• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي نه غواړي چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر شي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه نه غواړي چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر شي. ټرمپ د اې بي سي چینل له کریسټن وولکر سره په «میټ ده پرېس» مرکې کې، چې د یکشنبې په ورځ خپرېږي، وویل: « زه به یو اته کلن ولسمشر یم، دوه دورې ولسمشر».

سره له دې چې ټرمپ پخوا ویلي و چې په ټوکه نه وایي چې غواړي درېیم یا ان څلورم ځل هم ولسمشر شي، خو وروسته یې دا خبرې د «جعلي خبري رسنیو» د ځورولو لپاره بللې وې.

د هغه شرکت، د ټرمپ سازمان، داسې خولۍ پلوري چې پرې لیکلي دي: ، ټرمپ ۲۰۲۸ او دا کار د خلکو ددې ګومانونو لامل شوی چې ګواکې ټرمپ غواړي له دویمې دورې وروسته هم واک کې پاتې شي.

په دې مرکه کې، چې د هغه له فلوریدا مېنې ثبت شوې، ټرمپ وویل، « ډېرو خلکو راته ویلي چې دې ته دې فکر وکړم خو تر اوسه زما په فکر دا کار قانوني نه دی».

هغه زیاته کړه، « ډېر کسان د۲۰۲۸ خولۍ پلوري، خو دا هغه څه نه دي چې زه یې په اړه غور کوم».

ټرمپ د ځینو جمهوري‌پالو سیاستوالو لکه مرستیال ولسمشر جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نومونه هم واخیستل چې کېدای شي د هغه ځایناستي شي.

هغه وویل: « زه فکر کوم څلور کاله بس دي، چې یو څه خورا غوره ترسره شي».

د امریکا د اساسي قانون ۲۲ تعدیل وایي چې « هیڅ کس نشي کولای تر دوه ځله زیات د ولسمشرۍ لپاره وټاکل شي».

د بي بي سي او رویټرز د رپوټ له مخې، د بیا نوماندۍ په صورت کې د اساسي قانون بدلون ته اړتیا ده چې باید د دواړو جرګو دوه پر درېیمه برخه غړي یې تصویب کړي او بیا د ایالتونو درې پر څلورمه برخه یې تائید کړي.

سره له دې، د ټرمپ ځینو ملاتړو ویلي چې ممکن د اساسي قانون یوه تشریحي تشه وي، خو دا لا تر اوسه په کومه محکمه کې نه ده ازمویل شوې.

کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا چا له هغه سره د دې نظریې په اړه خبرې کړي، هغه ځواب ورکړ چې « ډېرو ملاتړو مختلفې خبرې کړي دي».

په مرکه کې، ټرمپ د اقتصادي کړکېچ پر وړاندې هم د ځان دفاع وکړه او ویې ویل: « هر څه سم دي. دا یو انتقالي پړاو دی. فکر کوم چې موږ به خورا غوره اقتصادي وضعیت ولرو».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې لوږه؛ حماس د خوراکي توکو او پیسو څو لوټماران اعدام کړل

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د شنبې په ورځ وویل، چې د هغو کسانو پر ضد یې د اعدام حکمونه عملي کړي، چې د خوراکي توکو پر زېرمو او ټولنیزو پخلنځایونو یې بریدونه کړي دي. حماس ویلي، ځینې دغه لوټماران د تنظیم شویو ګروپونو غړي وو، چې د دوی په وینا، له اسراییل سره اړیکې لري.

د حماس کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو کړنو پر ضد به په «فولادي مټ» عمل وشي، څو د خلکو ژوند او مال ته نور ګواښ پېښ نه شي. دوی دا هم ویلي، چې یو پولیس د اسراییل د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله وژل شوی، چې د لوټمارو په تعقیب پسې روان و.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د حماس د رسنیو دفتر مشر اسماعیل ویلي، چې ځینې لوټماران د قبیلو تر چتر لاندې او نور بیا د تنظیم شویو ګروپونو په بڼه فعال وو. حماس ادعا کوي، چې ځینې دغو ډلو ته له اسراییل څخه مستقیم ملاتړ ور رسېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله‌والو ډلو یوازې خوراکي توکي نه، بلکې د خلکو پیسې او موبایلونه هم ترې اخیستي دي. د حماس امنیتي ځواکونو د شپې له نهو بجو وروسته ګرځ‌بندیز لګولی، څو مجرمین تعقیب کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې وضعیت ورځ تر بلې بدترېږي. د اسراییل له خوا د مرستو بندېدل، د خوړو کمښت، او د خلکو بې‌وسه کېدل حماس له داخلي فشارونو سره مخ کړی دی.

