قطر او د ملګرو ملتونو چارواکو د دوحې د څلورم نړۍوال کنفرانس په اړه خبرې وکړې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي مرستیالې سره په لیدنه کې د افغانستان د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.