په هند او پاکستان کې نږدې ۵۵۰ الوتنې لغوه شوې دي

له وروستیو هوايي بریدونو وروسته، په هند او پاکستان کې نږدې ۵۵۰ ټاکل شوې الوتنې لغوه شوې دي.
د الوتنو د تعقیب نړۍوالو خدمات Flightradar24 د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د ټولو ټاکل شوو تجارتي الوتنو ۱۶ سلنه او په هند کې ۳ سلنه لغوه شوې دي.
یاد راپور زیاتوي چې یوازې په پاکستان کې ۱۳۵ الوتنې او په هند کې ۴۱۷ الوتنې لغوه شوې دي.
د الوتنو د لغوه کېدو دا لړۍ د سیمهییزې کشالې له امله پیل شوې، چې د سیمې پر هوايي تګ راتګ یې ژور اغېز کړی.
