• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ په پولو کې بشري ناورین پراخ شوی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نوی چمتوشوی راپور ښیي چې زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له پاکستانه ایستل شوې دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور د څو لسیزو له تېرېدو سربېره، د هغوی د ایستلو بهیر په ډېرې چټکۍ سره دوام لري.

د نوموړې امریکايي ورځپاڼې د راپور له‌مخې، پاکستاني چارواکو په خپله خوښه د کډوالو د دویم پړاو پلي‌کول پیل کړي، خو شواهد ښیي چې ډېرۍ افغانې کورنۍ په جبري ډول او له مخکینۍ خبرتیا پرته ایستل شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.

که څه هم پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې اقداماتو موخه د کډوالۍ قوانینو پلي‌ کول دي، خو د بشري حقونو څارونکي او نړۍوال بنسټونه بیا وايي، په دغه بهیر کې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو پراخه سرغړونه شوې ده.

نیویارک ټایمز د ایستل‌شویو کډوالو په تړاو په سرحدي سیمو کې ناوړه بشري وضعیت ته اشاره کړې ده. هغه کورنۍ چې له نسلونو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی، اوس په افغانستان کې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. «هغه هېواد چې لاهم د بې‌‌وزلۍ، بې‌کارۍ، او پراخو ټولنیزو او سیاسي محدودیتونو» تر سرې کرښې لاندې دی.

راپور همداراز څرګندوي چې د کډوالو د ایستلو دا بهیر د ټولنې او کورنيو د پاشل‌کېدو لامل شوی او ګڼ شمېر خلک له ملاتړکوونکو سرچینو او روغتیايي پاملرنې څخه بې‌برخې شوي دي. ځینو مرکه‌کوونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ورسره ناوړه چلند شوی او پرته له دې چې د خپلو شخصي توکو د ټولولو وخت ورکړل شي، له سیمو په جبري ډول ایستل شوي دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د یادونې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي، د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ له ټولنې سیستماتیک ایستل دوام لري

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر ازادۍ او حقونو خپل بندیزونه سخت کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو اړوند په خپل نوي راپور کې زیاته کړې چې طالبانو ښځې له ټولنیز ژونده ایستلي دي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ خپل نوي خپور شوي راپور کې ویلي، دغې ډلې په عملي توګه ښځې د هېواد له ټولنیز ژونده ایستلې دي.

یوناما زیاته کړې، دښکلا هغه سالونونه چې د ښځو له‌خوا په کورونو کې چلول کېدل، تړل شوي او په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو راډیوګانې هم بندې شوې دي.

په کندهار ولایت کې طالبانو له دوکاندارانو غوښتي، هغو ښځو ته چې له محرم پرته ورځي، خدمتونه وړاندې نه کړي. همداراز، یوه روغتون ته سپارښتنه شوې چې ښځې باید له محرم پرته له روغتیايي چوپړتیاوو محرومې شي.

طالبانو د رسنیو ځپل، بدني سزاوې او پر مذهبي ازادۍ هم محدودیتونه ډېر کړي دي. د جنورۍ ۱۷مې او د فبروري ۳مې ترمنځ، په بدخشان ولایت کې لږترلږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د شپې له‌خوا له خپلو کورونو تښتول شوي او جبري ډول اړ کړل شوي څو خپل مذهب پرېږدي او سُنیان شي.

همداراز د ښځو او نجونو په ګډون تر ۱۸۰ ډېر کسان د زنا یا همجنس‌بازۍ د ارتکاب په تور د خلکو او طالب چارواکو په مخکې پر دُرو وهل شوي دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو او اقلیتونو پر مدني، کلتوري او مذهبي ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې وروسته، د شریعت تر نامه لاندې د ښځو، مذهبي اقلیتونو او بیان ازادۍ پر وړاندې خپل محدودیتونه پراخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما او نورو نړۍوالو ادارو وخت پر وخت د طالبانو د سرغړونو جزییات خپاره کړي او له دې ډلې یې غوښتي څو دا ډول کړنې پای ته ورسوي. دا راپور د همدغو کړنو پر بنسټ ترتیب شوی څو په افغانستان کې دننه د بشري حقونو وضعیت وروستۍ څېره څرګنده کړي.

