• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي رسنۍ: د کشمیر د برید په ځای کې د ناټو پاتې شوې پرمختللې وسلې موندل شوې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

دي انډین ایکسپریس رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر د ترهګریزې پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي، چې ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات بلل شوي.

دغې هندي رسنۍ د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه د څېړنو نوي معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې د هند امنیتي او حکومتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي بریدګرو د پهلګام له برید وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وي. چارواکو ویلي، چې په کشمیر کې یې د برید ترسره کېدو په اړه وړاندې معلومات لرل او د برید د ګواښ له امله یې د کشمیر د سرینګر په زابروان غرونو او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي وو.

یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د پولیسو لوړپوړي چارواکي، د پولیسو د عمومي رییس په ګډون د برید نه مخکې څو ورځې په سیمه کې حضور درلود».

نوموړي ویلي، چې امنیتي ادارو د برید په اړه لا له وړاندې معلومات لرل او فکر یې کاوه، چې برید به د سرینګر د شاوخوا هوټلونو په سیمه کې وشي.

نوموړی وايي، امنیتي چارواکو له برید څخه لس ـ پنځلس ورځې وړاندې په ډاچګام، نیشت او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات وکړل.

په کشمیر کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې استخباراتي معلومات مشخص نه وو او د پهلګام له برید وروسته څرګند شول.

یوې بلې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امنیتي ادارو څېړنې دا په ډاګه کوي، چې د پهلګام برید څلورو کسانو ترسره کړی او د یادو کسانو له ډلې څخه دوه یې د کشمیر ځايي اوسیدونکي دي.

سرچینه زیاتوي:« وروسته له هغه چې موږ د شکمنو کسانو هویتونه د پاکستان له لارې د اتاري سرحد څخه د کشمیري مسافرو له تفصییلاتو سره پرتله کړل، موږ دا تاییدولی شو، چې دوه یې د سویلي کشمیر څخه پاکستان ته تللي وو، خو د دوی د بیا داخلېدو کوم ثبتوب او ریکارډ نشته. کیدای شي هغوی له کتهوا لارې هند ته راستانه شوي وي.»

امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوی څېړنې دا ښيي، چې دغه دوه سیمه ییز کشمیریان له برید څخه وړاندې له سیلانیانو سره یوځای شوي وو.

چارواکي وايي، دوی سیلانیان د خوړو خوړلو لپاره یوځای سره راټول کړل، هلته له مخکې ښايي پاکستانیانو حضور درلود او له نږدې واټن څخه یې پر سیلانیانو ډزې وکړي.

دغه امنیتي سرچینه وايي:« دا څرګنده ده، چې ترهګر د څلور پنځو ورځو لپاره د بایساران په شاوخوا کې پاتي شوي وو، او دا کار د سیمې د ځینو خلکو له همکارۍ پرته ممکن نه وو.»

استخباراتي ادارو د مخابراتي اړیکو ځینې داسې نښې هم موندلې دي، چې دغه ترهګر د څو ورځو لپاره په سیمه کې پاتې شوي وو.

حکومت داسې اندیښنې لري، چې وسله وال ترهګر په سیمه کې تګ راتګ لري.

د دغې هندي رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې سنایپر، ایم لړۍ ټوپکونه، مرمۍ او نور پرمختللي وسایل ترلاسه کړي دي او ډیری دغه وسایل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوي مهمات ګڼل کیږي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې له دې پیښي وروسته ځايي کشمیریانو هم غبرګون ښودلی او د وژل شویو کسانو په یاد کې یې شمعې ولګولې او لاریونونه یې وکړل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د تقاعد ریاست مخې ته اعتراض کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د شنبې په ورځ یوه ډله متقاعدین یوځل بیا د کابل ښار تقاعد ریاست مخې ته راټول شول او د طالبانو له خوا د خپلو تقاعدي معاشونو نه‌ورکولو په وړاندې‌یې اعتراض وکړ. دوی وایي، سره له دې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړوند اداره په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.

یوه ډله متقاعدین نن د شنبې په ورځ د غويي ۱۴مه، یو ځل بیا د کابل ښار خزینه تقاعد ریاست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول.

افغانستان انټرنشنل ته ددې اعتراض یوه ویډيو هم رسېدلې ده.

په ویډیو کې ښکاري، چې معترضین له ملګرو ملتونو هم غواړي، چې په افغانستان کې د متقاعدینو د حقونو له تر پښو لاندې کېدو سره بې‌پروایي ونه‌کړي او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د کورناستو ستونزه نه ده حل شوې.

