طالبان، رسنۍ او چوپتیا؛ په افغانستان کې د رسنیو راتلونکی له ناوړه برخلیک سره مخ دی

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د افغانستان په ټلوېزیونونو او راډیوګانو کې چې یو وخت موسیقي، تفریحي او فرهنګي خپرونې، خبرونه او ازاد سیاسي او اقتصادي پروګرامونه خپرېدل؛ اوس دغه ځای نعتونو، دیني خپرونو، د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مستندونو، فلتر شویو سیاسي بحثونو او د دوی له خوښې سره سم پروګرامونو نیولی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالان له دندو بې‌برخې شول، پر ګڼو ټلوېزیوني چینلونو د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان شول او په ټولو رسنیو کې د موسیقي پر خپرولو شدید بندیزونه ولګېدل.
د ښځو ونډه چې په رسنیو کې د پرمختګ یو له مهمو نښو بلل کېده او ژورنالېزم د نوې ټولنې د جوړېدو لپاره یو بنسټیز رکن و؛ خو د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته دا ټول پرمختګونه د یوه سېستماتیک فشار، سانسور او وېرې له امله له‌منځه تللي دي.
که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار-وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرې‌کېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.

د یوې خبریالې کیسه؛ له خبریالۍ تر کډوالۍ
د هلمند ولایت یوه خبریاله چې دا مهال په یوه درېیم هېواد کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده، د نوم نه‌ښودلو په شرط له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وایي، چې په ډېرو رسنیو په ځانګړې توګه د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د ښځو غږ خاموش شوی، جنسیتي توازن له منځه تللی او ټولنیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
نوموړې دا څرګندونې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت وکړې او زیاته یې کړه: «زه یو وخت په هلمند ولایت کې یوازینۍ فعاله ښځینه خبریاله وم. زما کار یوازې راپور جوړول نه و، بلکې ما د هغو ښځو کیسې راټولولې چې هېچا یې غږ نه اورېده. زموږ په ولایت کې هېڅ ښځینه خبریاله نه ده پاتې. یو وخت چې زموږ غږونه د راډیو له څپو اورېدل کېدل، نن هلته چوپه چوپتیا خوره ده.»
یاده خبریاله دا چوپتیا یوازې د رسنۍ د چوپتیا نښه نه، بلکې دا د ښځو د غږ د ورکېدو، د جنسیتي توازن د ماتېدو او د ټولنیزو حقونو د له‌منځه وړلو یوه ښکاره ننداره بولي.

په افغانستان کې د رسنیو فعالیت او د خبریالانو وضعیت په بې‌ساري ډول له ستونزو سره مل دی او دغه ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي.


د رسنیو بندېدل او د ساه‌کښو پر انځورونو د طالبانو بندیزونه
دغې ډلې د ټولو ساه‌کښو پر انځورونو د بندیز په دوام تر اوسه پورې لږترلږه ۱۶ ولایتونه له دغه رسنیز پوښښ څخه منع کړي، چې دغه اقدام د خبریالانو، رسنیو او د بیان د ازادۍ د ملاتړکوونکو د سختو اندېښنو لامل ګرځېدلی دی.

کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، بغلان، جوزجان، فراه، پنجشېر، کندوز، نورستان، بامیان، بدخشان، نیمروز، پروان او زابل هغه ولایتونه دي، چې پکې د ساه‌کښو انځورونو خپرول منع شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د رسنیو پرځېدو، د کارکوونکو کمښت او د بیان د ازادۍ د محدودیتونو نښې‌نښانې ورځ تر بلې پراخېږي.

د جمهوري نظام په دوره کې یعنې تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجسټر شوې رسنۍ فعالې وې.
دغو رسنیو په چاپي، غږیزو، انځوریزو او انلاین برخو کې فعالیت درلود، خو دمګړۍ دا شمېر یوازې ۲۹۶ ته راکم شوی، یعنې نږدې نیمايي رسنیو یا خپل فعالیت بند کړی او یا د امنیتي، اقتصادي او د حاکم رژیم د سیاسي فشارونو له امله له رسنیز ډګره څنډې ته شوې دي. دا کمښت یوازې د شمېر له اړخه نه، بلکې د جغرافیایي پراخوالي له پلوه هم د رسنیو لاس‌رسی خورا محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د سوېلي اسیا د څانګې مشرې سیلین مرسیر ویلي، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو «ایډیالوژیکي او ظالمانه» چلند په وروستیو میاشتو کې سخت شوی دی، چې د ګڼو رسنیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
اخوا، د جلا وطنه افغان خبریالانو ټولنې په خپل یوه کلني راپور کې د زیاتو رسنیو د بندېدو لوی لامل د طالبانو بیا ځلې واکمنېدل او په رسنیو سخت بندیزونه په ګوته کړي. کابل نیوز، ازادۍ راډيو، امریکا غږ، تجلا، اېستګاه‌ها، الینا، دانش، رعنا، پنجره ورځپاڼه، بانوان، همېشه بهار، انعکاس، نهاد، انبیر، کاوون، شپږ راډيوګانې په بغلان، ۱۵ رسنۍ په ننګرهار او ۱۱ نورې په تخار کې هغه راډیو ټلوېزیونونه دي، چې د یاد بنسټ په راپور کې یې یادونه شوې ده. دغه رسنۍ په میدان وردګو، فاریاب، نورستان، تخار، خوست، کابل، بدخشان، ننګرهار، بلخ، سرپل، لغمان او بغلان ولایتونو کې بندې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل بیا له دغه نوملړه په ننګرهار کې د همېشه بهار راډيو ټلوېزون په اړه کره معلومات ترلاسه کړي، چې د لنډې مودې لپاره تړل شوې وه، خو اوس یې فعالیت روان دی.
د دې ټولنې مشر صدیق‌الله توحیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «کومې رسنۍ چې بندې شوي، ځينې یې مستقیم بندې شوي، ځينې رسنۍ د مالي امکاناتو له امله بندې شوي، ځينو یې خپله خپل فعالیت بند کړی هغه هم ځکه چې پروژې او اعلانونه نه شته او تر څنګ یې فشار او ګواښونه زیات دي.»
که څه هم په دغه خپاره شوي نوملړ کې په ننګرهار ولایت کې د نرګس راډیو په اړه څه ویل شوي نه دي، خو دغه راډيو په ننګرهار کې د ښځو لپاره ځانګړې راډيو وه چې د شایق نېټورک تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه.

