• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي ته د سوداګرو شکایت: د افغان سوداګرو توکي په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې شکایت کړی، چې د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن یکشنبه د غويي ۱۴مه رپوټ ورکړ، چې د سوداګرۍ خونې د کابل او ننګرهار د ولایتي خونو له مشرتابه سره یو ځای خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره شته لنډمهالې او اوږدمهالې سوداګریزې ستونزې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له وزیر سره شریکې کړې.

افغان سوداګرو د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله رامنځته شویو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې له امیرخان متقي غوښتي، چې له پاکستاني او هندي لوریو سره خبرې اترې وکړي، چې د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی ویلي، دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي، چې ژر تر ژره باید د عبور اجازه ورکړل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي همکارانو د حل لپاره کار پیل کړی، چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حل لارې وموندل شي.

دا اقدامات نږدې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي، چې په هندي کشمیر پهلګام کې ترهګریزه پېښه رامنځته شوه او پاکستان له هند سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي هېوادونو سازمان د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خواشیني ښودلې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش له مولوي کبیر سره په ناسته کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستل کېدو خواشیني څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو وزیر له یاد سازمان څخه بېرته راستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې او د سرپناه وو د چمتووالي په موخه یې د ښار ګوټو جوړول مهم بللي دي.

طالبان وایي،‌ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پراخېدل پر افغانستان منفي اغېزې کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو غړو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ څېړلو په تړاو یوه سیمینار کې ویلي، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکې ترېنګلتیا له کبله افغانستان هم اغېزمن شوی دی.

د یاد وزارت د سیاسي چارو لومړي مرستیال نور احمد نور په یاده ناسته کې زیاته کړې، د کشمیر د رامنځته شوي کړکېچ له کبله دواړه هېوادونو داسې اقدامات کړي چې د سیمې په ګډون یې افغانستان هم زیانمن کړی دی.

د هغه په وینا، د واګه بندر د تړل کېدو له امله د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي او دغه سکټور ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغه کړکېچ د لا پراخېدو تر مخه د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

طالبانو‌ په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو اترو او د شخړې پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین په دې باور دی، چې د اټومي ځواک لرونکي دغه دوه هېوادونه به هېڅکله یو بل سره د جګړې ډګر ته لاړ نه شي او رامنځته شوې کشاله به د مذاکراتو له لارې حل کړي.

طالبانو په یاده ناسته کې له هند او پاکستان سره پر انډولیزه اړیکو ټینګار کړی دی.

تر دې دمخه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو شوی برید غندلی و او له یاد هېواد سره یې خپله خواخوږي هم څرګنده کړې وه.

د طالبانو تر دې خواخوږۍ وروسته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا فضل الرحمان اندېښنه څرګنده کړه، چې طالبان د اسلام اباد د ناسمو سیاستونو له کبله کرار، کرار له هند سره د اړیکو په پیاوړتیا اخته دي.

د روان کال (د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه) د وسله‌والو یوې ډلې په پهلګام کې ۲۶سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

په کشمیر کې تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله، چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له همدې کبله یې ورسره د اوبو تړون د لغوه کېدو تر څنګ سفارتي اړیکې هم را کمې کړې.

پاکستان هم د دغه پرېکړې په غبرګون کې د هند پر ضد ورته اقدامات وکړل.

د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د یاد هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې هندوستان پرې په نږدې راتلونکې کې د برید پلان لري.

افغان مېرمنې: د اپرېل ۲۷‌مه دې د «د جبري ودونو پر ضد» نړۍواله ورځ ونومول شي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د اپرېل ۲۷مه د «جبري ودونو پر ضد د نړۍوال اعتراض او د قربانیانو د یاد ورځې» په توګه ونوموي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې وړاندې شوې، چې په غور کې د عابدې په نوم یوې پېغلې د یوه ځايي طالب له لور‌ي د جبري نکاح د ګواښ له امله ځان وسوځاوه.

یاد خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې اوس‌مهال په سېسټماټیک ډول د جبري ودونو ترسراوی د ښځو پر وړاندې ستر ظلم دی.

دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري بنسټونو غوښتي، چې نور دې د افغان ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي او جنایتونو سترګې نه پټو؛ي بلکې د قربانیانو ملاتړ دې هم وکړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت تېر یوه کال کې له رسنیو او خبریالانو سره تر زرو ډېرې ناستې کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند ویلي،‌ چې په تېرو دولس میاشتو کې یې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ په موخه له زرو ډېرې ناستې کړې دي.

سیف الاسلام خېبر زیاته کړې، دغه ناستې یې د دیني اصولو او اسلامي ارزښتونو د‌ پلي کولو په موخه کړې دي.

نوموړی وایي، چې د دوی وزیر خالد حنفي د عامه ذهنیتونو په جوړولو کې د رسنیو رول مهم بللی دی.

دغه څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په ټول هېواد کې رسنۍ سانسور کړې دي او د خبریالانو تر څنګ یې د بیان پر ازادۍ هم سخت بندیزونه لګولي دي.

ندامحمد ندیم زده‌کړیالانو ته: د ملا عمر د‌ ژوند او سیاسي بصیرت اړوند مطالعه وکړئ

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل پوهنتون کې زده‌کړیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د دوی د پخواني مشر ملا عمر د ژوند او سیاسي بصیرت په تړاو دې مطالعې وکړي.

هغه دغه څرګندونې د (غویي ۱۳مه) په کابل پوهنتون کې د دغه ډلې د پخواني مشر ملا عمر په تړاو یوه جوړ شوي سېمینار ته کړې دي.

نوموړي زده‌کړیالانو ته زیاته کړې، چې په ځانونو کې دې د دوی د پخواني مشر په څېر عادتونه پیدا کړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې زده‌کړیالان باید د عصري علومو تر څنګ دیني علومو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ندیم په خبره:« ته خو به دا عصري علوم زده کوې، دا پېغمبري اخلاق به له کومه ځایه زده کوې، د مسلمان حق به له کومه ځایه معلوموې او د کفارو له غلامۍ به ځان خلاصول له کومه ځایه زده کوې.»

نوموړي زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.

د طالبانو دغه وزیر او د ملا هبت الله د سختدریځه فرمانونو پلي کوونکي تر دې دمخه څو، څو وارې د عصري علومو ضد څرګندونې کړې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي بیا ویلي و، چې عصري زده‌کړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

پر دغه ډلې نیوکې دي، چې د پوهنتوني او اکاډمیک چاپېریالونه یې د خپلو سختدریځو افکارو تر اغېز لاندې راوستي دي.

طالبانو د پخواني‌ جمهوري نظام پر مهال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې ګومارل شوي استادان له دندو ګوښه کړي دي.

طالبانو د دغو کسانو پر ځای خپل فکري ملایان ګومارلي دي؛ څو پرې د خپلې ډلې افکار ترویج کړي.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې د پوهنتونونو او ښوونځیو چاپېریال د خپلو افراطي مذهبي مدرسو په څېر بدل کړی او غواړي له دې لارې د خپلې واکمنۍ پایښت ته لارې برابرې کړي. د زده‌کړو یو شمېر فعالان وېره لري که دا حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د هېواد له ښوونځیو او پوهنځیو څخه په راتلونکي کې د سختدریځۍ د پراخېدو جدي ننګوونې شته.