بلوڅ بېلتون پالو بلوچستان کې پنځه پاکستاني پولیس تښتولي دي

د بلوڅ بېلتون پالو یوې ډلې د شنبې په ورځ د (غویي ۱۳مه) د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ اړوند د منګوچر په سیمه کې د پولیسو هغه کاروان په نښه کړی، چې بندیان یې لېږدول.

د بلوڅ بېلتون پالو یوې ډلې د شنبې په ورځ د (غویي ۱۳مه) د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ اړوند د منګوچر په سیمه کې د پولیسو هغه کاروان په نښه کړی، چې بندیان یې لېږدول.
راپورونه وایي، وسلهوالو پنځه پولیس تښتولي او د هغوی له منګولو یې لس تنه زندانیان هم ازاد کړي دي.
د پاکستانۍ ډان ورځپانې د خبر له مخې؛ پولیسو دغه زندانیان په شخصي موترو کې د ګدانې له زندان څخه د ماچ مرکزي زندان ته لېږدول، چې د کویټې- کراچۍ پر لاره دغه پېښه رامنځته شوه.
د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسلهوالو دغه کاروان ته په لاره کې چیک پاینټ اچولی و.
عیني شاهدان وايي، وسلهوالو ټول تېرېدونکي وسایط ودرول، بسونه او لارې یې په دقیقه توګه پلټلې او همدا راز یې هر تېریدونکی کس څارلو. د پولیسو د کاروان په رسېدو سره سم وسلهوالو لومړی زندانیان خوشې کړي او بیا یې پولیس له ځانه سره وړي دي.
ځايي چارواکو ویلي، د خوشې شویو بندیانو له ډلې یو تن ته د خپلې مېرمنې د قتل په تور د اعدام سزا او بل ته د عمري بند سزا اورول شوې وه. نور اته بندیان د نشهیي توکو او قاچاقو تر څنګ د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، چې (د مئ په ۵مه نېټه) په کویټه کې محاکمه کېدل.
د راپور له مخې، اوسمهال ځايي امنیتي ادارو د منګوچر په غرنیو او شاوخوا سیمو کې د یرغمل شویو پولیسو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي دي.
بلوڅ ازادۍ غوښتونکو په یوې خبرپاڼه کې د دغو پولیسو تښتول تایید کړي او ویلي دي، چې وسلې یې هم ترې نیولې دي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسلهوالې ډلې فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځیني لوی بریدونه هم کړي، چې پکې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو غړو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ څېړلو په تړاو یوه سیمینار کې ویلي، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکې ترېنګلتیا له کبله افغانستان هم اغېزمن شوی دی.
د یاد وزارت د سیاسي چارو لومړي مرستیال نور احمد نور په یاده ناسته کې زیاته کړې، د کشمیر د رامنځته شوي کړکېچ له کبله دواړه هېوادونو داسې اقدامات کړي چې د سیمې په ګډون یې افغانستان هم زیانمن کړی دی.
د هغه په وینا، د واګه بندر د تړل کېدو له امله د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي او دغه سکټور ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغه کړکېچ د لا پراخېدو تر مخه د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.
طالبانو په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ په خبرو اترو او د شخړې پر سولهییز حل ټینګار کړی دی.
د طالبانو د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین په دې باور دی، چې د اټومي ځواک لرونکي دغه دوه هېوادونه به هېڅکله یو بل سره د جګړې ډګر ته لاړ نه شي او رامنځته شوې کشاله به د مذاکراتو له لارې حل کړي.
طالبانو په یاده ناسته کې له هند او پاکستان سره پر انډولیزه اړیکو ټینګار کړی دی.
تر دې دمخه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو شوی برید غندلی و او له یاد هېواد سره یې خپله خواخوږي هم څرګنده کړې وه.
د طالبانو تر دې خواخوږۍ وروسته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا فضل الرحمان اندېښنه څرګنده کړه، چې طالبان د اسلام اباد د ناسمو سیاستونو له کبله کرار، کرار له هند سره د اړیکو په پیاوړتیا اخته دي.
د روان کال (د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه) د وسلهوالو یوې ډلې په پهلګام کې ۲۶سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.
په کشمیر کې تر دې پېښې وروسته نوي ډیلي د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله، چې د ترهګرو ملاتړ کوي او له همدې کبله یې ورسره د اوبو تړون د لغوه کېدو تر څنګ سفارتي اړیکې هم را کمې کړې.
پاکستان هم د دغه پرېکړې په غبرګون کې د هند پر ضد ورته اقدامات وکړل.
