• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړی وزیر په لومړني بهرني سفر فرانسې ته لاړ

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ له ټاکل کېدو وروسته پر لومړۍ ورځ فرانسې ته لاړ او غواړي له پاریس نه پولنډ ته لاړ شي. میرڅ پر خپل اېکس ولیکل، « زما لومړنی سفر د صدراعظم په توګه زموږ دوو ستر ګاونډیانو ته دی: فرانسې او پولنډ ته».

هغه ټینګار کړی، چې جرمنی یو ځل بیا د نړیوالو مسوولیتونو منلو ته چمتو دی، خو دا کار به په متوازن او همکارانه بڼه ترسره کړي.

میرڅ د پاریس پر لور په الوتکه کې خبریالانو ته وویل: « زما هدف دا نه دی چې کوم مشخص تصمیمونه ونیسو، بلکې غواړم دننه او بهر ته یو سیاسي پیغام واستوم چې دا یو نوی پیل دی». میرڅ وویل چې دواړه هېوادونه «د ده لپاره ډېر ارزښت لري».

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د میرڅ تود هرکلی کړی او دواړو مشرانو په ایلیزه ماڼۍ کې سره کتلي.

له میرڅ سره د بهرنیو چارو وزیر ویډفول هم ملګری دی.

میرڅ به له فرانسې وروسته پولنډ ته لاړ شي، چې له لومړی وزیر دونالد توسک سره د اوکراین جګړې او غیرقانوني مهاجرت پر موضوعاتو خبرې وکړي.

میرڅ مخکې ویلي و چې غواړي د جرمني پر پولو کنټرول سخت کړي او ناقانونه کډوال بېرته واړوي.

له بلې خوا، روسیه د میرڅ ټاکل کېدو سره اړیکو ته هیله منه نه ښکاري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، د جرمني سیاستوالو له خوا د روس ضد څرګندونو ته په کتو، د اړیکو د ښه کېدو تمه نه شي کېدای.

په ورته وخت کې، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ صدراعظم میرڅ ته د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویلي یې دي چې چین او جرمنی باید خپلو اقتصادي همکاریو ته لا وده ورکړي او نړیوال اقتصاد یو ځای پیاوړی کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

روسیې د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي پوځي کړکېچ په اړه ژور اندېښمن دي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم نه کار واخلي او اختلافات د سولې له لارې حل کړي.

د روسیې دولتي رسنۍ د راپور له مخې، روسیې دغه دریځ د یوې رسمي اعلامیې له لارې څرګند کړی دی. په اعلامیه کې راغلي: «روسیه د ترهګرۍ هر ډول عملونه په کلکه غندي، د هغې پر هر ډول بڼه مخالفت کوي او ټینګار کوي چې د دې شر پر وړاندې باید نړۍواله ټولنه ګډ اقدام وکړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ شته اختلافات د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو حل شي.

اعلامیه زیاتوي:«روسیه د هر ډول دوه‌اړخیزې حل‌لار ملاتړ کوي.»

روسیه له اوږدې مودې راهیسې د هند یو نږدې متحد بلل کېږي، خو له پاکستان سره یې هم متوازنې او دوستانه اړیکې ساتلې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د دواړو اټومي قدرت لرونکو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، او نړۍوالو اندېښنه داده چې ښایي دا وضعیت د پراخې نښتې لامل شي.

دغه اختلافات وروسته له هغه زیات شوي، چې هند د «سندور عملیاتو» په نوم یو پراخ برید پیل کړ، چې د راپورونو له مخې، د پاکستان د پنجاب څلور ځایونه او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر پنځه سیمې یې په نښه کړې دي.

هند دا عملیات تر خپلې ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوه ترهګریز برید وروسته پیل کړي، چې پکې ۲۶ تنه وژل شوي وو.

