کرزي د افغان شخصیتونو په نامه د پاکستاني توغندیو پر نومولو نیوکه کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان نه غوښتي، چې د وسلو او راکټونو پر ځای خپل علمي او فرهنګي مراکز د نوموتوافغان شخصیتونو په نامه ونوموي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان نه غوښتي، چې د وسلو او راکټونو پر ځای خپل علمي او فرهنګي مراکز د نوموتوافغان شخصیتونو په نامه ونوموي.
کرزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس پر دې چاره تاسف ښودلی او وايي، چې پاکستان یوځل بیا د «ابدالي» په نامه نومول شوی بالستیک توغندی ازمویلی او له دې مخکې یې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، خو دا چاره داسې مهال کوي، چې همدا اوس هلته له میشتو افغانانو سره بد او ځوروونکی چلند کیږي.
کرزی وايي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غیږه کې زیات شمیر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزان او پاچاهان روزلي چې نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کیږي.
کرزي له پاکستان نه د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د محترمانه او متمدنه اړیکو غوښتنه کړې او پر دغه هېواد یې غږ کړی، چې د وسلو او راکټونو پر ځای خپل علمي او فرهنګي مراکز د نوموتو افغان شخصیتونو په نامه ونوموي.
پاکستان له هند سره د تاوتریخوالي پر مهال وخت ناوخته د ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو توغندي ازمويي.
افغان پاچاهانو او امپراتورانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت پر هند او اوسني پاکستان واکمني کړې ده.


د هند د وچو مېوو سوداګرو ددغه هېواد له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان نه د وچو مېوو د وارداتو لپاره ځانګړی هوايي دهلېز رامنځته کړي.
د کشمیر په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته هند له پاکستان سره پولې او سوداګریزې لارې تړلې او دې چارې د وچو مېوو بیې هم لوړې کړې دي.
د هند د وچو او مغزي مېوو شورا (NDFCI) چې د دغه سکتور ستر واردوونکي او پروسس کوونکي پکې شامل دي، خبرداری ورکړی چې د اتاري-واګه پوله تړل شوې ده او له امله یې له افغانستان څخه د بادامو، مټکو، انځرو، مندتو، ممیزو او پېستې واردات بند شوي دي.
د شورا رییس ګنجن جین بیزنېس لاین ته ویلي، «افغانستان د لوړ کیفیت وچو مېوو لوی عرضه کوونکی دی او اوس چې دا پوله تړل شوې، موږ نه شو کولای چې دا محصولات وارد کړو».
نوموړي وړاندیز کړی، چې « حکومت دې یو هوايي دهلېز پرانیزي څو دا واردات دوام ومومي».
د وچو مېوو صنعت شنونکي وايي چې هند شاوخوا ۹۰ سلنه وچ انځر او شاوخوا نیمایي ممیز، مندتې او زعفران له افغانستان نه واردوي.
اوس چې دا لاره تړل شوې، د بیو زیاتوالی محسوس شوی.
د پېستې بیه تر ۲۰ سلنې پورې لوړه شوې او ۲۷۰۰هندي روپیو (نږدې ۳۲،۴۰ ډالرو) ته رسېدلې ده. ممیز چې له وړاندې د کم تولید له امله ګران شوي وو، اوس لا هم لوړ شوي دي.
د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس کنورجیت بجوا ویلي، «موږ مخکې هېڅکله دومره ستره ګډوډي نه وه لیدلې. که حکومت ژر اقدام ونه کړي، نو خلک به د بیو له لا لوړېدو سره مخ شي او هم به کمې وي».
د ایران د چابهار بندر له لارې د وارداتو بدیله لاره شته، خو د بانکي محدودیتونو او ترانسپورت امکاناتو له امله دا لاره هم ستونزې لري. ګنجن جین وايي، « د ایران له لارې سوداګرۍ پر وړاندې بانکي خنډونه لویه ستونزه ده».
شورا اټکل کوي چې افغانستان هر کال د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند ته صادروي.
اوس هڅې روانې دي چې له کابل څخه هند ته د سوداګریزو الوتنو لپاره یوه هوايي لاره جوړه شي، خو تر اوسه کومې نیټې ته اشاره نه ده شوې. سوداګر تمه لري چې دا پرېکړه د دیوالي او د ودونو له موسم مخکې وشي.

د رارسېدلو ویډیوګانو له مخې طالبانو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې دوه تنه تورن انسان تښتونکي نیولي او ډبولي دي. ځايي سرچینې وايی چې دا دوه کسان د دوو ماشومانو د تښتونې پرمهال ونیول شول.
د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن سې شنبه، د غويي ۱۶مه، وویل چې دا دوه کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.
په ترلاسه شويو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې وسله وال طالبان دوه نیول شوي شکمن کسان ډبوي.
تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تراوسه په رسمي ډول د نیول شویو شکمنو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