د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د یاد هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې هندوستان پرې په نږدې راتلونکې کې د برید پلان لري.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییل هوایي بریدونو له امله د غزې په کلابنده شوې سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د درېیو ماشومانو په ګډون ۴۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د (غويي ۱۴مه) هم دوام لري او ویل شوي، چې د خان یونس ښار ځینې استوګنیزې سیمې هم بمبار شوې دي.
هممهاله، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د قطر پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دوحه باید نور «دوه مخې لوبې» ته دوام ورنکړي؛ بلکې باید د «تمدن» او «د حماس د وحشت» ترمنځ یو انتخاب وکړي.
قطر بیا دغه څرګندونې رد کړې دي او «تحریکوونکي» یې بللي دي.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« اسراییل یو عادلانه جنګ په عادلانه وسایلو کوي. د اکټوبر د اوومې نېټې له پېښې وروسته لومړي وزیر نتنیاهو دغه جګړه د تمدن او وحشت ترمنځ جګړه بللې ده.»
که څه هم مصر او قطر هڅه کوي، چې په غزه کې حالت بېرته اوربند ته راوګرځوي؛ خو له اسراییلي ځواکونو سربېره حماس هم شاتګ ته چمتو نه ښکاري.
دواړه خواوې یو بل د خبرو د ناکامۍ مسوول بولي.
اسراییل ټینګار کوي، چې حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د غزې د راتلونکې ادارې له هر ډول رول څخه دې لرې وساتل شي.
دا هغه شرط دی، چې حماس یې ردوي. همداراز، اسراییل غواړي، چې ۵۹ پاتې برمته شوي کسان یې هم ژر تر ژره بېرته خوشې شي.

په پاکستان کې جلاوطنه افغان خبریالان وایي:« کله چې هم د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو ضرب الاجل ټاکي؛ نو زموږ په زړونو کې یوه نوې وېره پیدا شي.» د دوی وېره دا ده، که له دې ځایه واېستل شي؛ نو بیا به چېرته ځي؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې نه یوازې د نجونو لپاره د زدهکړو دروازې وتړل شوې؛ بلکې ښځې هم له کار کولو راوګرځول شوې.
د دغه محدودیتونو پر دوام؛ طالبانو په رسنیو کې هم پر ښځینه خبریالانو او ویاندویانو هم یو لړ محدودیتونه ولګول او ګڼې ښځینه خبریالانې یې په مستقیمه توګه وګواښلې.
له همدې امله ډېرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښودې او اړې شوې، چې له هېواده ووځي. له دې ډلې یوشمېر خبريالان پاکستان ته کډه شول او ځیني یې له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړل؛ خو لا هم یو شمېر یې پاکستان کې پاتې دي.
خو د دغه خبریالانو ستونزې لاهم نه دي ختمې شوې او په پاکستان کې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او یاهم د ACC کارتونه لري، اوسمهال له پاکستانه د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه افغان خبریالې مسکا صافۍ د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال جواد شینواري سره په خبرو کې ویلي، افغان خبریالان لا له وړاندې په خپل هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ اوس په جلاوطنۍ کې یې ستونزې دوه برابره شوې دي.
هغه وایي، دلته افغان خبریالان د کار نشتوالي له سخت ناورین سره مخ دي؛ که څه هم یو شمېر خبریالان په انلاین توګه کار کوي، خو ډېری یې بېکاره دي.
نوموړې زیاتوي، چې د پاکستان په رسنیو کې افغان خبریالانو ته کاري فرصتونه ډېر کم دي او دا د دوی لپاره هم مسلکي او هم اقتصادي ستونزې راولاړوي.
پاکستان ته کډه شوې افغان خبريالانې د کرایي کورونو په موندنې کې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی د پولیسو له ځورونې سره مخ دي او ان وخت نا وخت د پولیسو لهخوا نیول کېږي.
مسکا صافۍ وایي، افغان خبریالان انلاین کار هم نشي کولای؛ ځکه د امنیتي اندېښنو سره مخ دي او له دوی د کار ازادي اخیستل شوې ده.
په پاکستان کې یو افغان خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پخوا یې په اسلاماباد کې ژوند کاوه؛ خو د پاکستان د وروستي اعلان له امله چې له مخې یې له ACC کارت لرونکو او بې اسناده کډوالو د وتلو غوښتنه شوې وه، اوس له اسلاماباده پېښور ته کډه شوی او هلته له یو ملګري سره اوسېږي.
هغه وایي، په افغانستان کې یې له یوه شخصي رسنۍ سره خبریالي کوله؛ خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه اړ شو چې د خپل ژوند ژغورنې لپاره هېواد پرېږدي.
هغه وایي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته راغلی او دغه سفر یې ډېر ستړی او له ګواښ،نو ډک و.
