• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطا محمد نور: طالبانو ته د سیاسي مشروعیت ورکولو هڅې د اندېښنې وړ دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د جمعيت اسلامي ګوند يو مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) هڅې چې غواړي طالبانو ته سياسي مشروعيت ورکړي، نه يوازې د اندېښنې وړ دي، بلکې دا د افغان ولس سره خيانت او د نړيوالو ادارو پر بې‌طرفۍ داغ دی.

نوموړي زياته کړې: «هر ډول هڅه چې له طالبانو سره د نړيوالو اړيکو عادي‌کولو په هدف وي، دا د خلکو له ارادې تېرېدل او نړیوالو ادارو ته د شرم وړ ده».

په یوه اعلامیه کې چې د جمعيت اسلامي ګوند له خوا خپره شوې، ټينګار شوی چې یوناما او ځینې اړوندې ادارې د «مماشات» سیاست غوره کړی، له خلکو سره د روانو کړاوونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شوې او د طالبانو د تحميلي نظام لپاره ښکاره لابي کوي.

عطا محمد نور همدارنګه ويلي چې طالبانو له ښځو د تعليم او کار حق اخیستی، سياسي مشارکت نشته او خلک به د نړيوالو «انتخابي چوپتيا او دوه‌ګوني چلندونه» هېڅکله هېر نه کړي.

نوموړي له نړیوالو دموکراتيکو بنسټونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو ته پر مشروعیت ور کولو تمرکز ونه کړي، بلکې د خلکو پر محور د عادلانه حللارو لټه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې رپوټونه خپاره شوي چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره يوه سياسي طرح تر کار لاندې نیولې، چې ښايي د طالبانو استازی سهیل شاهین د افغانستان دایمي استازي په توګه ومنل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۱

طالبانو د پنجشیر ولایت په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول ممنوع اعلان کړي دي. د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د طالبانو والي، محمداغا حکیم ټولو ادارو ته امر کړی چې د امر بالمعروف قانون په جدي توګه پلی کړي.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تصمیم د طالبانو د مشر د فرمان او د امر بالمعروف قانون د تفسیرپه یوه ځانګړي غونډه کې اعلان شو.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زیاته کړې چې د دې غونډې پر مهال په ولسوالیو کې د امر بالمعروف ځانګړې کمیټې هم جوړې شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو تر دې مخکې هم په ۱۵ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړي دي.

دا ولایتونه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان او دایکندي دي.

د رسنیو ملاتړ کوونکو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بندیزونه به د بیان ازادۍ ته جدي زیان ورسوي.

پکتیکا کې پخوانی سرتېری: طالبانو مې له پلار څخه په زور ویډيو ثبت کړې

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۳ GMT+۱

په پکتیکا کې یو پخوانی نظامي مایدین افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو یې د کورنیو له غړو په زور ويډیو کړې او خپره کړې یې ده، چې ګواکې دوی نه دي شکنجه شوي. مایدین له دې وړاندې ویلي و، چې د پکتیکا یحیی خېلو ولسوالۍ کې یې طالبانو څو وارې کور تلاشي کړی.

د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو پخوانی افسر مایدین، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو څو ځله د وسلو د لټون په پلمه د هغه کور تلاشي کړی او دده د کورنۍ غړي یې شکنجه کړي دي.

دغه پخوانی افغان نظامي وايي چې له افغانستان انټرنشنل څخه د رپوټ له خپرېدو وروسته طالبان ددوی کور ته ورغلي او له پلار او دوه وروڼو یې اجباري اعترافونه اخیستي، چې د دوی کورونه نه دي تلاشي شوي او نه هم شکنجه شوي.

دی زیاتوي، چې «نن یې بیا زما پلار او وروڼه تړلي ول او په مرګ یې ګواښلي دي».

مایدین همدراز وویل:« ځايي طالبانو ورته ویلي ول، چې ویډيوګانو کې مثبتې خبرې وکړئ او د خپل زوی څرګندونې ټولې رد کړئ.»

د طالبانو اړوندو تبلیغاتي ټولنیزو پاڼو د مایدین له پلار او دوه وروڼو ویډیويي اعترافونه خپاره کړي دي.

له دې وړاندې دغه پخواني نظامي ویلي و، چې څو ځله یې د یحیی خېلو ولسوالۍ ادارې ته د ځایي طالبانو پر ضد عریضې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې دغه طالبان دې له داسې کړنو ډډه وکړي، خو وایي هېڅ یوې عریضې ته یې پاملرنه نه ده شوې.

