• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سوداګري تېره یوه میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالره کمه شوې ده

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د احصایې ادارې په حواله، د روان کال د اپرېل میاشتې په پرتله، د دغه هېواد بهرنۍ سوداګري د اندېښنې وړ کمه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

د پاکستان اقتصادي کارپوهان وایي، د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان صادراتو کچه په اپرېل میاشت کې په چټکۍ سره ۲.۱۴ میلیارد ډالره راکمه شوې، چې دا د مارچ میاشتې په پرتله ۱۹.۰۵ سلنه او د تېر کال په پرتله ۸.۹۳ سلنه کمښت ښيي.

خو په ورته مهال، په همدې میاشت کې د پاکستان واردات ۵.۵۳ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي، چې د مارچ میاشتې په پرتله پکې ۱۴.۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د احصایې ادارې په وینا، د ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۵ مالي کال د جولای څخه تر اپرېل لومړیو لسو میاشتو شمېرې ښيي، چې د پاکستان سوداګریز کسر ۲۱.۳۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر مالي کال د ورته موده په پرتله دغه کسر ۸.۸۱ سلنه زیات ښودل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا پولیس: لکي مروت ولسوالۍ کې یې د بریدنو پرمهال ۲ وسلوال ووژل

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا د پولیسو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په غرمه یې د لکي مروت په ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال دوه وسلوال وژلي دي. پولیس زیاتوي، چې د وسلوالو دوه بریدونه یې شنډ کړي دي او ځینې وسلې یې هم نیولي دي.

د پښتونخوا د پولیسو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ له سختې جګړې وروسته دوه وسلوال وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي، چې له وسلوالو څخه یې نوې پرمختللې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

تر دې دمه تحریک طالبان پاکستان د یادو بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

همداراز، د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر ویلي، چې تازه یې د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ او شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسلوال وژلي دي.

د راپور له مخې، په مومند ولسوالۍ کې بیا دوه نور وسلوال تر جګړې وروسته ژوندي نیول شوي دي.

پهلګام پېښه؛ شهباز شریف وایي د هند پاروونکو اقداماتو باوجود، د پاکستان غبرګون مسولانه دی

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۱

له هند سره د ډېپلوماټیکې سیالۍ په دوام د پاکستان لومړي وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د مقبوضه کشمیر د پهلګام تر پېښې وروسته، سره له دې چې هند پاروونکي اقدامات کړي، پاکستان د زغم او مسولیت لاره خپله کړې ده.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل، پاکستان تل د ترهګرۍ غندنه کړې او د پهلګام پېښې په اړه د هند ادعاوې بې‌اساسه دي. هغه زیاته کړه چې هند هڅه کوي دا پېښه له پاکستان سره وتړي، خو تر اوسه یې هېڅ ډول معتبر ثبوت نه دی وړاندې کړی.

بلخوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، چې که هند غواړي د پېښې په اړه باوري، شفاف او بې‌طرفه نړۍوال تحقیقات وشي، نو اسلام‌اباد چمتو دی پوره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، که ترکیه پدې تحقیقاتو کې شاملېږي، پاکستان به یې تود هرکلی وکړي.

په دغې لیدنه کې د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد یې د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي او په اوسني کړکېچ کې د زغم او سولې اړتیا مهمه بولي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې ثبات او د سویلي اسیا امن ته باید لومړیتوب ورکړل شي. دا هغه غوښتنه ده چې امریکا هم له دواړو هېوادونو غوښتې ده.

له هند سره د کړکېچ په اوج کې؛ پاکستان د ابدالي په نوم د بالسټیک توغندي ازموینه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د «ابدالي» په نوم یې د بالسټیک توغندي ازموینه ترسره وکړه. دوی زیاتوي چې له ځمکې څخه ځمکې ته د "ابدالي" بالسټیک توغندي کولی شي ۴۵۰ کیلومتره لرې هدفونه په نښه کړي.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې راپور ورکړ، چې پاکستان نن د شنبې په ورځ د انډس تمرین د یوې برخې په توګه د "ابدالي" بالسټیک توغندي سیسټم، چې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی توغندی دی،په بریالیتوب سره ازمایلی دی.

دوی همداراز زیاتوي، چې د دې توغندي ازمایښت هدف د خپلو پوځیانو عملیاتي چمتووالي څخه ډاډ ترلاسه کول او د توغندیو د پرمختللي سیسټم په ګډون د کلیدي تخنیکي پیرامیټونو تایید و.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: "دوی د پاکستاني ځواکونو په ستراتیژیکو عملیاتي چمتووالي او تخنیکي مهارتونو باندې بشپړ باور څرګند کړ ترڅو د بریدونو مخنیوی یقیني کړي او د هر ډول تېري په وړاندې د ملي امنیت ساتنه وکړي."

ددې توغندي د ازمایښت پرمهال د پاکستان د پوځ د لوړ پوړو افسرانو اود ستراتیژیکو ارګانونو ساینس پوهان او انجینران هم حاضر وو.

ددې توغندي د ازمایښت وروسته د پاکستان ولسمشر اصف زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د مبارکۍ پېغامونه خپاره کړي دی.

د ابدالي بالسټیک توغندي ازماېښت داسې مهال ترسره کیږي چې د پهلګام پیښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچونو زور اخیستی.

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری: «په ټاکلې نېټې ووځئ، ګنې په زوره مو باسو»

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې پي‌او‌ار (POR) کارټ‌لرونکو افغان کډ‌والو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ځانونه چمتو کړي. پاکستان دغه کډوالو ته د جون تر ۳۰ پورې نوې نېټه ټاکلې.

په پاکستان کې د دې کډوالو د پاتې‌کېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځېده، خو تر یادې نټې وروسته په دغه کې د هغوی پاتې‌کېدل ناقانونه بلل کېږي.

پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي بیان کې د جمعې په ورځ (مې ۲مه) ټینګار کړی چې نور په دغه هېواد کې د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو د پاتې‌کېدو د مودې د غځېدو اټکل نه‌شي کېدای.

همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به د پي‌اوار کارټ‌لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د نه‌وتلو په صورت کې به د پولیسو له لوري په جبري ډول و ایستل شي.

پاکستان د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د دغه هېواد پولیسو یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په روان بهیر کې یو زرو ۶۹۹کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې ۶۳۳د اې‌سي‌سي کار‌ټ‌رونکي او یو زرو ۶۶نور بیا ناقانونه افغانان وو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د خپل نوي چمتوشوي راپور کې ویلي، زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له دغه هېواده ایستل شوې دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم تر اته سوه زرو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

خواجه اصف: که هند د اوبو د بندولو لپاره کوم جوړښت جوړ کړي، نو موږ به هغه ویجاړ کړو

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هند ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که هند د اوبو د بندولو لپاره کوم جوړښت جوړ کړي، نو پاکستان به هغه ویجاړ کړي.

خواجه اصف ویلي، د سند طاس تړون نه سرغړونه آسانه نه ده، دا به د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وي. د نوموړي په وینا که دا تړون مات شي، نو پاکستان به د یاد جوړښت پر ضد برید وکړي.

نوموړي پاکستاني رسنۍ جیونیوز سره خبرو کې زیاته کړه چې هند د پهلګام پېښې په تړاو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د دفاع وزیر دا هم وویل چې د امریکا مرستیال ولسمشر هند ته د "فېس سیونګ" یا ځان ژغورنې یوه موقعه ورکړې، خو که هند د دې موقعې څخه د استفادې هڅه وکړي، نو موږ به یې رسوا کړو.