طالبانو له قزاقستان څخه د اقلیمي بدلون په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر ګازیز اکباسوف سره په کتنه کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت، د اوبو او طبیعي سرچینو د مدیریت او نورو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه کړې.