هند ښایي پاکستان کې نور ترهګریز کمپونه هم هدف وګرځوي


هندي رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې هند ښایي د سندور ۲.۱ عملیاتو په نوم پاکستان کې د ترهګرو نور کمپونه هدف وګرځوي.
هندي رسنۍ د بېړنۍ خبر تر سرلیک لاندې لیکلي: «د سندرو ۲.۱ عملیات ډېر ژر پیلېدونکي دي؟»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، که هند جګړې ته دوام ورکړي ښایي اټومي جګړه پیل شي.
بلخوا د پاکستان له ځینو سیمو راپورونه ښیي، چې حکومت له خلکو غوښتي ترڅو خپلو کورونو ته ولاړ شي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

رویټرز په خپل یوه ځانګړي راپور کې د درې لوړ پوړو امریکايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا حکومت پلان لري، چې ډیر ژر یو شمېر کډوال د پوځي الوتنو له لارې لېبیا ته وشړي، خو تر اوسه لا د یادو کډوالو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ښايي د امریکا حکومت دغه پلان د چار شنبې په ورځ عملي کړي، خو د دې امکان هم شته چې دا پلان بدل شي.
په ورته مهال د امریکا دفاع وزارت لیبیا ته د کډوالو د شړلو د پلان په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ او د کورنیو چارو وزارت هم د یادې موضوع په اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:« موږ له نورو حکومتونو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو جزییات نه افشا کوو.»
د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې تر اوسه لا دا نه ده په ډاګه شوې، چې لیبیا ته لیږدول کېدونکي کسان د کومو هېوادونو تابعیت لري او په دې اړه د امریکا او لیبیا ترمنځ د کوم رسمي تړون په اړه هم جزئیات نه دي ورکول شوي.
ټرمپ، چې د کډوالۍ موضوع یې د خپل ټاکنیز کمپاین یوه مهمه برخه کړې وه، له ولسمشر کېدو وروسته پر کډوالو سخت فشارونه پیل کړل. د راپورونو له مخې، تر تیرې دوشنبې پورې د ټرمپ ادارې ۱۵۲ زره کسان له امریکا څخه ایستلي دي.
د ټرمپ اداره هڅه کوي، چې کډوال په داوطلبانه توګه له هېواده وباسي او د نه وتلو په صورت کې هغوی ته د جریمو، قانوني حیثیت ختمولو، او ان خطرناکو زندانونو ته د شړلو ګواښونه هم شوی دي.
پر همدغه مهال د ختیزې او لویدیزې لیبیا حکومتونو د یادې موضوع په اړه ناخبري ښودلې ده.
یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ اداره له څو اونیو راهیسې د هغو هېوادونو په اړه ارزونه کوي، چې د کډوالو ورشړلو لپاره چمتووالی لري او لیبیا هم د یادو هېوادونو په نوملړ کې ده.
لیبیا ته د کډوالو د شړلو راپورونه په داسې حال کې ورکول شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل وروستي راپور کې د لیبیا زندانونه د ژوند له پلوه ګواښونکي او د بې بنسټه نیولو ځایونه بللي دي.
په ورته مهال امریکا خپل وګړي لیبیا ته له سفر کولو هم منع کړي دي.
د طالبانو اقتصادي کمېسیون د کرنې د پراختیا او کروندګرو د ملاتړ په موخه په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید کړې.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید شوې چې په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړیږي او کروندګرو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.
د طالبانو اقتصادي کمېسیون د دغې ډلې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي، لبنیاتو او نباتي غوړیو تولید او د ځان بسیاینې پالیسي تر ارزونې وروسته تایید کړې دي.
په خبرپاڼې کې ویل شوي، چې افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او د یادې طرحې په عملي کولو سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پرځان بسیا شي.
طالبان وايي، په هېواد کې د چرګانو ۱۴زره فعال فارمونه شته، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکې ۳۰۰زره کسان په کار بوخت دي.