مایدین، چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، زیاتوي: «سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی، بیا هم پخواني نظامیان د بېلابېلو پلمو او فشارونو لاندې نیسي او د پخوانۍ دندې له امله یې ځوروي.»

دغه پخواني نظامي هغه انځورونه هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي وو، چې یو شمېر مخ پټي طالبان پکې، چې ځینې یې په نظامي جامو کې هم دي، د مایدین د کور په انګړ کې ګرځي.

په انځورونو کې ښکاري چې د وسلو موندلو په لټه کې دي.

هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د خپلو کسانو د خپلسرو کړنو مخه ونیسي.

سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو غړو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکیني حکومت پخواني سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي، یا د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.

جنرال سمیع سادات: پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې غبرګونونو په روانه لړۍ کې د متحدې ملي جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي چې پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. سادات وویل:«د طالبانو د ترهګرۍ پای ته رسول په عمومي توګه افغانان کولی شي مګر په ځانګړي توګه پښتانه.»

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دا نظر چې پښتانه افغانان یوازې د دوی د توکم پر بنسټ له سویس څخه واېستل شي غیر اخلاقي، غیرقانوني او غیر انساني عمل دی.

هغه د سویس له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې باید دا نژادپرست وړاندیز په خپل ځای ودروي.

د سویس حکومت دا ډول طرح او خبرونه تر اوسه نه دي تایید کړي.

دغه پخوانی افغان نظامي په دې باور دی چې یوازینی خلک چې د افغانانو له ډله ییز اخراج سره موافق دي طالبان دي ځکه دوی له بهر میشتو افغانانو وېره لري چې د طالبانو ظلمونه بیانوي.

رحمت الله نبیل: سویسي چارواکي باید سملاسي د هر ډول قومیت پر بنسټ اخراج رد کړي

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې په غبرګون کې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې ددغه هېواد چارواکي باید سمدلاسه د هر ډول قومیت پر بنسټ اخراج روښانه او رد کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې که د سویسي رسنیو رپوټونه رښتیا وي چې د قومیت پر بنسټ پناه غوښتونکي اخراجوي، نو دا به د ۱۹۵۱ کال د جینوا کنوانسیون، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اصولو او د بشري حقونو د نړیوالو حقونو څخه جدي سرغړونه وي.

نبیل وايي چې د قومیت پر بنسټ د پناه غوښتونکو اخراج په اړه د سویس د کډوالو ادارې طرح [نظر] د اروپا په تاریخ کې د ځینو تپو شیبو یادونه کوي، چې کله به یوازې هویت جرم و.

رحمت الله نبیل زیاتوي چې دا ډول قومي پروفایل کول په اخلاقي لحاظ د دفاع وړ نه دي او په قانوني توګه منع دي.

دغه پخوانی افغان چارواکی په دې باور دی، چې نن ورځ له هېواد څخه ډیری تښتیدلي کسان د افراطي رژیمونو قربانیان دي.

هغه ویلي چې له دوی سره بل ډول چلند کول غیر عادلانه، خطرناک دي، او په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتنې سیسټمونو لپاره یو ناوړه مثال جوړوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.

د سویس د کډوالو ادارې ویلي، چې دا یوازې مثالونه دي او د افغانستان په اړه صدق نه کوي.

رنګین دادفر سپنتا: د قومیت پر اساس د افغانانو اخراج ښکاره نژادپرستي ده

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتاد سویس د کډوالو اداره کې د هغې طرحې غندنه کړې چې له مخې یې د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندوینه شوې.

سپنتا د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دا پرېکړه نه یوازې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف ده، بلکې ښکاره نژادپرستي هم ده. هغه زیاته کړې، « زه دا پرېکړه په کلکو ټکو غندم».

د سویس دولت تر اوسه پورې داسې څه پرېکړه نه ده کړې، خو د دغه هېواد یوې رسنۍ ویلي، چې د کډوالو په اداره کې داسې یو وړاندیز شوی، چې له مخې یې پښتانه پناه غوښتونکي له طالبانو نه هغوی ته د کم خطر له امله، بېرته افغانستان ته واستول شي.

سپنتا زیاته کړې چې د طالبانو د استبدادي نظام قربانیان له قومي تعلیقاتو پرته د ملاتړ مستحق دي، « موږ باید د خپلو هیوادوالو دفاع وکړو».

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.

د سویس د کډوالو ادارې ویلي، چې دا یوازې مثالونه دي او د افغانستان په اړه داسې څه نشته.