شهباز شریف: د هند برید ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او پنځه الوتکې مو ورنسکورې کړې

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په ملي شورا کې د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د هند د تېرې شپې برید ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او د هند پنځه الوتکې یې رانسکورې کړې. نوموړی وايي، هېواد یې په پهلګام برید کې لاس نه درلود، خو هند یې غچ له بې ګناه پاکستانیانو واخیست.