د یوناما راپور ته د ازادۍ جبهې غبرګون: زموږ د رسمي دريځ پرته دا راپور یو اړخیز دی

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱

ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې د یوناما وروستي راپور ته غبرګون ښودلی، چې دغه جبهه يې په ملکي تلفاتو تورنه کړې. جبهې یوناما ته په خپلو وړاندیزونو کې ویلي، چې د دوی په اړه څرګندونې بې اساسه، د دوی دريځ په کې نه دی اخیستل شوی او په یو اړخيز ډول وړاندي شوي دي.

په افغانستان کې د ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د وروستي راپور تر نشر وروسته ویلي: «موږ په هېواد کې یوناما هڅې د بشري حقونو د وضعیت د مستند کولو لپاره د عدالت او حساب ورکولو په لور یو مهم ګام ګڼو.»

یوناما په خپل درې میاشتنی راپور کې ویلي، چې د جنوري او مارچ میاشتو ترمنځ د داعش، ازادۍ جبهې او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې یو شمیر ملکي وګړو ته تلفات اوښتي.

ازادۍ جبهې زياته کړې، چې د جنوري په ۱۸مه يې د بغلان په پلخمري کې په یوه لاسي بم بريد کې ملکي کسان نه بلکي ۴ طالبان وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې د یوناما د راپور دغه برخه یو اړخیزه او له رونتیا څخه ليرې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي تلفاتو په اړه د جبهې تورنول له شواهدو، د دوی له نظر اخیستلو او دريځ ښودلو پرته حقیقت نه لري.

ازادۍ جبهې زياته کړې، چې دا ډول یو اړخیز راپورنه بې باوري رامنځ ته کوي: «دا ډول عمل د بشري حقونو د راپور ورکولو د نړیوالو اصولو، د څېړنو له میتودونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له پرېکړه لیک سره په ټکر کې دي»

دغه جبهې یوناما ته په خپلو ۸ وړاندیزونو کې ویلي، چې د داسې راپورنو په نشرولو سره باید واقعیتونه او د ښکېلو اړخونو نظرونه په پام کې ونیول شي او له تور لګولو څخه ډډه وشي.

دوی غوښتنه کړې، چې د داسې راپورنو په جوړولو کې باید له بېلابېلو اړخونو او سرچینو څخه ګټه واخیستل شي.

د افغانستان ازادۍ جبهې د یوناما له پلاوي هيله ښودلې، چې د دوی د اندېښنو په پام کې نیولو سره اوسني راپور کې تغير راولي او په معیارونو پوره راپور وړاندې کړي.

یوناما په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بریدونو له کبله ۴۲ تلفات ثبت کړي دي، چې څلور نجونې، ۳۰ هلکان او اته نارینه پکې شامل دي.

ویل کیږي، چې د دې قربانیانو ډیری یې ماشومان وو.

خواجه اصف: د پهلګام د پېښې په تړاو دې ملګري ملتونه بې پرې څېړنې وکړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د هندي کشمیر په پهلګام کې د ترهګریزې پېښې د څېړلو له پاره دې د ملګرو ملتونو یو کمېسیون جوړ شي او بې پرې څېړنې دې ترسره کړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز په یو پروګرام کې وویل: «یا خو دې دوه درې هېوادونه په ګډه څېړنې وکړي، یا دې بیا د ملګرو ملتونو له لوري یو کمېسیون جوړ شي.»

خواجه آصف زیاته کړې چې د هند د تحقیقاتو وړاندیز ځکه نه مني، چې ویره لري کوم بل څه راښکاره نشي.

نوموړي همدا زار وویل، د خبرو اترو امکان هېڅکله هم له احتماله نه شي ایستل کېدای، ځکه که هر څومره تاوتریخوالی هم وي، بیا هم د خبرو اتور لار غوره کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جګړې احتمال کم شوی، خو په هند کې اوس‌مهال یوه ویره موجوده ده. د نوموړي په وینا، ټول هېوادونه وایي چې دا موضوع باید د خبرو له لارې حل شي.

