هند په ۲۴۴ ولسوالیو کې د مدني دفاع سرتاسري تمرین پیل کړی

د هند د کورنیو چارو وزارت د ابیاس عملیاتو تر نامه لاندې په ټول هېواد کې د مدني دفاع تمرین پیل کړی، چې موخه یې د ترهګرۍ ضد چمتووالي لوړول او ولس ته د بېړنیو حالاتو په اړه عامه پوهاوی ورکول دي.
دا تمرینونه د اپرېل پر۲۲مه په جمو او کشمیر کې د پهلګام له برید او پر پاکستان د تېرې شپې له بریدونو وروسته دي.
په دغو تمرینونو کې د هوايي برید خبرداري غږونه فعالېږي او د تیارو تمرینونه به ترسره شي.
تمرینونه په درېو کتګوریو وېشل شوي چې په لومړۍ کټګورۍ کې بشپړ مدني دفاعي تمرینونه او په دویمه او درېیمه کټګورۍ کې محدود او جزوي تمرینونه شامل دي.
د انډین ایکسپریس د رپوټ له مخې، د هند د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا تمرینونه د هرې احتمالي بیړنۍ پېښې لپاره د چمتووالي یوه برخه ده.
د هند په ټولو ایالتونو او مرکزي قلمرو کې ۲۴۴ ولسوالۍ دغه تمرینونه کوي، چې ممبې، ډیلي، بنګلور، حیدراباد، چینای، کلکته، سرېنګر، او لېه پکې شامل دي.

