• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان له زندانونو ۵۸ خوشي شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو، له لنډمهالي بند وروسته د غویي میاشتې پر ۱۰مه نېټه افغانستان ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد کسان له یو تر پنځو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بنديان وو. راخوشي شوي کسان د بایومټریک ثبت او لومړنیو بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي د کډوالو ستونزې تعقیب کړي او د هغوی د بېرته ستنیدو بهیر اسانه کړي.

تېره ورځ (چهارشنبه) هم د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۱۰۰ افغان بندي کډوال خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستان نه اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

حبیب الرحمن حکمتیار: هبت الله په افغانستان کې د سپاه پاسداران په څېر ځواک جوړوي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار وایي، چې د طالبانو مشر د ایران د سپاه پاسداران په څیر یو موازي ځواک جوړوي. حکمتیار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په امنیتي ځواکونو کې تنقیص راوستی.

حکمتیار د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، پر اېکس پاڼې د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې دغه تنقیص ته اشاره کړې او ویلې یې دي: «ځینې دوستان په امنیتي ځواکونو کې تنقیص د اختلافاتو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د طالبانو د ضعف یو عامل ګڼي. خو زما تاثر دا دی چې د طالبانو مشر په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په کمولو سره خپل ځواک زیاتوي.»

هغه زیاتوي، دغه په لسګونه زره ځواک به د طالبانو مشرتابه ته وفادار او له پراخو صلاحیتونو سره وي، چې په تدریجي ډول به اصلي بودجه او واک دې ادارې ته ورکړل شي او په لنډ وخت کې به استخبارات، دفاع او کورنیو چارو وزارت خپل اهمیت او وړتیا له لاسه ورکړي.

هغه وایي هغه کسان چې د تنقیص په نامه اېستل شوي ډېریو کسانو یې په جګړه کې رول نه درلود او ښایي د طالبانو لپاره د ستونزې جوړولو توان پکې نه وي.

حبیب الرحمن حکمتیار وایي: «دا هغه څه دي چې په ایران کې له انقلاب وروسته پیښ شول. امنیتي ځواکونه د مشرتابه تر کنټرول لاندې نه وو. د سپاه په جوړېدو، د ژمنو اشخاصو استخدام او د لا زیاتو واکونو او بودیجې ورکولو سره، نورو امنیتي ادارو په تدریجي ډول د سپاه پاسداران ایران سره د سیالۍ کولو وړتیا له لاسه ورکړه، تر هغه چې سپاه پاسداران په ایران کې تر ټولو مهم رول ترلاسه کړ».

نوموړی وايي، چې هره داخلي شخړه د سپاه له لارې ځپل کیږي او په پریکړو کې د پام وړ رول لوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو په خپلو تشکیلاتو کې تنقیصات راوستي.

د غویي پر لسمه د طالبانو دوه باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله په شفاهي امر د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت پوسټ لغو شوی.

له دې وړاندې د طالبانو مشر د یوه حکم په ترڅ کې کورنیو چارو او دفاع چارو وزارتونو ته سپارښتنه کړې وه، چې په خپلو تشکیلاتو کې ۲۰ سلنه تنقیص راولي.

د کازان فورم په څنډو کې؛ طالبان له روسي پانګوالو سره د نفتو د استخراج تړون لاسلیکوي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۱

ټاکل شوې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا غني برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی د روسیې د تاتارستان په کازان فورم کې برخه واخلي او ددغه هېواد له نفتي شرکتونو او پانګوالو سره د افغانستان په شمال کې د نفتو او تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړي.

د روسیې تاتار میډیا وايي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت، د بلخ او فاریاب ولایتونو د نفتو او ګازو پراختیایي ریاستونو او په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز استازي او روسي پانګوالو د افغانستان د دوو لویو نفتي ساحو وروستۍ تخنیکي ارزونه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د یوه کال په اوږدو کې یوه ګډ تخنیکي پلاوي د پخوانیو شوروي جیولوجیستانو اسناد او د ځمکې لاندې سروې تحلیل کړې او د دې کار پایله د څاګانو د بیا پرانیستلو لپاره د کنټرول نقطو ټاکل وو، چې د نفتو تولید بیا پیل شي.

تاتار میډیا وايي، په نږدې راتلونکې کې روسي پانګوال پلان لري چې د څاګانو د چمتو کولو او برمې کولو لپاره تخنیکي وسایل افغانستان ته ولیږدوي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیب‌الدین له تاتار فورم سره په خبرو کې ویلي، « د روسیې له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو وروسته دا له افغانستان سره د پانګونې همکارۍ په برخه کې لومړی ګام دی، دې روسي ادارو ته په افغانستان کې د پانګونې یو مثبت تحرک ور کړی. د اصلي تړون لاسلیک کېدل د روسیې ـ افغانستان سوداګرۍ فورم کې پلان شوي، چې د کازان فورم ۲۰۲۵ په څنډو کې به ترسره شي».

ټاکل شوې ده، چې د غالیو، ترانسپورټ، غېر الکولي مشروباتو، روغتیا او کرنې سکتورونو په برخه کې د افغانستان ۱۰ شرکتونه په یاد نړیوال فورم کې ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، په دې ناسته کې نورالدین عزيزي د منظم او فعال ګډون ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې له کوربه اړخ سره د افغان پلاوي لپاره د غوره ځانګړي ځای ټاکلو په موخه خبرې شوې دي.

