• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا وايي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته ۹۲۰ مېلویونه ډالر زیان اړولی شي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اسیا پسیفیک څانګې مشرې کاني وګنراجا زیاتوي، چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ ملاتړ دې وکړي.

نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې که د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه دوام ومومي نو د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ مېلیونه ډالره زیان واړوي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تېره ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د ښځو پر ازداۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي او ښځې یې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملاهبت الله طالبانو ته؛ اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د کابل د ملکي او نظامي ادارو یوه ورځني روزنیز سمینار کې کډون وکړ. ملاهبت الله طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې شل کاله یې جګړه کړې ده او اوس به دوی د "دوښمن" د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن جعمه (د غويي ۱۲مه) په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ملاهبت الله په خپله وینا کې ټینکار کړی چې "دښمن" غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په طالبانو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځته کړي.

ملاهبت الله ویلي:« د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ.»

ملاهبت الله خپلو طالب مسوولینو ته د وینا، په یوه برخه کې ویلي: "د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ."

ملا هبت الله له طالبانو غوښتي، چې غفلت ونه کړي او غفلت عذر نه دی، "په غیر مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ."

ملاهبت الله وايي:«دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پرې وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي.»

ملاهبت الله زیاته کړه چې علماء او نېکان خلک د اجتماعي عباداتو او سیاست څخه د سوونو کلونو راهیسې لیرې پاتې کړل شوي وو او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم علماء او نېکان خلک څنډې ته کړي.

ملاهبت الله وايي: "اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي په کتابو او کیسو کې پاته شوي و."

ملاهبت الله وايي، د اټکل خلاف د "الله په فضل" سره اوس په افغانستان کې سیاست د علماو، طالبانو او نېکانو خلکو په لاس کې دی.

د طالبانو مشر په دې باور دی، چې اوس "الله تعالی" دوی په امتحان کې راوستلي او هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وو اوس ورسره مخ شوي نو باید پاملرنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ملا هبت الله خپلو جنګیالیو ته د یووالي او اتفاق خبره کوي؛ بلکې له دې وړاندې په ځلونو نوموړي پر خپلو وسله والو غږ کړی چې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.

هند له ای ایم اېف څخه د پاکستان د پورونو د بیا کتنې غوښتنه وکړه

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

هند له پیسو نړۍوال صندوق (ای ایم اېف) څخه غوښتنه کړې چې پاکستان ته ورکړل شوې مالي مرستې بیا له سره و ارزوي. دا غوښتنه د پهلګام برید وروسته شوې، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې‌طرفه پلټنو غوښتنه یې کړې.

د هندي حکومت یوه چارواکي رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې هند له ای ایم اېف څخه غوښتي چې پاکستان ته ورکړل شوي پورونه او مالي مرستې بیا له سره و ارزوي، خو د دې غوښتنې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د مالیې وزیر سلاکار خرم شهزاد ویلي، چې د ای ایم اېف پروګرام په بشپړه توګه پر سم لوري روان دی او د ای ایم اېف تازه ارزونه هم په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده.

یاده دې وي، چې پاکستان تېر کال له ای ایم اېف څخه ۷میلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړې وې او سږ کال یې ۱.۳میلیارده ډالره د اقلیم پور هم اخیستی دی.

د امریکا ایف بي ای یو افغان د جعلي اسنادو له لارې امریکا ته د ننوتو په تور نیولی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

یو افغان، چې ځان یې له امریکايي ځواکونو سره همکار معرفي کړی و، د جعلي اسنادو په وسیله امریکا ته داخل شوی او اوس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای) له‌خوا نیول شوی دی.

د نیویارک لوېدیځې څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې "دلبر ګل دلبر" چې خپل نوم یې "دلبر ګل تاج علي خان" هم ښودلی، د ځانګړې کډوالۍ وېزې (SIV) لپاره یې جعلي اسناد کارولي دي. د څارنوالۍ چارواکي وايي، نوموړي ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا اټکل کېږي.

امریکايي څارنوالانو ویلي، چې دلبر ګل په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو کې د امریکا د ځانګړۍ کډوالۍ ویزې (ایس ای وي) لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو له جعلي تصویب‌لیک، دروغجن کاري سند او جعلي سپارښت‌لیک سره. د همدې اسنادو پر بنسټ، نوموړی د ۲۰۲۴ کال په اپرېل میاشت کې امریکا ته داخل شو او ورته د دايمي اقامت کارت یا "ګرین کارډ" هم ورکړل شو.

