د هند او پاکستان کړکېچ؛ فرانسې له دواړو هېوادونو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروټ ویلي، چې د ترهګرۍ پر ضد د ځان د دفاع لپاره د هند اقدام درک کوي او له پاکستان او هند څخه غواړي چې له زغم کار واخلي. هغه زیاته کړې چې دواړه هېوادونه دې د کړکېچ له پراخیدو ډډه وکړي.
نویل باروټ پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې هند د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه ترسره کړل.
د هند حکومت ادعا کوي چې دغه بریدونه د ترهګریزو ډلو پر ضد ترسره شوي، خو پاکستان دا بریدونه "بزدلانه حملې" بولي او وايي، چې په مناسب وخت او ځای کې به ورته مناسب ځواب ورکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «موږ د ترهګرۍ پر ضد د ځان د دفاع لپاره د هند غوښتنه درک کوو، خو موږ په ښکاره ډول له دواړو هېوادونو (هند او پاکستان) غواړو چې له زغم کار واخلي، د کړکېچ له پراخېدو ډډه وکړي او البته چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.»
د سیمې څارونکي او نړۍوال سیاستوال اندېښنه لري چې که دواړه اټومي ځواکونه له سیاسي حل پرته پوځي غبرګونونو ته دوام ورکړي، نو وضعیت کولی شي د پراخې جګړې بڼه غوره کړي، چې دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې لپاره جدي پایلې ولري.