هندي رسنۍ: د کشمیر د برید په ځای کې د ناټو پاتې شوې پرمختللې وسلې موندل شوې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

دي انډین ایکسپریس رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر د ترهګریزې پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.

دغې هندي رسنۍ د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه د څېړنو نوي معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې د هند امنیتي او حکومتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي بریدګرو د پهلګام له برید وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وي. چارواکو ویلي، چې په کشمیر کې یې د برید ترسره کېدو په اړه وړاندې معلومات لرل او د برید د ګواښ له امله یې د کشمیر د سرینګر په زابروان غرونو او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي وو.

یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د پولیسو د عمومي رییس په ګډون د برید نه مخکې څو ورځې په سیمه کې حضور درلود».

نوموړي ویلي، چې امنیتي ادارو د برید په اړه لا له وړاندې معلومات لرل او فکر یې کاوه، چې برید به د سرینګر د شاوخوا هوټلونو په سیمه کې وشي.

نوموړی وايي، امنیتي چارواکو له برید څخه لس ـ پنځلس ورځې وړاندې په ډاچګام، نیشت او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات وکړل.

په کشمیر کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې استخباراتي معلومات مشخص نه وو او د پهلګام له برید وروسته څرګند شول.

یوې بلې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امنیتي ادارو څېړنې دا په ډاګه کوي، چې د پهلګام برید څلورو کسانو ترسره کړی او د یادو کسانو له ډلې څخه دوه یې د کشمیر ځايي اوسیدونکي دي.

سرچینه زیاتوي:« وروسته له هغه چې موږ د شکمنو کسانو هویتونه د پاکستان له لارې د اتاري سرحد څخه د کشمیري مسافرو له تفصییلاتو سره پرتله کړل، موږ دا تاییدولی شو، چې دوه یې د سویلي کشمیر څخه پاکستان ته تللي وو، خو د دوی د بیا داخلېدو کوم ثبتوب او ریکارډ نشته. کیدای شي هغوی له کتهوا لارې هند ته راستانه شوي وي.»

امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوی څېړنې دا ښيي، چې دغه دوه سیمه ییز کشمیریان له برید څخه وړاندې له سیلانیانو سره یوځای شوي وو.

چارواکي وايي، دوی سیلانیان د خوړو خوړلو لپاره یوځای سره راټول کړل، هلته له مخکې ښايي پاکستانیانو حضور درلود او له نږدې واټن څخه یې پر سیلانیانو ډزې وکړي.

دغه امنیتي سرچینه وايي:« دا څرګنده ده، چې ترهګر د څلور پنځو ورځو لپاره د بایساران په شاوخوا کې پاتي شوي وو، او دا کار د سیمې د ځینو خلکو له همکارۍ پرته ممکن نه وو.»

استخباراتي ادارو د مخابراتي اړیکو ځینې داسې نښې هم موندلې دي، چې دغه ترهګر د څو ورځو لپاره په سیمه کې پاتې شوي وو.

حکومت داسې اندیښنې لري، چې وسله وال ترهګر په سیمه کې تګ راتګ لري.

د دغې هندي رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي او ډیری دغه وسایل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات ګڼل کیږي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې له دې پیښي وروسته ځايي کشمیریانو هم غبرګون ښودلی او د وژل شویو کسانو په یاد کې یې شمعې ولګولې او لاریونونه یې وکړل.

د ټرمپ له تګلارو اندېښمن ځینې امریکایان اروپا ته د کډوالۍ هڅه کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د رویټرز د یوه راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د تګلارو له امله اندېښمن ګڼ امریکایان اوس په اروپا کې د نوې راتلونکې په لټه کې دي.

د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ځینې امریکایان چې د سیاسي وېش، د همجنسو حقونو او نورو مسایلو په اړه اندېښمن دي، وايي، غواړي له امریکا ووځي.

په دغه راپور کې د وېزو د مشورتي ادارو، د کډوالۍ وکیلانو او حکومتي شمېرو له مخې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له امریکا څخه اروپا ته په ځانګړي ډول پرتګال، هسپانیا او ایټالیا ته د تلو غوښتنې ډیرې شوې دي.

