• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکرایني ځواکونو د روسیې پر کورسک سیمه برید کړی

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

اوکرایني ځواکونو د دوشنبې په ورځ د روسیې لویدیزه کورسک سیمه تر برید لاندې راوستې ده.

رویټرز د روسي جګړه‌ییزو بلاګرانو له قوله ویلي، چې دغه برید د توغندیو په وسیله پیل شو، سرحدي تاسیسات یې ویجاړ کړل او وروسته یې د ماین‌پاکۍ ځانګړو وسایطو په مرسته زغره وال ګاډي او سرتېري د روسیې خاورې ته ننويستل.

دار وي وینکور په نامه یوه مشهور روسي بلاګر پر ټېلیګرام لیکلي، چې « دښمن تېره شپه پلونه د راکټونو په وسیله الوزولي او سهار یې له زغره والو ډلو سره برید پیل کړی».

د بلاګرانو له وینا سره سم، د ماین پاکۍ ګاډولاره هواره کړې او وروسته زغره والو ګاډو له سرتېرو سره د برید لپاره وړاندې تګ کړی. د رپوټونو له مخې، د سرحد په اوږدو کې سختې جګړې روانې دي.

یاد برید د نورو روسي بلاګرانو او د دولتي ټلوېزیون جګړه‌ییز خبریال الکساندر سلدکوف له خوا هم تایید شوی.

تر دې دمه نه د روسیې او نه هم د اوکراین حکومت رسمي غبرګون ښودلی، خو بلاګرانو نقشې خپرې کړي چې پکې ښودل شوي اوکرایني ځواکونه هڅه کوي د روسیې خاورې ته له دوو بیلابیلو لارو ننوځي.

دا پرمختګ داسې مهال کیږي چې تېره میاشت د روسیې جګپوړي جنرال اعلان کړی و چې اوکرایني ځواکونه یې د کورسک له سیمې ایستلي او دا یې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی برید وباله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند احتمالي برید؛ نړیوالو هوايي شرکتونو د پاکستان له فضايي حریم نه مخه اړولې ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله د اروپا مشهورو هوايي کرښو د پاکستان د هوايي حریم له استعمال نه ډډه کړې ده.

د فرانسې ایر فرانس او د جرمني لوفت‌هانزا هغه شرکتونه دي چې د الوتنې تعقیب سیسټمونو او چارواکو د څرګندونو له مخې یې د دوشنبې په ورځ د پاکستان له فضایي حریم څخه استفاده بنده کړې ده.

دا اقدام په هندي کشمیر کې د پهلګام له ترهګریز برید وروسته کیږي.

هند د ځوابي اقدام په توګه د پاکستاني الوتکو پر وړاندې خپل فضایي حریم بند کړی او پاکستان هم په ورته ګام لاس پورې کړی دی.

لوفت‌هانزا رویټرز ته ویلي، چې دغه شرکت به تر دویم امره له پاکستاني فضایي حریم څخه الوتنې دروي اودا چاره به د اسیايي مسیرونو د الوتنو وخت زیات کړي. ایر فرانس هم ویلي چې د هند، بنکاک او هو چي من (ویتنام) پر لور خپلو الوتنو کې بدلون راولي او دا بدلونونه به د الوتنې مزل وغځوي.

د فلیټ‌رادار۲۴ معلومات ښيي چې د برېتانیا بریتیش ایروېز، سویس انټرنشنل او اماراتو ځینې الوتنې د عرب سمندر پر ځای شمال لور ته د هند له لارې شوې دي.

دغه تغیرات نه یوازې د الوتنو وخت او د تیلو لګښت زیاتوي، بلکې د پاکستان د هوايي ترافیک له فیسونو عواید هم کموي.

پاکستان د هرې الوتنې پر سر د الوتکې وزن او واټن ته په کتو، سلګونه ډالر فیس ترلاسه کوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هند ته په اشارې؛ پاکستان نن د «فاتح» په نوم نوی توغندی ازمویلی

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر (ISPR) ویلي، چې دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د «فاتح» په نوم ځمکنی توغندی ازمویلی دی. دغه ازمېښت د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر وروستۍ پېښې پر سر د رامنځته شویو ناندریو په ترڅ کې کېږي.

پاکستان ویلي، دغه توغندی چې ۱۲۰ کیلومېټره واټن وهلی شي، د پوځ د روانو پوځي تمرینونو یوه برخه وه.