د دغه نېټورک د مسولینو په وینا، یاده راډیو د طالبانو له راتګ سره د ننګرهار د هغه وخت والي مولوي ندامحمد ندیم له‌خوا تړل شوې وه.
د شایق نېټورک بسنټګر شفیق الله شایق افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د رسنیو د چارو د څارنې لپاره د شاوخوا ۲۰ کسانو یوې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا لارښوونې صادرې کړې.

د ننګرهار والي ندامحمد ندیم په غېر رسمي ډول د موقتې مودې لپاره د نرګس راډیو د فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ، خو دغه «لنډمهالی» تعلیق تر نن ورځې پورې غځول شوی او د نرګس راډیو خاموشه ده.»
ښاغلي شایق د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې نرګس راډیو وتړل شوه، وویل: «نرګس راډیو د ښځو د ونډې او په رسنیو کې د فعال رول له امله د محدودیتونو اصلي هدف ګرځېدلی. ښځینه کارکونکې، د وېرې او ناامنۍ له امله مجبوره شوې چې خپلې دندې پرېږدي.»
د افغانستان د رسنیو وضعیت په داسې حال کې ناوړه بلل کېږي، چې د جمهوریت په دوران کې رسنۍ نه یوازې د معلوماتو د خپراوي سرچینې وې، بلکې د خلکو د نظرونو، سیاسي نیوکو او مدني فعالیتونو اصلي دریځ بلل کېدل.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلوېزون نشرات هم وتړل شول او لا هم تړلي دي.

انعکاس راډیو ټلوېزون یو له هغو رسنیو ده، چې د جمهوریت په وروستي کال یې شپږ کارکوونکي د وسله‌والو له‌خوا په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول، چې له دې جملې ډېر شمېر یې ښځينه خبریالانې وې.
د انعکاس راډیو ټلوېزون د فعالیت د بندېدو په اړه ددغه رسنۍ د نشراتو مدیر شکرالله پاڅون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د جمهوریت په وروستي کال رسنۍ د دولت د وسله‌والو مخالفانو له لورې ټارګېټ وګرځول شوې. انعکاس چې په ختېځ کې یوه مخکښه رسنۍ وه شپږ تنه کارکوونکي یې د دولت د وسله‌والو مخالفانو له لورې په بېلابېلو هدفي بریدونو کې په شهادت ورسېدل، له دغو بریدونو راوروسته د انعکاس راډيو ټلوېزون مشرتابه او کارکوونکو ته ورځ تر بلې امنیتي ګواښونه ډېرېدل، په کارکوونکو امنیتي ساحه راتنګه شوه، همدا ګواښونه د دې باعث شول چې دغه مخکښه رسنۍ خپل نشرات ودروي.»
که څه هم افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې د رسنیو د بندېدو او لاملونو په اړه یې د طالبانو د حکومت مستقیم نظر واخلي، خو د بار-بار هڅو سربېره و نه توانېدو چې له دوی څخه معلومات ترلاسه کړو.


د افغانستان په رسنیو کې په بې ساري ډول د خبریالانو د شمېر کمښت
د خپلواکو رسنیو د کمښت ترڅنګ، د رسنیو کارکوونکي او خبریالان هم له سختو شرایطو سره مخ شوي دي.

د جمهوریت په دوره کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو د رسنیو په برخه کې کار کاوه، چې دا شمېر اوس څلور سوه او ۱۵۷ ته راټیټ شوی چې دا په‌خپله ښيي شاوخوا ۸ زره کسان له خپلو دندو بې‌برخې شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، په جمهوریت کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې فعاله وې، خو دا شمېر اوس یوازې ۵۵۷ ته راکم شوی دی، چې نږدې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.