خواجه اصف زیاته کړه، امریکا، روسیه، چین، ترکیه، ایران یا بل هر هېواد د دې تحقیقاتو پیل کولای شي.

نوموړي وویل: «په پېلګام کې له یوې خوا پېښه وشوه او په لسو دقیقو کې قضیه ثبت شوه، دا خپله د پېلګام د پېښې پر اعتبار د شک سبب شوې، ان د هند دننه هم د دې پېښې پر سموالي نیوکې شوې دي».

څه وخت وړاندې په هندي کشمیر پهلګام کې وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړې او ۲۶ سیالانیان یې ووژل، په دغه پېښه کې دولس کسان نور ټپیان شوي هم دي، له پېښې وروسته د هند حکومت پاکستان په دغه پېښه کې په لاس لرلو تورن کړی او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی، د څو ورځو په تېریدو د دواړو هېوادنو ترمنځ په پوله وړې نښې هم ترسره شوي او حالات لا هم ترینګلي دي.

د سره صلیب اسیايي کمېټې مشر په بلخ کې د طالب مسولینو سره د کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسیا او ارام سندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې مشر د دوی د مرستیال والي سره په لیدنه کې د کډوالو د روغتیايي خدماتو، ځان ساتنې او ستونزو کمولو په اړه خبري کړي.

په بلخ کې د طالبانو والي دفتر د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی مرستیال والي نورالهادی ابو ادريس د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له مشر ریجیس سويز سره په لیدنه کې ددغه ولایت په ولسواليو کې د ماینونو د خطرونو د پوهاوي په اړه هم خبري کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د بشري وضعیت، د شمالي زون په کچه د بشري او بیړنیو مرستو، په ولسوالیو کې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو، د جګړو له قربانیانو سره د مرستو او د کډوالو او راستنېدونکو وضعیت په اړه نظرونه تبادله شو»

د طالبانو په خبره، د سره صلیب نړۍواله کمېټه له ۴۰ کلنو څخه زيات په افغانستان کې فعاله او په شمالي زون کې د فزیوتراپي، د زړه د سوریو کسانو د درملنې، روغتيايي مرکزونو ملاتړ، د اوبو رسولو شبکو جوړول او د کار په بدل کې د نغدو پيسو د پروګرامونو په برخه کې کار کوي.

د دغه کمېټې اسیاسي مشر ویلي، چې په شمال کې د ۱۶ روغتيايي مرکزونو مالي ملاتړ کوي، چې ۵ يې په بلخ ولایت کې دي.

نوموړي زياته کړې، چې افغان کډوالو ته پاملرنه یې لومړیتوب دی او د هغوی بېلابېلو ستونزو حل ته به رسېدنه کوي.
که څه هم طالبان په افغانستان کې کډوالو ته د امکاناتو د برابرېدو خبري کوي، خو ډېر ستانه شوي کډوال بیا وایي، چې د ژوند لومړنيو اسانتیاو ته لاس رسی هم نه لري.

د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۱

پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو امنیتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې په خېبرپښتونخوا کې د عملیاتو او وسله والو سره د نښتو پر مهال ۳ پوليسو وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي. دغه نښتې د خېبر پښتونخوا په بنو کې ترسره شوي.

د پولیسو یوه ویاند زياته کړې، چې د وسله والو پر وړاندي دا عملیات د بنو ولسوالۍ په چشمې سيمه کې پيل شوي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د پوليسو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) رسنيو ته ویلي، په نښته کې دوه ټپيان شوي پوليس يې د تداوی لپاره روغتون انتقال کړي.

د پوليسو دغه ویاند زياتوي، چې وسله والو مخالفينو ته یې هم تلفات اړولي او ګڼ مهمات يې هم ترې نيولي دي. «مخالفینو خپل ټپي ملګري له ځانو سره وړي او تښتېدلي دي.»

د هغه په خبره، چې په سېمه کې يې عملیات دوام لري.

په سيمه کې ملکي مشرانو د پاکستان د همدې عملياتو په پيلېدو ناخوښه دي او وايي، چې مرکزي حکومت ته به خپل شکایتونه ورسوي.