په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.

دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر اعتراف وکړ چې افغانان له فقر او بېکارۍ سره مخ دي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي. عزیزي ټینکار کړی، چې «په دې اړه خپل مسوولیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو».

په داسې حال کې، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله په یوه وینا کې فقر د الله ازمویښت ګڼلی، ددې ډلې د سوداګرۍ او صنعت وزیر وايي، چې د افغانستان اساسي ستونزې فقر او بې کاري دي او دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د غويي ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ولیکل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معیین مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کنفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، ددې ډلې له صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د کار ملي کنفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو اېجاد دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم پکې شاوخوا ۵۵۰ زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده.

طالبانو ددې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وزیر نور الدین عزیزي په حواله لیکلي:«له نېکه مرغه په زرګونه جریبه ځمکه په مختلفو برخو کې د پانګې‌اچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي.»

هغه زیاتوي چې د کار په ملي کنفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات ددې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې یوه مشترکه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي.

د هبت‌الله لویه جرګه د جرګې پر «نوعیت او ترکیب» د اختلاف له امله ځنډېدلې

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱
•
خبرخونه

د طالبانو مشرتابه د خپلې ادارې د مشروعيت او نویو تصمیم نیونو لپاره پلان شوې لویه جرګه، «د جرګې پر نوعیت او ترکیب د داخلي «ناهمغږۍ» او اختلاف له امله ځنډولې ده.

د تېر کال په کب میاشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده غواړي له اختر وروسته لويه جرګه راوغواړي، چې د خپلې ادارې د سرپرستۍ حالت پای ته رسولو، مشروعیت ترلاسه کولو او د قصاص او شرعي حدودو د پليتابه په تړاو یو لړ پرېکړو ته لاره پرانیزي.

خو اوس طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې دا طرح د طالبانو د ځينو جګپوړو مشرانو له مخالفت سره مخ شوې ده.

په کابل کې يوې سرچينې چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني، د دفاع وزير ملا يعقوب، د سرې میاشتې د عمومي رییس شهاب‌الدين دلاور او په اماراتو کې د طالبانو ناراضي غړي شیرمحمد ستانکزي په ګډون يو شمېر کابل مېشتو طالبانو د لویې جرګې پر نوعیت او غالب مذهبي ترکيب ملاحظات درلودل.

سرچینه وايي، « دوی مولوي هبت الله ته ويلي چې موږ مخکې هم په کابل کې د علماوو يوه جرګه کړې وه، خو هغه پايلې چې موږ ترې تمه لرله، تر لاسه نه شوې. که بيا هم هغسې جرګه کېږي، نو ضرورت یې نشته، ځکه يو ځل شوې ده او بيا يوازې مصارف زياتوي».

د سرچینې په وینا، د سراج‌الدين حقاني او د کابل يو شمېر نورو طالبانو غوښتنه دا ده چې که لويه جرګه راغوښتل کېږي، بايد له دود سره سم، د هېواد له ټولو سيمو قومي مشران، د بېلابېلو قشرونو استازي او ټولنيز نفوذ لرونکي کسان پکې شامل وي، چې دا جرګه هم داخلي او هم نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي.

خو د طالبانو مشر له داسې پراخې، ټول‌شموله جرګې سره مخالفت کړی او له همدې امله دا لويه جرګه تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلې ده.

افغانستان انټرنشنل تېر کال په کب میاشت کې رپوټ ور کړی و، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده خپلې ادارې ته د مشروعيت بښلو او ځینو نورو تصمیمونو لپاره لويه جرګه راغواړي.

له کابل څخه دوو جلا سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسیزه جرګه به له اختر وروسته ترسره شي او د غړو د انتخاب لپاره یې د مرکز او ولايتونو واليانو ته لارښوونه شوې ده.

د جرګې لپاره، له ټولو ولسواليو ۱۳۴۴ کسان په پام کې نيول شوي وو، چې د علماوو شورا مشران، مرستيالان او هبت الله اخوندزاده ته نږدې ديني- قومي مشران پکې شاملېدل.

د طالبانو له دغسې جرګې سره ددې ډلې یو شمېر سیاسي مخالفانو هم مخالفت وښود، ځکه ددوی په باور، دغسې جرګه چې د انتخاب او پرېکړې صلاحیتونه پکې ټول له طالبانو سره وي، په کورنۍ او نړیواله کچه مشروعیت نه شي درلودای.

