• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ له تګلارو اندېښمن ځینې امریکایان اروپا ته د کډوالۍ هڅه کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د رویټرز د یوه راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د تګلارو له امله اندېښمن ګڼ امریکایان اوس په اروپا کې د نوې راتلونکې په لټه کې دي.

د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ځینې امریکایان چې د سیاسي وېش، د همجنسو حقونو او نورو مسایلو په اړه اندېښمن دي، وايي، غواړي له امریکا ووځي.

په دغه راپور کې د وېزو د مشورتي ادارو، د کډوالۍ وکیلانو او حکومتي شمېرو له مخې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له امریکا څخه اروپا ته په ځانګړي ډول پرتګال، هسپانیا او ایټالیا ته د تلو غوښتنې ډیرې شوې دي.

په امریکا کې مېشته یوه همجس خوښې جوړه وايي، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پرېکړه وکړه دوی ورسره سم له امریکا څخه د وتلو پریکړه وکړه.

۶۹ کلنه ډیویس وايي:« موږ دا هېواد خوښوو، خو داچې اوس څه ته اوښتی، دا مو نه خوښیږي. کله چې ستا هویت تر برید لاندې راشي، نو یو شخصي احساس د غوسې او نهیلیتوب پیدا کیږي.»

اوس دوی د کډوالۍ له یوه وکیل سره په ګډه کار کوي، څو اروپا ته د کډوالۍ امکانات وارزوي.

ډیویس وايي:«زه د کډوالۍ پرېکړې خفه کړې یم، ځکه خپله ټولنه به پریږدم، خو دا یو داسې سیاسيي او ټولنیز وضعیت دی، چې منل یې ممکن نه دي.»

رویټرز د امریکا د کډوالۍ ادارو له قوله ویلي، چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته اروپا ته د امریکایانو د تګ فکر ډیر شوی.

د کډوالۍ په برخه کې د تور پوستو امریکایانو سره یوې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دغې ادارې د ویبپاڼې لیدونکي تر ۵۰ سلنې ډیر شوي او ډیری کسان له امریکا څخه د وتلو او په اروپايي هېوادونو کې د مېشتیدو لارې ارزوي.

پر همدغه مهال د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکایانو له خوا د ایرلنډ پاسپورټونو غوښتنلیکونه سږکال د جنوري او فبرورۍ په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرو لسکو کلونو په پرتله تر ټولو زیات وو.

په ۲۰۲۴ کال کې په ورستیو درېیو میاشتو کې د برېتانیا پاسپورت لپاره ۱۷۰۸ غوښتنلیکونه ورکړل شوي وو، چې دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په برېتانیا کې د کډوالۍ وکیلانو یوه کمپنۍ وایي، له امریکا څخه د دوی د مشورې غوښتنو کې له ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی.

په راپور کې د کډوالۍ شرکتونو له قوله ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد څخه بهر ته د تګ لیواتیا ډیره شوې او علتونه یې هم سیاسي وېش، تاوتریخوالی او وسله وال بریدونه بلل شوي دي.

د ایټالیا د کډوالۍ یوه مشاور کارکو پېر موینین ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې چې کله ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د ایټالیا د تابعیت غوښتنو کې په ځانګړې توګه د جمهوریپالو امریکایانو زیاتوالی راغلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چین ولسمشر په درې ورځني سفر روسیې ته ځي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۱

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روان کال د مې له ۷مې تر ۱۰مې پورې روسیې ته رسمي سفر کوي چې د نازي جرمني پر وړاندې د بري ۸۰مې کلیزې په نمانځغونډو کې برخه واخلي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې وکړي.

کرملېن ویلي، دواړه مشران به د ستراتېژيکو همکاریو، نړیوالو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او څو تړونونه به هم لاسلیک شي.

د روسیې ولسمشر پوتین د مې نهمې د مراسمو په مناسبت له اوکراین سره د درې ورځني اوربند وړاندیز کړی، خو ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي دا رد کړی او پر ځای یې د ۳۰ورځني اوربند غوښتنه کړې.

زېلنسکي خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله بهرني مشران نشي کولای د مسکو مراسمو ته په خوندي ډول سفر وکړي.

همداراز زېلینسکي پر چین تور پورې کړی چې روسیې ته یې وسله او باروت ورکړي، چې دا چاره د نړیوالو اړیکو کړکېچ لا زیاتوي.

جیو نیوز: د پاکستان هوایي ځواک پر توغندیو سمبال هندي الوتکې په شا تمبولې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د‌ پاکستان هوایي ځواک (د اپرېل په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه) د هند هوایي ځواک هغه څلور رافایل الوتکې چې په توغندیو سمبال وې؛ په شا تمبولې دي.

په راپور کې راغلي، دغو هندي الوتکو هڅه کوله چې د‌ پاکستان دننه ځینې سیمې په نښه کړي.

په راپور کې ادعا شوې، چې د پاکستان هوایي ځواک د هندي الوتکو د څار سېسټم لمنځه یوړ او له همدې کبله بېرته شاتګ ته اړې شوې.

تر دې دمه هند د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د دواړو هېوادونو رسنیو د یو بل پر ضد تبلېغاتي جګړه توده ساتلې ده او پاکستاني چارواکي هم هره ورځ د احتمالي برید په تړاو څرګندونې کوي.

بلوڅ بېلتون پالو بلوچستان کې پنځه پاکستاني پولیس تښتولي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۸ GMT+۱

د بلوڅ بېلتون پالو یوې ډلې د شنبې په ورځ د (غویي ۱۳مه) د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ اړوند د منګوچر په سیمه کې د پولیسو هغه کاروان په نښه کړی، چې بندیان یې لېږدول.