طالبانو ویلي، د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحې له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم او لمر ګل نباتات کرل کیږي.
طالبان په دې باور دې چې د یادې طرحې د لومړۍ برخې په عملي کولو سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره شي.
ځايي سرچینو په تخار ولایت کې خبر ورکړی چې طالبانو سید منیر هدف، د تصویر اونیزې مسوول او د تخار د ملي ژورنالیستانو اتحادیې رییس، اسدالله تیمور سیمهییز خبریال او نصرتالله ابراهیمي د اریانا نیوز خبریال نیولي دي. د سرچینو په وینا، یاد خبریالان د طالبانو له خوا شکنجه شوي دي.
ځايي سرچینو د چارشنبې په ورځ، د غويي۱۷مه، خبر ورکړی چې د طالبانو ځواکونو دغه خبریالان دوه ورځې وړاندې نیولي او زندان ته یې انتقال کړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، اسدالله تیمور له یوه خیاط سره تر لفظي شخړې وروسته، د وسلې په زور ګواښل شوی و. هغه دا موضوع د ټولنیزو رسنیو له لارې رسنیزه کړه. د سرچینو په وینا، یاد خیاط د طالبانو د استخباراتو د رییس خیاط بلل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د استخباراتو د رییس په امر د طالبانو جنایي مدیریت دغه خبریال ونیوه او تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې یې راوستی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر دې پېښې وروسته، لومړی سید منیر هدف او بیا نصرتالله ابراهیمي د اسدالله تیمور د خلاصون لپاره د طالبانو ادارو ته ورغلل، خو هغوی هم ونیول شول.
سرچینې وایي چې درې واړه کسان د طالبانو په جنایي مدیریت کې تر شکنجې لاندې راغلي او ښایي چې دوسیې یې د استخباراتو ادارې ته ولیږل شي.
طالبانو څو ځله ادعا کړې چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو د بښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان د خبریالانو او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ډلبندۍ له مخې، افغانستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او په ۱۷۵مه درجه کې ځای لري.
د جرمني نوي لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «موږ د تیرې شپې په اوږدو کې د دواړو اتومي ځواکونو، هند او پاکستان ترمنځ نښتې ته له اندېښنې سره ګورو».
میرڅ د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې اوس تر هر وخت زیات، د سړو اعصابو، زغم او عقلانیت اړتیا ده.
هغه وايي، « هیڅ لوری باید د شخړې د لا زیاتېدو لېوال نه وي».
میرڅ د فرانسې په سفر بوخت دی او ټاکل شوې له پاریس نه پولنډ ته لاړ شي، چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، اوکراین جګړې ا د کډوالو پر مسایلو خبرې اترې وکړي.
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رییس وروستۍ څرګندونې ماشومانه وبللې. عبدالله خنجاني ویلي، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او ټرمپ باید له طالبانو سره پرې ونه غږیږي.
حبیب الرحمان حکمتیار د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې « ملي، د مولۍ ارزښت نه لري، خو بګرام په ګرام پلوري».
حکمتیار وايي، چې « جهل او جهاد یې سره ګډ کړی او نه استقلال ارزښت لري او نه د ملت اراده».
د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او امریکا باید ددې اډې ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره ونه غږیږي.
د حکمتیار زوی وايي، « فکر کوي، چې امریکا د پېرنې میز ته ناسته ده او ګوري چې څوک کم قیمت وايي».
د حکمتیار د زوی په وینا، دا ښيي چې له خپل هېوادوال سره په مخالفت کې د ارزښتونو پلورل او پر حاکمیت معامله ددوی له نظره څومره اسانه ده.
د حبیب الرحمان حکمتیار څرګندونې ظاهرا د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر د رییس په غبرګون کې دي. خنجاني ویلي، چې د ترهګرو موجودیت، بګرام اډې ته د امریکا بېرته ستنېدل ناشوني کوي.