پاکستاني پوځ د کنټرول کرښې پر ایل او سي د هند یوه پوسته ویجاړه کړې

پاکستاني پوځ د کنټرول کرښې (ایل او سی) پر اوږدو کې د هند پر «سري ټاپ» پوستې برید کړی او لهمنځه یې وړې ده.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د امنیتي سرچینو په وینا لیکلي، چې د ایل او سی پر اوږدو د هندي پوځ پر وړاندې غبرګون روان دی او پاکستاني پوځ د هندي تېري ځواب په پوره شدت سره ورکوي.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا تازه عملیات د هندي پوځ د پرلهپسې پاروونکو کړنو او ډزو په ځواب کې ترسره شوي دي. سرچینې وایي، د پاکستان پوځ د برید وروسته د هند پوځیان له موقعیتونو وتلي دي.
په ورته وخت کې، سیمهييزې سرچینې وايي چې د ګولیو د تبادلې له امله د ملکي خلکو ژوند ته هم خطر پېښ دی، خو تر اوسه د ولسي وګړو د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