د سوریې ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره ګوري

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د سوریې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه په پاریس کې د خپل لومړي اروپايي سفر پر مهال له فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون سره خبرې کوي، چې د خپل جګړه ځپلې هیواد د ثبات لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

الشرع چې د بشار اسد له حکومت وروسته د سوریې مشر ټاکل شوی، له ملګرو ملتونو د سفر لپاره معافیت ترلاسه کړی.

د فرانسې چارواکو وویل، چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې به په هغو موضوعاتو باندې متمرکزې وي چې د سوریې حاکمیت او امنیت، د اقلیتونو د ساتنې تدابیر او له اسلامي دولت (داعش) سره د مبارزې هڅې او د بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ همغږۍ پکې شاملې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وویل: « موږ یو تش چک نه لرو او موږ به د عمل پراساس هغه و ارزوو».

هغه زیاته کړه، چې پاریس غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې سوریه د ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره او له داعش سره د مبارزې لپاره هوډ لري.

د بریتانیا د ښي اړخي ګوند مشر خبرداری: د بریتانیا په سړکونو کې ګډوډۍ ته چمتو اوسئ

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د بریتانیا د ښي اړخي ګوند بریتانیا فرسټ مشر پاول ګولډینګ د پاکستان د ترهګریزو مرکزونو پر ضد د هند له هوايي برید وروسته د بریتانیا پر سړکونو د ګډوډۍ خبرداری ورکړی.

ګولډینګ، چې په پاکستان ضد څرګندونو پېژندل کېږي، دغه خبرداری د چهارشنبې په سهار پر خواله رسنیو خپور کړ، چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی.

ځینو پوښتنه کړې چې بریتانیا د دې برید سره څه تړاو لري، خو هغه دا انتقادونه د « سندور عملیاتو» په اړه له طنز ډکو ټویټونو سره سره ځواب کړی.

بریتانیا د پاکستاني او هندي کډوالو کوربه هېواد دی، چې شاوخوا ۱.۸ میلیونه پاکستانیان او ۱.۹ میلیونه هندیان پکې ژوند کوي.

په دې وروستیو کلونو کې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي تاوتریخوالي د بریتانیا په ښارونو لکه لندن، لیسټر او برمنګهم کې د دواړو ډلو ترمنځ شخړو ته لاره هواره کړې ده.

پاکستان خپل پوځ ته پر هند د ځوابي برید واک ور کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې (NSC) د چارشنبې په ورځ پوځ ته اجازه ورکړې چې د هند د هوایي بریدونو ځواب لپاره خپل وخت، ځای او طریقه وټاکي او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپلې دفاع حق خوندي وساتي.

د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، غه پرېکړه د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د یوې فوق‌العاده غونډې په ترڅ کې شوې چې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام‌اباد کې جوړه شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا بریدونه «بې‌دلیله، بزدلانه او د ناقانونه جګړې اعمال» دی.

پاکستان د هند ادعاوې، چې ګواکې د ترهګرو کمپونه په پاکستان کې موجود دي، رد کړې دي.

صوفیه قریشي او ومېکا سېنګ هغه دوه قوماندانانې دي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پرغاړه وه

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

مسلمانه صوفیه قریشي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پر غاړه لرله، رسنیو ته ویلي: «د تېرې شپې بریدونو کې له ترهګریزو مرکزونو پرته نه کومه نظامي اډه په نښه شوې او نه هم په کې ملکیانو ته زیان اوښتی دی.»

قوماندانې قریشي زیاته کړې، د نورو اتو په نښه شویو موخو ترڅنک مو د لشکر طبیه ترهګرې ډلې مرکز په نښه کړی.

دغه مرکز له سرحدي کرښې څخه ۳۰ کیلومټره وړاندې پروت دی.

د ۲۰ اپریل ۲۰۲۳ کال په ترهکریزو بریدونو او ۹ د جون ۲۰۲۴ کال د مذهبي وکړو پر موتړ بریدکونکي ترهګر په همدغه مرکز کې روزل شوي وو.