پاکستان د هند د برید مخنیوي لپاره د امنیت شورا ناسته را غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد د ډیپلوماټیکو هڅو موخه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته حقایق وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد د ډیپلوماټیکو هڅو موخه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته حقایق وړاندې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ته امر کړی چې ژر تر ژره د امنیت شورا غونډې د رابللو لپاره ګامونه واخلي.
د ایکسپرېس ټریبیون د رپوټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا غونډه به د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره وي، چې د وزارت په وینا، د هند د «پاروونکو اقداماتو» له امله ترینګلې شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، پاکستان به امنیت شورا ته په سیمه کې د هند د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي او دا به هم څرګنده کړي چې څنګه «هند د اندس د اوبو تړون په ناقانونه توګه لغو کړی، چې د اندس سیند د کارونې لپاره یو نړیوال تړون دی».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ګامونه د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده چې نړیوالو ته د هند ددریځ پر وړاندې حقیقتونه وړاندې کړي.
بلخوا، د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه د یکشنبې په ورځ د ټولو سیاسي ګوندونو استازو ته د ملي امنیت په اړه یوه تفصیلي غونډه کې معلومات ورکوي، چې تمرکز به یې له هند سره پر زیاتېدونکي کړکېچ وي.


د ایران د البرز ولایت چارواکي وایي، د ناقانونه کډوالو راټولولو لپاره یې یو مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ زره غیر قانوني کډوال یې پکې راټول کړي. چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د ټولنیزو ستونزو په حل کې مهم پرمختګ دی.
ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د البرز ولایت د عمومي څارنوال حسن مددي په حواله راپور وکړی، چې په یاد ولایت کې یې د ناقانونه کډوالو د راټولولو لپاره یو مرکز جوړ کړی او تردې مهاله یې پکې ۱۰۰زره کډوال ځای پرځای کړي دي.
حسن مددي وايي:«په ولایت کې د ناقانونه اتباعو د راټولولو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې پخوا موجود نه و. دغه مرکز تر اوسه له ۱۰۰زره ډیر ناقانونه بهرني وګړي راټول کړي دي.»
راټول شوي کډوال «بهرني اتباع» یاد شوي، خو په ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاریږي.
مددي وايي، چې د ناقانونه کډوالو په راټولولو سره اوس په دغه ولایت کې د جنايي پېښو کچه ۲۰ سلنه کمه شوې ده.
که څه ایران هره ورځ لسګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستنوي، خو د ایران د البرز ولایت چارواکو دا نه دي ویلي، چې په دغه ولایت کې راټول شوي ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي او که نه.

د یمن حوثي یاغیانو له خوا د اسراییل د بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د توغندي تر لګېدو وروسته، ګڼ شمېر اروپايي او امریکايي هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د څو ورځو لپاره ودرولې.
برید د تلابیب ښار بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې وشو، چې له امله یې لوګي اسمان ته پورته شول او د ترمینل دننه د مسافرو تر منځ ویره خپره شوه. له دې پېښې وروسته ګڼو نړیوالو شرکتونو خپلې الوتمې وځنډولې.
له دې مخکې، له حماس سره تر اوربند وروسته، یو شمېر بهرنیو شرکتونو بېرته اسراییل ته الوتنې پيل کړې وې، خو دغه برید یو ځل بیا الوتنې بندې کړې.
په همدې حال کې، د اسراییل ملي شرکت ال عال او نور کوچني شرکتونه لکه ارکیا او اسرایراوس مهال د الوتنو عمده بار پر غاړه لري. د دغو شرکتونو ونډو هم بازار کې زیاتوالی موندلی.
د امریکا هوايي شرکتونو ډیلټا او یونایټډ وویل چې د نیویارک او تلابیب ترمنځ یې خپلې الوتنې لغو کړې دي.
اروپايي شرکتونو لکه لوفتهانزا، سوېس، بروکسل، ایرفرانس او نورو هم ویلي چې تر څو ورځو به تلابیب ته الوتنې نه کوي. هندي الوتکو هم خپلې الوتنې وځنډولې.
