• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره ګوري

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د سوریې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه په پاریس کې د خپل لومړي اروپايي سفر پر مهال له فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون سره خبرې کوي، چې د خپل جګړه ځپلې هیواد د ثبات لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

الشرع چې د بشار اسد له حکومت وروسته د سوریې مشر ټاکل شوی، له ملګرو ملتونو د سفر لپاره معافیت ترلاسه کړی.

د فرانسې چارواکو وویل، چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې به په هغو موضوعاتو باندې متمرکزې وي چې د سوریې حاکمیت او امنیت، د اقلیتونو د ساتنې تدابیر او له اسلامي دولت (داعش) سره د مبارزې هڅې او د بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ همغږۍ پکې شاملې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وویل: « موږ یو تش چک نه لرو او موږ به د عمل پراساس هغه و ارزوو».

هغه زیاته کړه، چې پاریس غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې سوریه د ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره او له داعش سره د مبارزې لپاره هوډ لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بریتانیا د ښي اړخي ګوند مشر خبرداری: د بریتانیا په سړکونو کې ګډوډۍ ته چمتو اوسئ

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د بریتانیا د ښي اړخي ګوند بریتانیا فرسټ مشر پاول ګولډینګ د پاکستان د ترهګریزو مرکزونو پر ضد د هند له هوايي برید وروسته د بریتانیا پر سړکونو د ګډوډۍ خبرداری ورکړی.

ګولډینګ، چې په پاکستان ضد څرګندونو پېژندل کېږي، دغه خبرداری د چهارشنبې په سهار پر خواله رسنیو خپور کړ، چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی.

ځینو پوښتنه کړې چې بریتانیا د دې برید سره څه تړاو لري، خو هغه دا انتقادونه د « سندور عملیاتو» په اړه له طنز ډکو ټویټونو سره سره ځواب کړی.

بریتانیا د پاکستاني او هندي کډوالو کوربه هېواد دی، چې شاوخوا ۱.۸ میلیونه پاکستانیان او ۱.۹ میلیونه هندیان پکې ژوند کوي.

په دې وروستیو کلونو کې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي تاوتریخوالي د بریتانیا په ښارونو لکه لندن، لیسټر او برمنګهم کې د دواړو ډلو ترمنځ شخړو ته لاره هواره کړې ده.

پاکستان خپل پوځ ته پر هند د ځوابي برید واک ور کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې (NSC) د چارشنبې په ورځ پوځ ته اجازه ورکړې چې د هند د هوایي بریدونو ځواب لپاره خپل وخت، ځای او طریقه وټاکي او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپلې دفاع حق خوندي وساتي.

د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، غه پرېکړه د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د یوې فوق‌العاده غونډې په ترڅ کې شوې چې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام‌اباد کې جوړه شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا بریدونه «بې‌دلیله، بزدلانه او د ناقانونه جګړې اعمال» دی.

پاکستان د هند ادعاوې، چې ګواکې د ترهګرو کمپونه په پاکستان کې موجود دي، رد کړې دي.

صوفیه قریشي او ومېکا سېنګ هغه دوه قوماندانانې دي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پرغاړه وه

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

مسلمانه صوفیه قریشي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پر غاړه لرله، رسنیو ته ویلي: «د تېرې شپې بریدونو کې له ترهګریزو مرکزونو پرته نه کومه نظامي اډه په نښه شوې او نه هم په کې ملکیانو ته زیان اوښتی دی.»

قوماندانې قریشي زیاته کړې، د نورو اتو په نښه شویو موخو ترڅنک مو د لشکر طبیه ترهګرې ډلې مرکز په نښه کړی.

دغه مرکز له سرحدي کرښې څخه ۳۰ کیلومټره وړاندې پروت دی.

د ۲۰ اپریل ۲۰۲۳ کال په ترهکریزو بریدونو او ۹ د جون ۲۰۲۴ کال د مذهبي وکړو پر موتړ بریدکونکي ترهګر په همدغه مرکز کې روزل شوي وو.

د جیش محمد ډلې مشر د هند په بریدونو کې د خپلې کورنۍ د ۱۰ غړو وژل کېدو پخلی کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر خبر ورکړی، چې د پاکستان په بهاولپور کې د هند په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون د کورنۍ لس غړي او ۴ ملګري یې وژل شوي دي.

د جیش محمد ډلې مشرمسعود اظهر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بهاولپور ښار کې پر سبحان‌الله مرکز برید کې دده د کورنۍ لس تنه غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي.

اظهر وايي، دده مشره خور او د هغې مېړه، دوه ورېرونه، ورېندار او د کورنۍ پنځه ماشومان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

هغه ویلی، «د نرېندرا مودي ظلم له ټولو پولو واوښت، له دې وروسته دې هیڅوک د رحم تمه نه کوي.»

هندو ورځپاڼه: جمو او کشمیر کې د هند درې پوځي جیټ الوتکې غورځېدلې دي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د هندوستان هندو ورځپاڼې د یوه هندي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې د هند درې جنګي جیټ الوتکې پر پاکستان له بریدونو وروسته په جمو او کشمیر کې غورځېدلی دي. په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې الوتکې په توغندیو غورځېدلې او که کومې تخنیکي ستونزې لرلې.

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ورځپاڼې ته یوه هندي چارواکي ویلي چې له برید وروسته لږ تر لږه درې هندي جیټ الوتکې د جمو او کشمیر په اخنور، رامبان او پامپور سیمو کې لوېدلي دي.

هندو ورځپاڼې دغه خبر په خپله ایکس پاڼه خپور او وروسته بیرته له پاڼې لرې کړی دی.

100%

دغې هندي ورځپاڼې د الوتکو د لوېدلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.