لارې ۳۰۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۶۳۰ تنه ووهېواد ته راستنې شوې دي او دارنګه د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې هم ۶ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۳۸ تنه وو خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان پانګهوال میرویس عزیزي ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ تولید لپاره پر خپلې کړې ژمنه ولاړ دی او په دې برخه کې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا تولید طرحه بشپړه شوې ده.
نوموړي د (غوایي ۱۰مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه طرحه د بېلابېلو سرچینو لکه د ډبرو سکرو، طبیعي ګازو، باد، لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید اړوند ده.
د هغه په وینا، راتلونکې اونۍ به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغه طرحې د پلي کیدو په تړاو له طالبانو سره هم ناستې وکړي او همدا راز به خبریالانو ته هم په یوې خبري غونډه کې په دې تړاو لا ډېر جزیات ورکړي.
میرویس عزیزي وايي، د انرژۍ تولید د اقتصادي ودې یو مهم عنصر دی او له هم دې لارې افغانستان د فقر تر څنګ له اقتصادي کړاوه خلاصیدای شي.