طالبان وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۹۶۸ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۹۶۸ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۹۶۸ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه اژانس په وینا؛ له دغې ډلې ۲۶۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۰۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۲۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۳ کورنۍ د انګور ادې له لارې، ۲۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې و ۲۵۱ کورنۍ بیا د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
هاخوا بیا په خیبرپښتونخوا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم روان دی.
دغه اداره وایي، ۹۱۲ تنه افغان کډوال تېره ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۵۳۵ کسان بې اسناده وو او ۳۷۷ کسانو بیا د اې سي سي کارتونه لاره.
د دغه ادارې لهخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې دغه کډوال په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې مېشت وو.
د دغه ادارې د شمېرو له مخې؛ یوازې د روان کال په اپرېل میاشت کې ټولټال ۱۴۴۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له ډلې یې ۲۹۹۰۰ کسان په جبري توګه له دغه هېواده اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (یو این ډي پي په خپل یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان لا هم له کږلېچونو ډک ټولنیز اقتصادي ناورین سره مخ دی. راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې کلیوالي سیمو کې له ښځو سره ناانډولي هم ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو په خپاره شوی راپور کې راغلي، چې له ۲۰۱۹ کال وروسته افغانستان په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو کې لږ پرمختګ اقتصادي پرمختګ کړی، چې وده یې ۲.۷ سلنه ښودل شوې ده.
خو دا پرمختګ ډېر کمزوری بلل شوی، ځکه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهه میاشتو کې د افغانستان سوداګریز کسر ۶.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال په همدې موده کې ۵.۱ میلیارده ډالره و.
دغه شمېرې ښيي، چې د کورني تولید کچه ټيټه ده او د کار موندنې فرصتونه هم کم شوي دي. د طالبانو اقتصاد لا هم په وارداتو او نړۍوالو مرستو سخت متکي دی.
راپور زیاتوي چې ۷۵ سلنه افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له اقتصادي ناامنۍ سره مخ شوي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله شپږ سلنه لوړه شوې ده.
د خلکو لاسرسی د مناسبو کورونو، روغتیايي خدمتونو او اساسي توکو ته کم شوی او د اقتصاد تر څنګ اقلیمي ستونزې هم زیاتې شوې دي.
هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، کلیوالې سیمې او بې کوره خلک تر ټولو زیات د عوایدو او لګښتونو له کمېدو سره مخ شوي دي.
۹۰ سلنه افغان کورنۍ شکایتونه کوي چې د شتمنیو او عاید د لاسه ورکولو له امله مجبوره شوي چې خپل ورځني لګښتونه راکم کړي.
راپور وايي، چې د ښځو پر زده کړو او کار دوامداره محدودیتونه د جنسیتي نابرابرۍ کچه نوره هم زیاته کړې، چې ښځې لا زیاتې بې وزلۍ او ټولنیزې انزوا سره مخ شوي.
کلیوالي سیمې چې د افغانستان ۷۱ سلنه نفوس تشکیلوي، لا هم د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او دوامدارو فرصتونو له کمښت سره مخ دي.
کاني ویګناراجا د (UNDP) برخې مشر ویلي: «زموږ نوې څېړنې ښيي چې د افغانستان د ناورین لوری لا هم سخت اندېښمنونکی دی. افغانان له تېرو لسو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي او اوس چې زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او نړۍوالې مرستې کمې شوي، افغان ټولنه له ډېرو لوړو خطرونو سره مخ ده. دا حالت بیا هم ښځو او نجونو ته ډېر زیان اړوي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یاد سازمان استازی سټیفن روډرېکس په وینا: «موږ ټینګار کوو چې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې اقتصادي او ټولنیزې دوامدارې حل لارې ضروري دي. د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه باید له منځه یوړل شي، څو د دوی د هوساینې، بنسټیزو حقونو او اقتصادي وده تضمین شي.»
راپور وړاندوینه کوي چې که پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۲۶ کاله به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسېږي.
راپور د ښځو د کاروبارونو، کوچنیو او منځنیو شرکتونو، کرنیزو تولیدي زنځیرونو، دوامداره معیشتي پروژو او ټولنیزو ملاتړ پروګرامونو پراخ ملاتړ ته اړتیا ښيي.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې هند پر پاکستان «بزدلانه» نه بلکې په بې سارې توګه خورا «زړور بریدونه وکړل او رسۍ یې نهه ځایه ټینګه تړلې وه.»
نوموړي پر اېکس پاڼه د (غوایي ۱۸مه) وړاندې لیکلي، خورا حیرانوونکې وه چې امریکا او ناټو د طالبانو د کویټې شورا په ګډون پر حقاني شبکې پر ضد د «سندور» په څېر عملیات ونه کړل. د هغه په باور ښايي، د دوحې پر تړون ډېر تمرکز د دغو ډول عملیاتو مخه نیولې وه.
هغه همدا راز د هند له لوري د پاکستان پر یو شمېر ښارونو توغندیز بریدونه یو بې ساری «زړور» ګام بللی دی او ویلي یې دي، چې هند خپله رسۍ نهه ځایه ټینګه تړلې وه.