د ټرمپ له تګلارو اندېښمن ځینې امریکایان اروپا ته د کډوالۍ هڅه کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د رویټرز د یوه راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د تګلارو له امله اندېښمن ګڼ امریکایان اوس په اروپا کې د نوې راتلونکې په لټه کې دي.

د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ځینې امریکایان چې د سیاسي وېش، د همجنسو حقونو او نورو مسایلو په اړه اندېښمن دي، وايي، غواړي له امریکا ووځي.

په دغه راپور کې د وېزو د مشورتي ادارو، د کډوالۍ وکیلانو او حکومتي شمېرو له مخې ویل شوي، چې په وروستیو میاشتو کې له امریکا څخه اروپا ته په ځانګړي ډول پرتګال، هسپانیا او ایټالیا ته د تلو غوښتنې ډیرې شوې دي.

په امریکا کې مېشته یوه همجس خوښې جوړه وايي، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پرېکړه وکړه دوی ورسره سم له امریکا څخه د وتلو پریکړه وکړه.

۶۹ کلنه ډیویس وايي:« موږ دا هېواد خوښوو، خو داچې اوس څه ته اوښتی، دا مو نه خوښیږي. کله چې ستا هویت تر برید لاندې راشي، نو یو شخصي احساس د غوسې او نهیلیتوب پیدا کیږي.»

اوس دوی د کډوالۍ له یوه وکیل سره په ګډه کار کوي، څو اروپا ته د کډوالۍ امکانات وارزوي.

ډیویس وايي:«زه د کډوالۍ پرېکړې خفه کړې یم، ځکه خپله ټولنه به پریږدم، خو دا یو داسې سیاسيي او ټولنیز وضعیت دی، چې منل یې ممکن نه دي.»

رویټرز د امریکا د کډوالۍ ادارو له قوله ویلي، چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته اروپا ته د امریکایانو د تګ فکر ډیر شوی.

د کډوالۍ په برخه کې د تور پوستو امریکایانو سره یوې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دغې ادارې د ویبپاڼې لیدونکي تر ۵۰ سلنې ډیر شوي او ډیری کسان له امریکا څخه د وتلو او په اروپايي هېوادونو کې د مېشتیدو لارې ارزوي.

پر همدغه مهال د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکایانو له خوا د ایرلنډ پاسپورټونو غوښتنلیکونه سږکال د جنوري او فبرورۍ په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرو لسکو کلونو په پرتله تر ټولو زیات وو.

په ۲۰۲۴ کال کې په ورستیو درېیو میاشتو کې د برېتانیا پاسپورت لپاره ۱۷۰۸ غوښتنلیکونه ورکړل شوي وو، چې دا په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په برېتانیا کې د کډوالۍ وکیلانو یوه کمپنۍ وایي، له امریکا څخه د دوی د مشورې غوښتنو کې له ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی.

په راپور کې د کډوالۍ شرکتونو له قوله ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد څخه بهر ته د تګ لیواتیا ډیره شوې او علتونه یې هم سیاسي وېش، تاوتریخوالی او وسله وال بریدونه بلل شوي دي.

د ایټالیا د کډوالۍ یوه مشاور کارکو پېر موینین ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې چې کله ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د ایټالیا د تابعیت غوښتنو کې په ځانګړې توګه د جمهوریپالو امریکایانو زیاتوالی راغلی.

کرزی: د نوزېږو ماشومانو د مړینې کمولو لپاره د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ

۱۴ غویی ۱۴۰۴ - ۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) د رپوټ په غبرګون کې د افغان نوزېږو ماشومانو پر لوړې کچې مړینې اندېښنه ښودلې ده. یونېسف ویلي، چې په کندهار کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه، د غويي ۱۴ مه، پر خپله اېکسپاڼه د یونېسف ادارې د رپوټ په خپرولو سره ددغو ستونزو بنسټیز حل د تعلیمي سیسټم پراختیا او پیاوړتیا او د هیواد ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول یاد کړي دي.

حامد کرزی وايي، ددې مسلې بل حل بهر ته د بشري سرچینو او علمي او مسلکي کدرونو د تیښتې مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو په نیولو کې دی.

کرزي یو ځل بیا د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

حامد کرزي پر نړیوالو مرستندویه ادارو او سازمانونو غږ کړی، چې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره اقدام وکړي او په ټول هېواد کې د روغتیایي مرکزونو تجهیز او اړتیاوو پوره کولو ته پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په کندهار کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې شمېر خورا لوړ دی.

یونېسف وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.