د رسنیو د بندېدو لړۍ نه یوازې د بیان ازادۍ ته ګواښ پېښ کړی، بلکې د ژورنالېزم مسلک ته یې د ژور ناورین بڼه ورکړې ده.

ډېرې رسنیزې ادارې چې په محدودو امکاناتو چلېدې، اوس یې د دوام وس له لاسه ورکړی دی.
د رسنیو بندېدو یوازې د اطلاعاتو بهیر کمزوری کړی نه دی، بلکې سلګونه خبریالان او خبریالانې یې له کاره بې‌برخې کړي دي.‎

د طالبانو تر واک لاندې د بیان ازادۍ پر وړاندې نه یوازې دا چې سیاسي بندیزونه موجود دي، بلکې اقتصادي فشارونه هم رسنۍ د بحران پر لور بېولي دي.‎
د نړۍوالو مرستو کمښت، د کارکوونکو د عوایدو له‌منځه تلل او د حاکم رژیم محدودیتونه هغه څه دي، چې رسنۍ یې له سقوط سره مخ کړې دي.

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د یوې خصوصي راډیو مسوول د نوم‌ نه‌ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زه د هغې رسنۍ مخکېنی مسوول یم چې د سختو اقتصادي شرایطو له امله یې فعالیت بند شوی دی. زموږ موخه ازاد، مسوولانه او ولس ته ژمن ژورنالېزم و، خو له بده مرغه دا ارمان مو د سختو شرایطو له امله قرباني شو. د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، نه یوازې د بیان ازادي سانسور شوه، بلکې زموږ لپاره د عوایدو سرچینې هم وچې شوې. د اعلانونو بازار له منځه لاړ، نړۍوالې مرستې ودرېدې او داخلي امکانات بسنه نه کوي. خپلو خبریالانو ته مو د میاشتو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي. تجهیزات زړښت ته نږدې شوي، د دفتر کرایه پاتې شوې او بالاخره دې ته مجبور شوو چې د خپلې راډیو دروازه بنده کړو.»
د اقتصادي ستونزو له امله اوس د خبریالۍ مسلک د ډېر ګواښ او لږو امکاناتو یوه معادله ګرځېدلې چې نه یوازې د خبریال ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټولنې د غږ خاموشه‌‌کېدو ته هم لار هواروي.

په کابل کې د یوې راډیو ښځینه مدیره په دې تړاو وايي: «تر ټولو ستر درد دا دی چې زموږ خبریالان، په تېره بیا ښځینه همکارانې له سختو شرایطو سره-سره د خپل کار دوام ته ژمنې وې. هغوی د امنیتي ګواښونو، اخلاقي فشارونو او ټولنیزو محدودیتونو تر څنګ، د بې‌کارۍ له ناورین سره هم مخامخ وې، خو بیا یې هم کار ته دوام ورکړی و. اوس زما او د همکارانو غږ مې خاموشه شوی، خو باور لرم چې دا چوپتیا به د تل لپاره نه وي. د بیان ازادي یوازې شعار نه دی، بلکې یو انساني حق دی او موږ به د دغه حق لپاره خپله مبارزه ژوندۍ ساتو.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خبریالان یا له هېواده وتلي یا له خپل مسلکه څنډې ته شوي دي او یا هم د امنیتي ګواښونو له امله په پټه یا نامنظمه توګه کار کوي.

دغه حالت نه یوازې د مسلکي خبریالۍ د کمزوري کېدو لامل شوی، بلکې د خلکو د اطلاعاتو د خوندي‌توب پر حق هم منفي اغېز کړی دی.


د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالي
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې دمه د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي ۵۲۵ قضیې ثبت شوې دي.

دا پېښې له وهلو ټکولو، ګواښلو، سپکاوي، نیولو، تر جبري اعترافونو او ان بندي‌کېدو پورې رسېږي. همدا اوس د صابر رحیمي او مهدي انصاري په ګډون لږترلږه ۹ خبریالان د طالبانو تر توقیف لاندې دي، چې د خپل کار او مسلکي فعالیت له امله نیول شوي دي.

دا هغه قضیې دي چې له کوم قانوني بهیر پرته ترسره شوي او خبریالان د بیان د ازادۍ له حقه د دفاع پر ځای د جاسوسۍ، فتنې یا «د دولت ضد فعالیتونو» په تور نیول شوي دي.
پر خبریالانو د فشار، بندیزونو، نیول‌کېدو او تاوتریخوالي سربېره، د رسنیو اقتصادي بقا هم له ګواښ سره مخ شوې ده.

د نړۍوالو مرستو د بندېدو، د بازار د محدودیت او د حاکم رژیم له‌خوا د سختو مقرراتو له امله ډېری رسنۍ اړ شوې خپل فعالیتونه بند یا محدود کړي.
په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری هېوادونه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ لمانځي، افغان خبریالان د ژوندي پاتې کېدو، پټ کارکولو یا له هېواده د تېښتې پر لارو فکر کوي.

دا یوازې د یوه هېواد د رسنیو سقوط نه، بلکې د یوه ملت د غږ، فکري ازادۍ او د ځواب‌ویلو د سېسټم د له‌منځه تلو کیسه ده.