د بن ګوریون هوايي ډګر یو مشر ویلي، دا مرکز له برید یوازې نیم ساعت وروسته بېرته فعال شو خو د حوثیانو ویاند، چې د ایران تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي،وویل چې اسراییل ته سفر کول نور خوندي نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه نه غواړي چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر شي. ټرمپ د اې بي سي چینل له کریسټن وولکر سره په «میټ ده پرېس» مرکې کې، چې د یکشنبې په ورځ خپرېږي، وویل: « زه به یو اته کلن ولسمشر یم، دوه دورې ولسمشر».
سره له دې چې ټرمپ پخوا ویلي و چې په ټوکه نه وایي چې غواړي درېیم یا ان څلورم ځل هم ولسمشر شي، خو وروسته یې دا خبرې د «جعلي خبري رسنیو» د ځورولو لپاره بللې وې.
د هغه شرکت، د ټرمپ سازمان، داسې خولۍ پلوري چې پرې لیکلي دي: ، ټرمپ ۲۰۲۸ او دا کار د خلکو ددې ګومانونو لامل شوی چې ګواکې ټرمپ غواړي له دویمې دورې وروسته هم واک کې پاتې شي.
په دې مرکه کې، چې د هغه له فلوریدا مېنې ثبت شوې، ټرمپ وویل، « ډېرو خلکو راته ویلي چې دې ته دې فکر وکړم خو تر اوسه زما په فکر دا کار قانوني نه دی».
هغه زیاته کړه، « ډېر کسان د۲۰۲۸ خولۍ پلوري، خو دا هغه څه نه دي چې زه یې په اړه غور کوم».
ټرمپ د ځینو جمهوريپالو سیاستوالو لکه مرستیال ولسمشر جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نومونه هم واخیستل چې کېدای شي د هغه ځایناستي شي.
هغه وویل: « زه فکر کوم څلور کاله بس دي، چې یو څه خورا غوره ترسره شي».
د امریکا د اساسي قانون ۲۲ تعدیل وایي چې « هیڅ کس نشي کولای تر دوه ځله زیات د ولسمشرۍ لپاره وټاکل شي».
د بي بي سي او رویټرز د رپوټ له مخې، د بیا نوماندۍ په صورت کې د اساسي قانون بدلون ته اړتیا ده چې باید د دواړو جرګو دوه پر درېیمه برخه غړي یې تصویب کړي او بیا د ایالتونو درې پر څلورمه برخه یې تائید کړي.
سره له دې، د ټرمپ ځینو ملاتړو ویلي چې ممکن د اساسي قانون یوه تشریحي تشه وي، خو دا لا تر اوسه په کومه محکمه کې نه ده ازمویل شوې.
کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا چا له هغه سره د دې نظریې په اړه خبرې کړي، هغه ځواب ورکړ چې « ډېرو ملاتړو مختلفې خبرې کړي دي».
په مرکه کې، ټرمپ د اقتصادي کړکېچ پر وړاندې هم د ځان دفاع وکړه او ویې ویل: « هر څه سم دي. دا یو انتقالي پړاو دی. فکر کوم چې موږ به خورا غوره اقتصادي وضعیت ولرو».

فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د شنبې په ورځ وویل، چې د هغو کسانو پر ضد یې د اعدام حکمونه عملي کړي، چې د خوراکي توکو پر زېرمو او ټولنیزو پخلنځایونو یې بریدونه کړي دي. حماس ویلي، ځینې دغه لوټماران د تنظیم شویو ګروپونو غړي وو، چې د دوی په وینا، له اسراییل سره اړیکې لري.