په امریکا کې مېشته یوه همجس خوښې جوړه وايي، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پرېکړه وکړه دوی ورسره سم له امریکا څخه د وتلو پریکړه وکړه.

۶۹ کلنه ډیویس وايي:« موږ دا هېواد خوښوو، خو داچې اوس څه ته اوښتی، دا مو نه خوښیږي. کله چې ستا هویت تر برید لاندې راشي، نو یو شخصي احساس د غوسې او نهیلیتوب پیدا کیږي.»

اوس دوی د کډوالۍ له یوه وکیل سره په ګډه کار کوي، څو اروپا ته د کډوالۍ امکانات وارزوي.

ډیویس وايي:«زه د کډوالۍ پرېکړې خفه کړې یم، ځکه خپله ټولنه به پریږدم، خو دا یو داسې سیاسيي او ټولنیز وضعیت دی، چې منل یې ممکن نه دي.»

رویټرز د امریکا د کډوالۍ ادارو له قوله ویلي، چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته اروپا ته د امریکایانو د تګ فکر ډیر شوی.

د کډوالۍ په برخه کې د تور پوستو امریکایانو سره یوې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دغې ادارې د ویبپاڼې لیدونکي تر ۵۰ سلنې ډیر شوي او ډیری کسان له امریکا څخه د وتلو او په اروپايي هېوادونو کې د مېشتیدو لارې ارزوي.

پر همدغه مهال د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکایانو له خوا د ایرلنډ پاسپورټونو غوښتنلیکونه سږکال د جنوري او فبرورۍ په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرو لسکو کلونو په پرتله تر ټولو زیات وو.

په ۲۰۲۴ کال کې په ورستیو درېیو میاشتو کې د برېتانیا پاسپورت لپاره ۱۷۰۸ غوښتنلیکونه ورکړل شوي وو، چې دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په برېتانیا کې د کډوالۍ وکیلانو یوه کمپنۍ وایي، له امریکا څخه د دوی د مشورې غوښتنو کې له ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی.

په راپور کې د کډوالۍ شرکتونو له قوله ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد څخه بهر ته د تګ لیواتیا ډیره شوې او علتونه یې هم سیاسي وېش، تاوتریخوالی او وسله وال بریدونه بلل شوي دي.

د ایټالیا د کډوالۍ یوه مشاور کارکو پېر موینین ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې چې کله ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د ایټالیا د تابعیت غوښتنو کې په ځانګړې توګه د جمهوریپالو امریکایانو زیاتوالی راغلی.

د چین ولسمشر په درې ورځني سفر روسیې ته ځي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روان کال د مې له ۷مې تر ۱۰مې پورې روسیې ته رسمي سفر کوي چې د نازي جرمني پر وړاندې د بري ۸۰مې کلیزې په نمانځغونډو کې برخه واخلي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې وکړي.

کرملېن ویلي، دواړه مشران به د ستراتېژيکو همکاریو، نړیوالو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او څو تړونونه به هم لاسلیک شي.

د روسیې ولسمشر پوتین د مې نهمې د مراسمو په مناسبت له اوکراین سره د درې ورځني اوربند وړاندیز کړی، خو ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي دا رد کړی او پر ځای یې د ۳۰ورځني اوربند غوښتنه کړې.

زېلنسکي خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله بهرني مشران نشي کولای د مسکو مراسمو ته په خوندي ډول سفر وکړي.

همداراز زېلینسکي پر چین تور پورې کړی چې روسیې ته یې وسله او باروت ورکړي، چې دا چاره د نړیوالو اړیکو کړکېچ لا زیاتوي.

جیو نیوز: د پاکستان هوایي ځواک پر توغندیو سمبال هندي الوتکې په شا تمبولې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د‌ پاکستان هوایي ځواک (د اپرېل په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه) د هند هوایي ځواک هغه څلور رافایل الوتکې چې په توغندیو سمبال وې؛ په شا تمبولې دي.

په راپور کې راغلي، دغو هندي الوتکو هڅه کوله چې د‌ پاکستان دننه ځینې سیمې په نښه کړي.

په راپور کې ادعا شوې، چې د پاکستان هوایي ځواک د هندي الوتکو د څار سېسټم لمنځه یوړ او له همدې کبله بېرته شاتګ ته اړې شوې.

تر دې دمه هند د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د دواړو هېوادونو رسنیو د یو بل پر ضد تبلېغاتي جګړه توده ساتلې ده او پاکستاني چارواکي هم هره ورځ د احتمالي برید په تړاو څرګندونې کوي.