د یاد هېواد د پوځ په وینا، د دغه توغندي د لارښوونې سېسټم پر غوره ټکنالوژۍ سمبال دی چې دا یې یوه پرمختللې وسله ګرځولې ده.

په خبرپانه کې راغلي، چې دغه توغندی د هر ډول دفاعي سېسټم څخه په اسانۍ د خپل هدف په لور تلای شي.

د دغه توغندي د ازمویلو لامل د جګړې لپاره د پاکستان د پوځ چمتووالی ښیي او د توغندي د تخیکي سېسټم ارزونه یې هم موخه بلل شوې ده.

د ازمویلو په دغه بهیر کې د پاکستان پوځ لوړپووړو افسرانو، ساینس پوهانو او انجینرانو ګډون کړی و.

د پاکستان پوځ د ګډو ځواکونو قوماندان د دغه مراسمو پر مهال ویلي، چې هېواد یې د هر ډول تېري پر وړاندې بشپړ چمتووالی او تخنیکي وړتیاوې لري.

د کشمیر کشالې په اوج کې هم‌مهاله هندي پوځیانو هم د ځمکنیو پوځي نندارو تر څنګ خپلې هوایي پوځي نندارې وړاندې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر او نور لوړپوړي حکومتي چارواکي انګېري، چې ښايي هندوستان یې د هېواد پر ځینو برخو بریدونه وکړي.

هند له پاکستان او چین پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو سره خبرې کړې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

هندي رسنیو ویلي، ټاکل شوې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کشمیر کړکېچ په تړاو غونډه وکړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر له پاکستان او چین پرته د دغه شورا ټولو غړو سره خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه دغه بېړنۍ غونډه د تړلو دروازو تر شا کوي.

له دې سربېره د ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د پاکستان ـ هند ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره اقدامات کړي دي.

هم‌مهاله د پاکستان ملي دفاع وزیر هم اندېښنه ښوولې، چې لا تر اوسه د هند د احتمالي برید ګواښ نه دی کم شوی.

هندوستان په خپله خاوره کې د عمران خان او بلاول بوټو د اېکس «پخواني ټوېټر» پاڼې وتړلې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هندوستان په خپله خاوره کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼې تړلې دي.

یاد ګوند په یوې خبرپاڼه کې د هند دا ګام غندلی دی.

هندوستان تر دې مخکې د‌ پاکستان حکومت رسمي اېکس پاڼې تر څنګ د دفاع وزیر خواجه اصف پاڼې هم په خپله خاروه کې تړلې دي.

دا اقدام د دواړو هېوادونو د حکومتي مشرانو ترمنځ د روان کړکېچ پر سر د ناندریو له کبله شوی دی.

د ایران دفاع وزیر: که امریکا پوځي اقدام وکړي، په منځني ختیځ کې به یې اډې په نښه کړو

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د ایران د دفاع وزیر عزیزالله ناصرزاده د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې تهران به د امریکا د هر ډول پوځي اقدام پروړاندې په منځني ختیځ کې د دغه هېواد د اډو په نښه کولو سره غچ واخلي.

ناصرزاده د ایران یوه دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «که پر موږ برید وشي او جګړه راباندې تحمیل شي، نو په زور سره به ځواب ورکړو. موږ به د دوی ګټې او د دوی اډې په نښه کړو،»

نوموړي همدا راز وویل، چې ایران د خپلو ګاونډیانو سره هېڅ دوښمني نه لري، مګر خبرداری یې ورکړ چې که واشنګټن برید وکړي، نو په هغو ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا اډې به مشروع هدف وګڼل شي.

همدارنګه د یکشنبې په ورځ، ایران خپل وروستی بالستیک توغندی، چې د "قاسم بصیر" په نوم یادېږي، نندارې ته وړاندې کړ.

د قاسم بصیر توغندی یو جامد سونګ بالسټیک توغندی دی، چې د ۱۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

ایران او امریکا د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په اټومي خبرو اترو بوخت دي.

عمان چې ددغه خبرو منځګړی دی، د اوونۍ په پیل کې یې وویل چې د خبرو اترو څلورم پړاو چې په اصل کې د شنبې لپاره ټاکل شوی و، د "لوژیستیکي دلایلو" له امله وځنډول شو.