د حماس کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو کړنو پر ضد به په «فولادي مټ» عمل وشي، څو د خلکو ژوند او مال ته نور ګواښ پېښ نه شي. دوی دا هم ویلي، چې یو پولیس د اسراییل د بېپیلوټه الوتکې د برید له امله وژل شوی، چې د لوټمارو په تعقیب پسې روان و.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د حماس د رسنیو دفتر مشر اسماعیل ویلي، چې ځینې لوټماران د قبیلو تر چتر لاندې او نور بیا د تنظیم شویو ګروپونو په بڼه فعال وو. حماس ادعا کوي، چې ځینې دغو ډلو ته له اسراییل څخه مستقیم ملاتړ ور رسېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وسلهوالو ډلو یوازې خوراکي توکي نه، بلکې د خلکو پیسې او موبایلونه هم ترې اخیستي دي. د حماس امنیتي ځواکونو د شپې له نهو بجو وروسته ګرځبندیز لګولی، څو مجرمین تعقیب کړي.
د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې وضعیت ورځ تر بلې بدترېږي. د اسراییل له خوا د مرستو بندېدل، د خوړو کمښت، او د خلکو بېوسه کېدل حماس له داخلي فشارونو سره مخ کړی دی.

دي انډین ایکسپریس رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر د ترهګریزې پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.
دغې هندي رسنۍ د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه د څېړنو نوي معلومات خپاره کړي دي.
په راپور کې د هند امنیتي او حکومتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي بریدګرو د پهلګام له برید وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وي. چارواکو ویلي، چې په کشمیر کې یې د برید ترسره کېدو په اړه وړاندې معلومات لرل او د برید د ګواښ له امله یې د کشمیر د سرینګر په زابروان غرونو او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي وو.
یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د پولیسو د عمومي رییس په ګډون د برید نه مخکې څو ورځې په سیمه کې حضور درلود».
نوموړي ویلي، چې امنیتي ادارو د برید په اړه لا له وړاندې معلومات لرل او فکر یې کاوه، چې برید به د سرینګر د شاوخوا هوټلونو په سیمه کې وشي.
نوموړی وايي، امنیتي چارواکو له برید څخه لس ـ پنځلس ورځې وړاندې په ډاچګام، نیشت او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات وکړل.
په کشمیر کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې استخباراتي معلومات مشخص نه وو او د پهلګام له برید وروسته څرګند شول.
یوې بلې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امنیتي ادارو څېړنې دا په ډاګه کوي، چې د پهلګام برید څلورو کسانو ترسره کړی او د یادو کسانو له ډلې څخه دوه یې د کشمیر ځايي اوسیدونکي دي.
سرچینه زیاتوي:« وروسته له هغه چې موږ د شکمنو کسانو هویتونه د پاکستان له لارې د اتاري سرحد څخه د کشمیري مسافرو له تفصییلاتو سره پرتله کړل، موږ دا تاییدولی شو، چې دوه یې د سویلي کشمیر څخه پاکستان ته تللي وو، خو د دوی د بیا داخلېدو کوم ثبتوب او ریکارډ نشته. کیدای شي هغوی له کتهوا لارې هند ته راستانه شوي وي.»
امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوی څېړنې دا ښيي، چې دغه دوه سیمه ییز کشمیریان له برید څخه وړاندې له سیلانیانو سره یوځای شوي وو.
چارواکي وايي، دوی سیلانیان د خوړو خوړلو لپاره یوځای سره راټول کړل، هلته له مخکې ښايي پاکستانیانو حضور درلود او له نږدې واټن څخه یې پر سیلانیانو ډزې وکړي.
دغه امنیتي سرچینه وايي:« دا څرګنده ده، چې ترهګر د څلور پنځو ورځو لپاره د بایساران په شاوخوا کې پاتي شوي وو، او دا کار د سیمې د ځینو خلکو له همکارۍ پرته ممکن نه وو.»
استخباراتي ادارو د مخابراتي اړیکو ځینې داسې نښې هم موندلې دي، چې دغه ترهګر د څو ورځو لپاره په سیمه کې پاتې شوي وو.
حکومت داسې اندیښنې لري، چې وسله وال ترهګر په سیمه کې تګ راتګ لري.
د دغې هندي رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي او ډیری دغه وسایل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات ګڼل کیږي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې له دې پیښي وروسته ځايي کشمیریانو هم غبرګون ښودلی او د وژل شویو کسانو په یاد کې یې شمعې ولګولې او لاریونونه یې وکړل.