د پاکستان د دفاع وزیر: که هند اوربند ته چمتو وي موږ هم تیار یو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که هند خپل پوځي عملیات بند کړي؛ نو اسلاماباد هم د اوربند لپاره امادګي لري. هغه زیاته کړې، چې دا تازه تاوتریخوالی د هند له لوري پیل شوی او پاکستان یوازې غبرګون ښودلی دی.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې هند د "سندور عملیاتو" په نوم یو پراخ برید پیل کړ، چې د راپورونو له مخې، د پاکستان د پنجاب څلور او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر پنځه سیمې یې په نښه کړې دي.
هند دا عملیات د مقبوضه کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوه ترهګریز برید وروسته پیل کړي، چې پکې ۲۶ تنه وژل شوي وو.
خواجه اصف بلومبرګ خبري اژانس ته ویلي: "دا هر څه هند پيل کړي دي، که دوی تیار وي چې شاتګ وکړي، موږ غبرګون ښودلی نه پیل.»
هند تر اوسه په رسمي ډول د پاکستان دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د "سندور عملیاتو" موخه د ترهګرو ځالې له منځه وړل بلل شوې ده.