هغه وایي:« ما د سفر پر مهال خپل هویت پټه ساتلل و؛ ځکه نه مې غوښتل څوک مې وپېژني. زه (د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۳مه) پاکستان ته راغلی یم.»
هغه زیاتوي، کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ؛ نو د رسنیو یا نړۍوالو موسسو کارکوونکو ته ژوند ډېر سخت شو.
خو هغه وایي، چې پاکستان ته تر راتګ وروسته هم په امن کې نه دی؛ له یوې خوا امنیتي ګواښونو او له بلې خوا اقتصادي ستونزو یې ژوند خورا ستونزمن کړی دی.
د هغه په وینا، بېرته افغانستان ته نشي تلای او نه هم په پاکستان کې هوسا ژوند تېرولای شي.
هغه وایي:« په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره هیڅ کاري فرصتونه نشته. بې روزګاري مې سخت ځوروي. په مساپرۍ کې که څوک کار ونه لري ژوند ورته ډېر سختېږي. کله چې هم د پاکستان حکومت موږ ته د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکي؛ نو زړونه کې مو ډار پیدا شي، چې که له دې ځایه هم وشړل شو، نو بیا به چېرته ځو؟ بېرته افغانستان ته تګ زموږ لپاره د مرګ معنا لري.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د روسیې د درې ورځني اوربند وړاندیز رد کړ او پرځای یې د جګړې د ۳۰ ورځو بندولو ټینګار وکړ.
زېلېنسکي د جمعې په ورځ په کییف کې د خبریالانو له یوې کوچنۍ ډلې سره په یوې مطبوعاتي کنفرانس کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند وړاندیز رد کړ.
پوتین دغه وړاندیز د نازي جرمني په وړاندې د ۱۹۴۵ کال د بریا د ۸۰ کلیزې د لمانځلو لپاره کړی و.
زېلېنسکي وویل، چې هغه د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د متحده ایالاتو د وړاندیز پر بنسټ خپل انکار وکړ او استدلال یې وکړ، چې هر ډول معنی لرونکې خبرې اترې اوږدې مودې ته اړتیا لري.
نوموړي د مې په ۹ مه په اتیایمه کلیزه کې د ګډون لپاره مسکو ته بلل شویو بهرنیو مشرانو ته خبرداری ورکړ.
هغه وویل: «موږ د هغه څه مسوولیت نشو کولی چې د روسیې فدراسیون په خاوره کې پېښېږي. دوی تاسو ته امنیت نیسي او له همدې امله موږ به تاسو ته هېڅ تضمین درنکړو.»
روسي چارواکو بیا د زېلېنسکي څرګندونې ګواښ بللي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هغه تورن کړ، چې د مې د نهمې نېټې په مراسمو کې د ګډون پلان لرونکو بهرنیو مشرانو ته یې مستقیم ګواښونه کړي دي.
پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدوف هم په زېلېنسکي نیوکه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې له "لفظي پارونو" څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وایي، چې بنیامین نتنیاهو او مایکل والټز د واشنګټن پوسټ د راپور برعکس له ایران سره پراخې اړیکې نه لري.
په دې غبرګون کې د اسراییل د لومړي وزیر دفتر څرګنده کړې، چې نتنیاهو د فېبرورۍ په میاشت کې له دې مخکې چې له ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري، په بلر هاوس کې له مایکل والټز او ستیو ویتکاف سره یو دوستانه ملاقات کړی و.
د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، والټز له جیډي ونس سره یوځای له نتنیاهو سره د واشنګټن له پرېښودو وړاندې هم لیدنه کړې وه.
د دوی په خبره، له هغه راهیسې نتنیاهو، والټز او ویتکاف یوازې یوه ټلیفوني مکالمه کړې، چې موضوع یې ایران نه و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل والټز له بنیامین نتنیاهو سره د ایران پر ضد د نظامي انتخابونو د کارولو په اړه پراخې همغږۍ کړې وې، چې دې کار د ټرمپ غوسه راوپاروله او بالاخره د والټز د برطرفۍ لامل شو.
واشنګټن پوسټ د غويي په ۱۳مه د سپینې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو او د ولسمشر د سلاکارانو له خولې لیکلي، چې د والټز د برطرفۍ پرېکړه د ټرمپ د زیاتېدونکي نارضایتۍ له امله وشوه، ځکه چې والټز د ټرمپ په پرتله د نظامي ځواک د کارولو زیات تمایل درلود.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې نتنیاهو که څه هم امریکا ته د سفر پر مهال له والټز سره لیدنه کړې، خو له هغه وروسته یې د ایران په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.