دا پخوانی افغان چارواکی وایي، د هند له لوري ترسره شوی برید د اوږدې رسۍ تګلاره ښکاري او اوس یې ایله «اصلي لاس» په نښه کړی دی.
د هغه په خبره، پاکستان دغه بریدونو «بزدلانه او ډارن» بریدونه بللي، خو اصلا دا کلیمه پټو بریدونو، ځانمرګو بریدونو، ترهګریزو فعالیتونو او نورو پټو شومو اجنډاوو ته کارول کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ لا هم مخ په زیاتیدو ښکاري.
که څه هم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اوربند ته چمتووالی ښودلی، خو هند لا تر اوسه پورې دغو څرګندونو ته کوم ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.
هندي جېټ الوتکو وړمه شپه د پاکستان پر یو شمېر ښارونو توغندیز بریدونه وکړل او په کې یې د لسګونه ترهګرو د وژل کیدو ادعا وکړه.
هاخوا د پاکستان حکومت بیا ویلي، چې هند ملکي وګړي او مسجدونه په نښه کړي دي. پاکستان تر دې مه په بریدونو کې د ۳۱کسانو وژل کیدل منلي، خو هندي رسنیو بیا تر پنځوسو د ډېرو کسانو وژل کیدو راپورونه خپاره کړي دي.

د ایران په قزلحصار بندخونه کې د نبي بیاتي په نوم یوه افغان بندي د دغې بندخونې د مسوولانو د «ناوړه او سپک چلند» له امله د نهخوړلو اعتصاب کړی، چې په پایله کې یې مړ شوی دی. ویل کېږي، چې د دغې بندخونې مسوولانو د هغه وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
نبي بیاتي د یادې بندخونې د ګڼې ګوڼې یوې برخې ته چې د ایران د سیاسي بندیانو لپاره ځانګړې شوې، تر لېږد وروسته ګواښ کړی چې که هلته وساتل شي، له خوراک او څښاک څخه به ډډه وکړي.
نوموړی افغان د بندخونې د مسوولانو له لازمې پاملرنې او څارنې پرته د نهخوړلو د اعتصاب په څلورمه ورځ ساه ورکړې ده.
نبي بیاتي د ایران په بندخونو کې د لسګونو افغان بندیانو له ډلې و، چې تر سختو شرایطو لاندې ساتل کېده.
د بشري حقونو سازمانونو په وار-وار د ایران په بندخونو کې د افغانانو د ناوړه وضعیت په تړاو اندېښنې ښودلې دي.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي و، د دغه هېواد حکومت په تېره یوه میاشت کې د څلورو افغانانو په ګډون ۱۱۰کسان اعدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي د افغانانو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په دغه هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان چې د هغوی قضیې مخ ته یوسي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په یوې سيمه ييزه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتيا ټينګار کړی. نوموړي زياته کړې، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول د پاکستان په زیان تمامېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان د ترهګرۍ تر سیوري لاندي د پاکستان او افغانستان اړیکې تر سرلیک په نامه يوې غونډې ته د چهارشنبې په ورځ ویلي «له افغانستان سره د پاکستان اړېکې مهمې دي او باید له پامه ونه غورځول شي.»
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغو اړیکو له پامه غورځولو سره پاکستان هر وخت بیه پرې کړې ده.
هغه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې او ولس سره باید ژر تر ژر تعامل پيل کړي، چې مثبتې پايلې تر لاسه کړي.
پاکستان په کور دننه د خپلي ناامنۍ پړه زيات مهال پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو د پاکستاني مسولینو دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

د جرمني نوی حکومت پلان لري، چې د ناقانونه کډوالو او پناهغوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د پولو کنټرول قوي کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې راتلونکې ورځې به په پولو کې د پولیسو حضور پراخ شي.
ورته مهال دوبرېنټ زیاته کړې، زیانمنونکي کسان به اجازه ولري چې جرمني ته دننه شي.
نوموړي وویل: «موږ نه غواړو پولې وتړو، خو په ډېر جدي ډول به یې کنټرول کړو او د پولو دا قوي کنټرول به د ډېرو پناهغوښتونکو د ردېدو لامل هم شي.»
د جرمني د نوي حکومت د کورنیو چارو وزیر په وینا، د پولو د کنټرول سختېدل به په تدریجي وي او د خلکو د بېرته ستنېدو د ډاډ ترلاسهکېدو لپاره به په پوله کې د پولیسو حضور هم ګام په ګام پلي شي.
د جرمني نوي لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ چې د سېشنبې په ورځ یې پارلماني رایې وګټلې، د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال یې د جرمني د کډوالۍ پالیسي د سختېدو ژمنه کړې وه.
هغه د فبرورۍ په میاشت کې له ټولټاکنو نه څو اوونۍ مخکې ویلي و، چې جرمني ته به د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي او د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو په صورت کې به د اېستلو بهیر پراخ کړي.
وروستي کلونه په جرمني کې د کډوالو اړوند بریدونو زیاتوالی چې ځیني افغانان هم پکې ښکېل دي، د دې لامل شوی چې د کډوالو پروړاندې د خلکو غبرګونونه راوپاروي او سیاسي ګوندونه هم هڅه کوي د کډوالو ضد اقدامات ډېر کړي.
