د جرمني نوي لومړي وزیر هند او پاکستان په سړو اعصابو خبرو ته وهڅول

د جرمني نوي لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «موږ د تیرې شپې په اوږدو کې د دواړو اتومي ځواکونو، هند او پاکستان ترمنځ نښتې ته له اندېښنې سره ګورو».
میرڅ د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې اوس تر هر وخت زیات، د سړو اعصابو، زغم او عقلانیت اړتیا ده.
هغه وايي، « هیڅ لوری باید د شخړې د لا زیاتېدو لېوال نه وي».
میرڅ د فرانسې په سفر بوخت دی او ټاکل شوې له پاریس نه پولنډ ته لاړ شي، چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، اوکراین جګړې ا د کډوالو پر مسایلو خبرې اترې وکړي.
