• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې یو افغان سوداګر د درې میلیونه ډالرو په لګښت روغتون جوړوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

په ننګرهار کې یو افغان سوداګر د افغانستان په کچه د درې میلیونو ډالرو په لګښت یو نړیوال معیار لرونکی روغتیايي کمپلیکس جوړوي. د طالبانو د کرنې ریاست هم په خبرپاڼه کې منلې، چې خصوصي سکتور ته یې ۴.۵ جریبه ځمکه د روغتون لپاره په اجاره ورکړې ده.

افغان سوداګر هارون شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه روغتون د نړیوالو روغتیايي معیارونو پر بنسټ جوړیږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست رییس محمد ولي محسن وايي، روغتیایي کمپلیکس جوړوونکي افغان سوداګر سره یې په خپل دفتر کې د تاسیساتو جوړولو، اوسنیو تعمیراتو ساتلو او روغتیایي کمپلیکس پر مختلفو برخو خبرې وکړې.

طالبانو د دغه افغان سوداګر په حواله لیکلي چې هغه غواړی د درې میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت دافغانستان په کچه په نړیوال سټنډرډ برابر روغتیایي کمپلیکس جوړ کړي.

هارون شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« ما د خدای ج په مرسته او د خپلو خلکو د اړتیاوو په درک، هوډ کړی دی چې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه، د افغانستان په کچه یو نړیوال معیار لرونکی روغتیایي کمپلیکس جوړ کړم.»

هغه په دې باور دی چې دا روغتیايي کمپلیکس به په یوه کال کې بشپړ شي او دا به نه یوازې د موجوده روغتیایي خدماتو تشې ډکې کړي، بلکې هغه ناروغۍ به هم دلته تداوي شي چې تر اوسه یې ددرملنې لپاره افغانان بهر ته سفرونه کوي.

دغه افغان پانګوال وايي، چې په یاد کمپلیکس کې به د پرمختللو تجهیزاتو ترڅنګ، متخصص ډاکټران، عصري درملنه او نړیوال معیارونه مراعات شي.

دا روغتون په داسې حال کې جوړیږي، چې په هېواد کې دننه د پرمختللو روغتونونو او طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله افغانان اوس هم د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د یو‌ان‌ډي‌پي له مشر سره د روغتیايي خدماتو پر همغږۍ خبرې کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو‌ان‌ډي‌پي (UNDP) له مشر سټیفن رودریک سره په خپل دفتر کې لیدلي.

د طالبانو ترواک لاندې باختر اژانس د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۶مه) راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روغتیايي مرکزونو د لا ښه فعالیت لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو جوړولو، د روغتیايي خدماتو پراخولو او د شفافیت اصولو پلي کېدو په اړه بحث کړی.

د جلالي په وینا، دا لیدنه د روغتیايي مرکزونو د غوره کولو، د ملاریا، توبرکلوز او HIV ناروغیو د مخنیوي او د خدماتو د ارزونې پر مهمو موضوعاتو ترسره شوې.

مولوي جلالي د یو‌ان‌ډي‌پي د همکاریو قدرداني ترڅنګ ویلي، چې د یاد سازمان ونډه په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو برابرولو، د ساري ناروغیو کنټرول او د لمریزې برېښنا سیستمونو جوړولو په برخه کې حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، چې شفافیت او حساب ورکول باید د ټولو روغتیايي خدماتو بنسټیز اصلونه وي.

بل‌خوا، دیو‌ان‌ډي‌پي مشر سټیفن رودریک ډاډ ورکړی چې دغه سازمان به د افغانستان له روغتیايي سېسټم سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او شفافیت به د دوی د همکارۍ اساسي اصل وي.

خو د طالبانو له هڅو سره-سره، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت له کبله خپل فعالیتونه را کم کړي‌ او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې یو شمېر روغتونونه هم تړل شوي دي.

هم‌مهاله اندېښنې څرګندې شوې، چې طالبان د روغتیایي سېسټم د چلولو توان نه لري او که ژر تر ژره نړیوالې مرستې ونه شي نو د روغتیا اوسنی ناورین به لا پسې پراخ شي.

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د «منډهېر پارک» د جوړېدو کار پيل شوی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور له خوا د «منډهېر پارک» د جوړېدو پروژه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه. د کټواز ګروپ خصوصي شرکت مسوولان وايي، چې په دې پروژه کې به سلګونو کسانو ته کار پیدا شي او دا سیمه به د ټولو سهولتونو په لرلو سره په توریستي ځای بدله شي.

د پکتیا د غرونو په غېږ کې پرته ځاځي اریوب ولسوالي، چې طالبانو د هېواد ملي پارک نومولې، د خپلو ښکلیو منظرو، شنو درو او ځانګړي موسم له امله په دې وروستیو کې د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې.

هر کال له لرې او نږدې ځایونو ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان دې سیمې ته ځي، چې د اریوب غرنی فطرت او ارام چاپېریال تجربه کړي. خو له دې ټولو طبیعي ښېګڼو سره سره، تر اوسه په دې سیمه کې د سیلانیانو د اسانتیاوو، استوګنځایونو، سړکونو، لارښودو مرکزونو او نورو اساسي خدماتو په برخه کې هېڅ ډول بنسټیزه پانګونه نه ده شوې.

خو اوس، د خصوصي سکتور له لوري د «منډهېر پارک» په نوم د یوې سترې پروژې پیل د ځاځي اریوب راتلونکی بدلولای شي. دغه پارک طالبانو خصوصي سکتور ته د ۱۲ کلونو لپاره په قرارداد ور کړی دی.

