په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د تقاعد ریاست مخې ته اعتراض کړی
د شنبې په ورځ یوه ډله متقاعدین یوځل بیا د کابل ښار تقاعد ریاست مخې ته راټول شول او د طالبانو له خوا د خپلو تقاعدي معاشونو نهورکولو په وړاندېیې اعتراض وکړ. دوی وایي، سره له دې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړوند اداره په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.