څېړنو ښودلې چې هغه کمپنۍ چې د دلبر ګل لپاره یې د کار سند صادر کړی، په پراخه کچه د جعلي اسنادو کاروبار کاوه. همداراز، د سپارښت‌لیک صادرونکی هم د هغو کسانو له ډلې و، چې د درغلیو له لارې د کډوالۍ اسناد پلوري.

دلبر ګل دا مهال نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د مې په ۹مه نېټه محاکمه شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې نوموړی د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای)له‌خوا نیول شوی او تر هغو چې محکمه پرې وروستۍ پرېکړه ونه کړي، یوازې تورن بلل شوی، نه مجرم.

له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د زیانمنو افغان خبریالانو د لېږد بهیر دې ژر تر ژره چټک شي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت، نیولو، اېستلو، ګواښونو او سپکاوي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د زیانمنو خبریالانو د لېږد بهیر باید چټک شي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت، نیولو، اېستلو، ګواښونو او سپکاوي په تړاو یې د یوه پرانیستي لیک له لارې د ۴۵۰ څخه د ډېرو کسانو لاسلیکونه راټول کړي دي او تمه لري چې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې یې شریک کړي.

په دغه پرانیستي لیک کې غوښتنه شوي، چې د هغو زیانمنو افغان خبریالانو د لېږد بهیر ژر تر ژره چټک شي، چې په افغانستان کې د طالبانو د ګواښونو له امله ګډه شوي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «دغه افغان خبریالان دا مهال په درېیمو هېوادونو کې له بې برخلیکۍ سره مخ دي او د دغه وضعیت دوام یې ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.»

دغه سازمان وړاندې تردې هم له هغو سفارتونو او نړۍوالو بنسټونو چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي، غوښتي چې د دوی د لېږد بهیر چټک کړي.

طالبان: د یوناما راپور له واقعیتونو لرې ”د اسلامي ټولنې پر ارزښتونو” ښکاره تېری دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پر وروستي راپور غبرګون ښودلی دی.


په اعلامیه کې راغلي: «په راپور کې د امر بالمعروف وزارت پر محتسبینو یو لړ بې‌اساسه، مغرضانه او له واقعیتونو لرې تورونه لګول شوي، او هڅه شوې چې شرعي اصول او قوانین د محدودیت په معنا تفسیر شي.»

د طالبانو دغه جنجالي وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، د یوناما هغه وروستی راپور غندلی چې پکې د ښځو پر ازادۍ او حقونو د بندیزونو سختېدو ته اشاره شوې ده. وزارت ادعا کوي چې “اسلامي احکام” په یاد راپور کې د محدودیت په مانا تعبیر شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد راپور نه یوازې له واقعیتونو لرې دی، بلکې د اسلامي ټولنې پر ارزښتونو ښکاره تېری او زموږ د شرعي هویت سپکاوی دی.»

په خبرپاڼه کې د یوناما د راپور هغو برخو ته اشاره شوې، چې له مخې یې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبین ښځې له نارینه محرم پرته له روغتیايي خدمتونو محرومې کړې، د ښځو د تګ‌ راتګ په برخه کې یې پر ټرانسپورتي شرکتونو بندیزونه لګولي او د ښځو پر کاروبار او له حجاب پرته ادارو ته پر ورتګ یې "شرعي احکام" تطبیق کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «حجاب یو شرعي فریضه، د عزت نښه او د ټولنیز وقار برخه ده. څوک چې شرعي حجاب محدودیت ګڼي، هغوی پخپله د ښځې کرامت نه پېژني.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت زیاتوي، چې ټولنه د شرعي احکامو پر بنسټ اداره کوي او یوناما باید شرعي اصول د خپل لیدلوري له مخې تفسیر نه کړي.

دغه وزارت ویلي، چې هېچاته اجازه نه ورکوي، چې “شرعي او قانوني” ارزښتونه “محدودیت” وبولي.

دوی له یوناما غوښتي، چې ټولنې ارزښتونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

یوناما تېره ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې طالبانو په افغانستان کې د ښخو پر ازادۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي او ښځې یې له ټولنیز ژونده اېستلي دي.