راپورونه وایي، وسله‌والو پنځه پولیس تښتولي او د هغوی له منګولو یې لس تنه زندانیان هم ازاد کړي دي.

د پاکستانۍ ډان ورځپانې د خبر له مخې؛ پولیسو دغه زندانیان په شخصي موترو کې د ګدانې له زندان څخه د ماچ مرکزي زندان ته لېږدول، چې د کویټې- کراچۍ پر لاره دغه پېښه رامنځته شوه.

د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسله‌والو دغه کاروان ته په لاره کې چیک پاینټ اچولی و.

عیني شاهدان وايي، وسله‌والو ټول تېرېدونکي وسایط ودرول، بسونه او لارې یې په دقیقه توګه پلټلې او همدا راز یې هر تېریدونکی کس څارلو. د پولیسو د کاروان په رسېدو سره سم وسله‌والو لومړی زندانیان خوشې کړي‌ او بیا یې پولیس له ځانه سره وړي دي.

ځايي چارواکو ویلي، د خوشې شویو بندیانو له ډلې یو تن ته د خپلې مېرمنې د قتل په تور د اعدام سزا او بل ته د عمري بند سزا اورول شوې وه. نور اته بندیان د نشه‌یي توکو او قاچاقو تر څنګ د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، چې (د مئ په ۵مه نېټه) په کویټه کې محاکمه کېدل.

د راپور له مخې، اوس‌مهال ځايي‌ امنیتي ادارو د منګوچر په غرنیو او شاوخوا سیمو کې د یرغمل شویو پولیسو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي دي.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو په یوې خبرپاڼه کې د دغو پولیسو تښتول تایید کړي او ویلي دي، چې وسلې یې هم ترې نیولې دي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسله‌والې ډلې فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځیني لوی بریدونه هم کړي، چې پکې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

طالبان وایي،‌ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پراخېدل پر افغانستان منفي اغېزې کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو غړو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ څېړلو په تړاو یوه سیمینار کې ویلي، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکې ترېنګلتیا له کبله افغانستان هم اغېزمن شوی دی.

د یاد وزارت د سیاسي چارو لومړي مرستیال نور احمد نور په یاده ناسته کې زیاته کړې، د کشمیر د رامنځته شوي کړکېچ له کبله دواړه هېوادونو داسې اقدامات کړي چې د سیمې په ګډون یې افغانستان هم زیانمن کړی دی.

د هغه په وینا، د واګه بندر د تړل کېدو له امله د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي او دغه سکټور ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغه کړکېچ د لا پراخېدو تر مخه د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

طالبانو‌ په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو اترو او د شخړې پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین په دې باور دی، چې د اټومي ځواک لرونکي دغه دوه هېوادونه به هېڅکله یو بل سره د جګړې ډګر ته لاړ نه شي او رامنځته شوې کشاله به د مذاکراتو له لارې حل کړي.

طالبانو په یاده ناسته کې له هند او پاکستان سره پر انډولیزه اړیکو ټینګار کړی دی.

تر دې دمخه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو شوی برید غندلی و او له یاد هېواد سره یې خپله خواخوږي هم څرګنده کړې وه.

د طالبانو تر دې خواخوږۍ وروسته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا فضل الرحمان اندېښنه څرګنده کړه، چې طالبان د اسلام اباد د ناسمو سیاستونو له کبله کرار، کرار له هند سره د اړیکو په پیاوړتیا اخته دي.

د روان کال (د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه) د وسله‌والو یوې ډلې په پهلګام کې ۲۶سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

په کشمیر کې تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله، چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له همدې کبله یې ورسره د اوبو تړون د لغوه کېدو تر څنګ سفارتي اړیکې هم را کمې کړې.

پاکستان هم د دغه پرېکړې په غبرګون کې د هند پر ضد ورته اقدامات وکړل.

د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د یاد هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې هندوستان پرې په نږدې راتلونکې کې د برید پلان لري.

غزه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییل هوایي بریدونو له امله د غزې په کلابنده شوې سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د درېیو ماشومانو په ګډون ۴۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د (غويي ۱۴مه) هم دوام لري او ویل شوي، چې د خان یونس ښار ځینې استوګنیزې سیمې هم بمبار شوې دي.

هم‌مهاله، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د قطر پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دوحه باید نور «دوه‌ مخې لوبې» ته دوام ور‌نکړي؛ بلکې باید د «تمدن» او «د حماس د وحشت» ترمنځ یو انتخاب وکړي.

قطر بیا دغه څرګندونې رد کړې دي او «تحریکوونکي» یې بللي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« اسراییل یو عادلانه جنګ په عادلانه وسایلو کوي. د اکټوبر د اوومې نېټې له پېښې وروسته لومړي وزیر نتنیاهو دغه جګړه د تمدن او وحشت ترمنځ جګړه بللې ده.»

که څه هم مصر او قطر هڅه کوي، چې په غزه کې حالت بېرته اوربند ته راوګرځوي؛ خو له اسراییلي ځواکونو سربېره حماس هم شاتګ ته چمتو نه ښکاري.

دواړه خواوې یو بل د خبرو د ناکامۍ مسوول بولي.

اسراییل ټینګار کوي، چې حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د غزې د راتلونکې ادارې له هر ډول رول څخه دې لرې وساتل شي.

دا هغه شرط دی، چې حماس یې ردوي. همداراز، اسراییل غواړي، چې ۵۹ پاتې برمته‌ شوي کسان یې هم ژر تر ژره بېرته خوشې شي.