دغه راز د ناستې په ترڅ کې په دې فورم کې د ښه ګډون په موخه ۵ تنه د خصوصي سکټور غړي او درې تنه له اقتصادي کمېسيون سره د همغږۍ لپاره ګومارل شوي دي.

کازان فورم د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه پیلیږي او تر اتلسمې دوام کوي، چې د اسلامی نړۍ او روسیې پر اقتصادي همکاریو راڅرخي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوي کې د سوداګرۍ وزیر او د نورو وزارتونو استازي شامل دي.

طالبانو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۲،۵ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له پنځو موسسو سره د ۲.۵میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، وویل، چې دا تفاهم‌لیکونه د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام، د کار فرصتونو برابرولو او د کورنیو د اقتصادي بیا رغونې په موخه لاسلیک شوي دي.

د دغه ورازت د معلوماتو له مخې، یادې موسسې به په کندهار، هلمند، میدان وردک، کندز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولایتونو کې تخنیکي او حرفوي روزنې، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، نغدي مرستې، د سپما ګروپونو جوړول، سوداګریزې مشورې او بازارموندنې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې له دغو پروژو به شاوخوا ۲۰ زره او ۵ سوه کسان مستقیمه ګټه پورته کړي؛ په ځانګړي ډول ښځینه متشبثینې، ځوانان او هغه کسان چې له اعتیاده بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

دا تفاهم‌لیکونه په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې هره ورځ له پاکستان او ایران څخه په سلګونه افغان کډوال په جبري یا داوطلبانه ډول اېستل کیږي او هېواد ته په بېرته راستنیدو سره له ډېرو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ ټولټال ۱۵۸۴ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

تازه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، افغانستان ته راستنېدونکي زرګونه افغان کډوال په هېواد کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

د دغې ادارې په تازه خبرپاڼه کې راغلي، دغه راستېندونکي افغان کډوال په افغانستان کې د زده کړو او بې روزګارۍ ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو ځینې سازمانونه ویره لري، چې راستانه شوي کډوال به هم د لوږې او بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

په فراه کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

سرچینې وايي، چې د اغا صاحب په نوم یو کس تېره شپه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد کس اصلي د غزني ولایت اوسیدونکی و او له څه مودې راهیسي د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې اوسیده.

طالبانو تر اوسه د اغا صاحب د ځان وژنې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې ورستیو کې له مختلفو ولایتونو څخه د ځان وژنې په اړه راپورونه ورکول شوي.

څو ورځې وړاندې په غور او کندهار ولایتونو کې دوو نجونو د جبري نکاح له امله ځان وژنه کړې او ارزګان او زابل کې بیا دوو ځوانانو د اقتصادي او کورنۍ ستونزو له امله ځان وژنې کړې وې.

ازبکستان له طالبانو سره د امو سیند د اوبو د مدیریت هوکړه لاسلیک کړې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

ازبکستان او طالبانو د امو د سیند د اوبو حوزې د ګډ مدیریت او د اوبو «عادلانه او معقولې» کارونې په تړاو یو تړون لاسلیک کړی. د ازبکستان د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دا سند د ازبک پلاوي د کاری سفر پر مهال لاسلیک شوی، چې مشري یې د کرنې وزارت مرستیال جمشېد عبدالظهوروف کوله.

یاد دفتر وايي، چې « دغه سند نه یوازې دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کوي، بلکې په منځنۍ اسیا کې د چاپېریال پایښت او له پولو هاخوا اوبي سرچینو د مسوولانه مدیریت راتلونکی لوری هم ټاکي».

ازبکستاني کارپوهانو په دې وروستیو کې د قوشتیپې کانال له اړخه اندېښنې ښودلې، چې د منظمو کانالونو او مسلکي کارونې د پالیسۍ نشتوالي له امله یې اوبه د افغانستان په شګلنو ځمکو کې جذبیږي او دا امو سیند پر اوبو اغیز پرېباسي.

پلاوي د طالبانو د کرنې، اوبو او انرژۍ له وزارتونو سره د اوبو سرچینو د مدیریت او سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو په برخو کې هوکړې کړې دي.

ازبکستاني رسنۍ وايي، چې ازبک پلاوي د طالبانو د بلخ ولایت له والي محمد یوسف وفا سره هم په ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو اسانتیا، نباتي قرنطین، د اوبو د دوامدارې کارونې او ګډ مدیریت مسایل څیړلي دي.

په ورته وخت کې ازبکستان او طالبان پلان لري چې په ګډه د افغانستان په ۱۰۰ هکتاره ځمکه «د دوستۍ بڼ» جوړ کړي.

په دغه باغ کې به د نویو او نوښتګرو کرنیزو ټکنالوژیو په مرسته مېوه لرونکې ونې کښېنول شي.

له دې وړاندې د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي و، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله‌ ییز ډول حل شي.

شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې ستونزې په خبرو اواریږي او دوی د قوشتیپې کانال پر سر وسلې ته لاس نه شي اچولی.

هغه ویلي و، چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.

د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.

د یاد کانال د لومړۍ برخې اوږدوالی ۱۰۸ کیلومتره دی، چې له امو سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت‌ اباد ولسوالۍ ته رسېږي.

د۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې طالبانو اعلان وکړ چې د کانال لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې مرحلې کار پیل شوی.

طالبانو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان وغوښتل چې د یاد کانال په اړه اندېښنه ونه لري.

په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.

د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.