د کټواز ګروپ شرکت په ۲۰۰ میلیونه افغانیو دا پروژه پیل کړې، چې له مخې به یې په راتلونکو شپږو کلونو کې جومات، سړکونه، هوټلونه، معیاري استوګنځي، پارکینګ، برېښنا، د اوبو سیستم او نور ټول عصري سهولتونه جوړېږي.

د ترلاسه شو معلوماتو پر بنسټ، د شوي قرارداد له مخې به کټواز ګروپ په کال کې دوه میلیونه افغانۍ د طالبانو تر واک لاندې ادارو ته مالیه ورکوي.

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه اوسېدونکي دغې پروژې ته خوښ دي.

د رحیم شاه په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي: « دا پروژه به نه یوازې زموږ د سیمې اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي».

نوموړی زیاتوي چې قراردادي شرکت باید خپلې ژمنې پر وخت پوره کړي، څو خلک نور هم باور پیدا کړي.

دا لومړی ځل دی، چې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور له خوا په دومره کچه پانګونه کېږي.

له دې وړاندې، د ځاځي اریوب دا زړه‌راښکونکې سیمه په اخترونو او نورو ځانګړو ورځو کې د سلګونو سیلانیانو کوربه وه، خو د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله سیلانیان له ستونزو سره مخ وو.

د خپل افغان مېړه په خاطر؛ پېښور ستره محکمه کې یوې مېرمنې د افغانانو د شړلو پالیسي ننګولې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د پيښور سترې محکمې د افغان کډوالو د شړلو پاليسۍ پر ضد د یوې ځايي مېرمنې غوښتنلیک اورېدلی، چې غوښتنه پکې شوې ددې افغان خاوند ته دې د پاکستان پېژند کارت (POC) جاري شي. د نوموړې وکیل د افغانانو د شړلو اوسنۍ پالیسي غیر قانوني ګڼلې ده.

دغه عريضه د قاضي وقار احمد او قاضي اورنګزيب خان له خوا اورېدل شوې.

د غوښتنلیک ور کوونکې مېرمنې وکيل اجمل خان مومند محکمې ته وويل چې د هغه موکله د مردان د تخت بهایي اوسېدونکې ده او خاوند یې طارق خان افغان دی.

دغه جوړه څلور ماشومان لري او اوس د حکومت د شړلو پاليسۍ له مخې د عريضه کوونکې خاوند د ايستلو له خطر سره مخ دی.

وکيل دا هم وويل چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو افغانانو شړل غير قانوني دي او د هغو لپاره روښانه قانوني تګلاره نشته.

نوموړي زياته کړه چې ډېر افغان کډوال په پاکستان کې له خلکو سره ژورې اړيکې لري، لکه ودونه، کاروبارونه او جایدادونه، چې د حکومت په اوسنۍ پالیسي کې ورته هيڅ پام نه کیږي.

وکيل خبرداری ورکړ چې که د عريضه کوونکې مېرمنې خاوند شړل کېږي، نو ماشومان به د خپل پلار له پاملرنې بې‌برخې شي.

د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، په عريضه کې غوښتنه شوې چې محکمه دې نادرا یاد پاکستان د ثبت او احصایې ادارې ته امر وکړي چې د عريضه کوونکې خاوند ته د پاکستان اصل کارت (POC) جاري کړي او د شړلو پالیسي بې‌اعتباره اعلان کړي.

له لومړنيو استدلالونو وروسته، د پېښور محکمې له فدرالي حکومت او نادرا څخه د لیکلي ځواب غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د هرات والي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۱

په هرات ولایت کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په رسمي سفر تللی دی د هرات ولایت د رسنیو څانګه وایي، چې طالب والي به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د اقتصادي اړیکو په پراختیا به خبرې ورسره وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د ترکمنستان هېواد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو عملي کول دي.

بلخوا په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د نورو موخه سربېره د دغه سفر اساسي موخه د ټاپې پروژې تعقبیول هم دي.

‏د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو په ګډه د هرات په ولایت کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه، دا مرکز به د روسیې تېل اسیایي بازارونو ته د انتقال لپاره د افغانستان لارې کارولو په موخه جوړ شي.

اوچا: د افغانستان د بشري مرستو صندوق تېر کال ۷۴ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، چې د افغانستان بشري مرستو صندوق تیر ۲۰۲۴ کال ۷۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي. اوچا تیره ورځ دوشنبه د افغانستان د بشري مرستو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د مرستو دغه صندوق سره په ۲۰۲۴ کال کې بیلابیلو هېوادونو ۷۴ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د اوچا د دغه تازه راپور له مخې، د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په منځ کې، هالنډ ترټولو لویه ونډه لرله.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې روښانه کړې، چې دا مرستې د کال په اوږدو کې په څلورو مرحلو کې د افغانستان بشري مرستو صندوق ته رسیدلې دي.

اوچا، په داسې حال کې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بشري مرستو صندوق سره د شویو مرستو په اړه خپل راپور خپروي، چې د افغانستان ډیری وګړي له بې کارۍ او پراخې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) د راپور له مخې، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۹۷ سلنې څخه زیاته شوې ده. سربېره پردې، ۹۰ سلنه ښځې له کار څخه محرومې، او یوازې ۷ سلنه یې تیر کال له کوره بهر کار کاوه.