په ننګرهار کې یو افغان سوداګر د افغانستان په کچه د درې میلیونو ډالرو په لګښت یو نړیوال معیار لرونکی روغتیايي کمپلیکس جوړوي. د طالبانو د کرنې ریاست هم په خبرپاڼه کې منلې، چې خصوصي سکتور ته یې ۴.۵ جریبه ځمکه د روغتون لپاره په اجاره ورکړې ده.
افغان سوداګر هارون شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه روغتون د نړیوالو روغتیايي معیارونو پر بنسټ جوړیږي.
په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست رییس محمد ولي محسن وايي، روغتیایي کمپلیکس جوړوونکي افغان سوداګر سره یې په خپل دفتر کې د تاسیساتو جوړولو، اوسنیو تعمیراتو ساتلو او روغتیایي کمپلیکس پر مختلفو برخو خبرې وکړې.
طالبانو د دغه افغان سوداګر په حواله لیکلي چې هغه غواړی د درې میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت دافغانستان په کچه په نړیوال سټنډرډ برابر روغتیایي کمپلیکس جوړ کړي.
هارون شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« ما د خدای ج په مرسته او د خپلو خلکو د اړتیاوو په درک، هوډ کړی دی چې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه، د افغانستان په کچه یو نړیوال معیار لرونکی روغتیایي کمپلیکس جوړ کړم.»
هغه په دې باور دی چې دا روغتیايي کمپلیکس به په یوه کال کې بشپړ شي او دا به نه یوازې د موجوده روغتیایي خدماتو تشې ډکې کړي، بلکې هغه ناروغۍ به هم دلته تداوي شي چې تر اوسه یې ددرملنې لپاره افغانان بهر ته سفرونه کوي.
دغه افغان پانګوال وايي، چې په یاد کمپلیکس کې به د پرمختللو تجهیزاتو ترڅنګ، متخصص ډاکټران، عصري درملنه او نړیوال معیارونه مراعات شي.
دا روغتون په داسې حال کې جوړیږي، چې په هېواد کې دننه د پرمختللو روغتونونو او طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله افغانان اوس هم د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یوانډيپي (UNDP) له مشر سټیفن رودریک سره په خپل دفتر کې لیدلي.
د طالبانو ترواک لاندې باختر اژانس د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۶مه) راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روغتیايي مرکزونو د لا ښه فعالیت لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو جوړولو، د روغتیايي خدماتو پراخولو او د شفافیت اصولو پلي کېدو په اړه بحث کړی.
د جلالي په وینا، دا لیدنه د روغتیايي مرکزونو د غوره کولو، د ملاریا، توبرکلوز او HIV ناروغیو د مخنیوي او د خدماتو د ارزونې پر مهمو موضوعاتو ترسره شوې.
مولوي جلالي د یوانډيپي د همکاریو قدرداني ترڅنګ ویلي، چې د یاد سازمان ونډه په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو برابرولو، د ساري ناروغیو کنټرول او د لمریزې برېښنا سیستمونو جوړولو په برخه کې حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، چې شفافیت او حساب ورکول باید د ټولو روغتیايي خدماتو بنسټیز اصلونه وي.
بلخوا، دیوانډيپي مشر سټیفن رودریک ډاډ ورکړی چې دغه سازمان به د افغانستان له روغتیايي سېسټم سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او شفافیت به د دوی د همکارۍ اساسي اصل وي.
خو د طالبانو له هڅو سره-سره، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت له کبله خپل فعالیتونه را کم کړي او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې یو شمېر روغتونونه هم تړل شوي دي.
هممهاله اندېښنې څرګندې شوې، چې طالبان د روغتیایي سېسټم د چلولو توان نه لري او که ژر تر ژره نړیوالې مرستې ونه شي نو د روغتیا اوسنی ناورین به لا پسې پراخ شي.

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور له خوا د «منډهېر پارک» د جوړېدو پروژه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه. د کټواز ګروپ خصوصي شرکت مسوولان وايي، چې په دې پروژه کې به سلګونو کسانو ته کار پیدا شي او دا سیمه به د ټولو سهولتونو په لرلو سره په توریستي ځای بدله شي.
د پکتیا د غرونو په غېږ کې پرته ځاځي اریوب ولسوالي، چې طالبانو د هېواد ملي پارک نومولې، د خپلو ښکلیو منظرو، شنو درو او ځانګړي موسم له امله په دې وروستیو کې د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې.
هر کال له لرې او نږدې ځایونو ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان دې سیمې ته ځي، چې د اریوب غرنی فطرت او ارام چاپېریال تجربه کړي. خو له دې ټولو طبیعي ښېګڼو سره سره، تر اوسه په دې سیمه کې د سیلانیانو د اسانتیاوو، استوګنځایونو، سړکونو، لارښودو مرکزونو او نورو اساسي خدماتو په برخه کې هېڅ ډول بنسټیزه پانګونه نه ده شوې.
خو اوس، د خصوصي سکتور له لوري د «منډهېر پارک» په نوم د یوې سترې پروژې پیل د ځاځي اریوب راتلونکی بدلولای شي. دغه پارک طالبانو خصوصي سکتور ته د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ور کړی دی.
د کټواز ګروپ شرکت په ۲۰۰ میلیونه افغانیو دا پروژه پیل کړې، چې له مخې به یې په راتلونکو شپږو کلونو کې جومات، سړکونه، هوټلونه، معیاري استوګنځي، پارکینګ، برېښنا، د اوبو سیستم او نور ټول عصري سهولتونه جوړېږي.
د ترلاسه شو معلوماتو پر بنسټ، د شوي قرارداد له مخې به کټواز ګروپ په کال کې دوه میلیونه افغانۍ د طالبانو تر واک لاندې ادارو ته مالیه ورکوي.
د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه اوسېدونکي دغې پروژې ته خوښ دي.
د رحیم شاه په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي: « دا پروژه به نه یوازې زموږ د سیمې اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي».
نوموړی زیاتوي چې قراردادي شرکت باید خپلې ژمنې پر وخت پوره کړي، څو خلک نور هم باور پیدا کړي.
دا لومړی ځل دی، چې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور له خوا په دومره کچه پانګونه کېږي.
له دې وړاندې، د ځاځي اریوب دا زړهراښکونکې سیمه په اخترونو او نورو ځانګړو ورځو کې د سلګونو سیلانیانو کوربه وه، خو د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله سیلانیان له ستونزو سره مخ وو.