
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په یوې سيمه ييزه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتيا ټينګار کړی. نوموړي زياته کړې، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول د پاکستان په زیان تمامېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان د ترهګرۍ تر سیوري لاندي د پاکستان او افغانستان اړیکې تر سرلیک په نامه يوې غونډې ته د چهارشنبې په ورځ ویلي «له افغانستان سره د پاکستان اړېکې مهمې دي او باید له پامه ونه غورځول شي.»
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغو اړیکو له پامه غورځولو سره پاکستان هر وخت بیه پرې کړې ده.
هغه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې او ولس سره باید ژر تر ژر تعامل پيل کړي، چې مثبتې پايلې تر لاسه کړي.
پاکستان په کور دننه د خپلي ناامنۍ پړه زيات مهال پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو د پاکستاني مسولینو دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

د جرمني نوی حکومت پلان لري، چې د ناقانونه کډوالو او پناهغوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د پولو کنټرول قوي کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې راتلونکې ورځې به په پولو کې د پولیسو حضور پراخ شي.
ورته مهال دوبرېنټ زیاته کړې، زیانمنونکي کسان به اجازه ولري چې جرمني ته دننه شي.
نوموړي وویل: «موږ نه غواړو پولې وتړو، خو په ډېر جدي ډول به یې کنټرول کړو او د پولو دا قوي کنټرول به د ډېرو پناهغوښتونکو د ردېدو لامل هم شي.»
د جرمني د نوي حکومت د کورنیو چارو وزیر په وینا، د پولو د کنټرول سختېدل به په تدریجي وي او د خلکو د بېرته ستنېدو د ډاډ ترلاسهکېدو لپاره به په پوله کې د پولیسو حضور هم ګام په ګام پلي شي.
د جرمني نوي لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ چې د سېشنبې په ورځ یې پارلماني رایې وګټلې، د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال یې د جرمني د کډوالۍ پالیسي د سختېدو ژمنه کړې وه.
هغه د فبرورۍ په میاشت کې له ټولټاکنو نه څو اوونۍ مخکې ویلي و، چې جرمني ته به د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي او د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو په صورت کې به د اېستلو بهیر پراخ کړي.
وروستي کلونه په جرمني کې د کډوالو اړوند بریدونو زیاتوالی چې ځیني افغانان هم پکې ښکېل دي، د دې لامل شوی چې د کډوالو پروړاندې د خلکو غبرګونونه راوپاروي او سیاسي ګوندونه هم هڅه کوي د کډوالو ضد اقدامات ډېر کړي.
د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو د اندېښنې ترڅنګ د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې روان کړکېچ کم او د ملکيانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
ملالې د خپلې اېکسپاڼې له لارې ټینګار کړی، «کرکه او تاوتریخوالی زموږ ګډ دوښمنان دي، نه یو بل» او پر نړۍوالې ټولنې یې غږ کړی چې د خبرواترو او ډېپلوماسۍ پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي.
نوموړې د دواړو هېوادونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ زیاته کړې، چې په دې سختو شېبو کې خپلو ټولو ملګرو، کورنۍ، ښوونکو، فعالانو او هغو نجونو ته چې په پاکستان کې یې ورسره ګډ کار کړی، سخته اندېښمنه ده.
د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې سوله په سیمه کې د امنیت او ګډې سوکالۍ د ډاډمنتیا یوازینۍ ممکنه لاره ده.
نوموړې دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې هند د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه ترسره کړل.
د هند حکومت ادعا کوي، چې دغه بریدونه د ترهګریزو ډلو پر ضد ترسره شوي، خو پاکستان دا بریدونه «بزدلانه حملې» بولي او وايي، چې په مناسب وخت او ځای کې به ورته مناسب ځواب ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي، چې هند یو «یاغي» دولت دی او داسي فکر کوي، چې له نړۍوالو او بشري قوانینو، نظم او اصولو څخه مستثنا دی. هغې زیاته کړې، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ کال پورې یې د وزیرې په توګه د سیمې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، هند هڅه کوي دا ثابت کړي، چې کولی شي د نړۍوالو قوانیوو ټولې سرې کرښې تېرې کړي او د هېڅ سزا سره مخ نه شي.
هغې لیکلي: «زه پوهېږم چې ټول هېوادونه اوس په داخلي مسایلو کې دومره ښکېل دي چې هېڅوک فکر نه کوي چې دا د پولې هاخوا چلند لپاره نوی معیار دی. هېڅ غلطي مه کوئ.»
کهر زياته کړې، چې پاکستان لا هم د نړۍوال قانون، نظم، د ملګروملتونو په منشور او د امنیت شورا په پرېکړو باور لري او د سختو پارونو پر مهال يې زغم او مسولانه چلند کړی دی.
د هغې په خبره، چې د هند د تېري پر مهال د پاکستان زغم د سيمې د سولې او عادي حالت ساتلو لپاره دی او دا د کمزورتیا په مانا نه دی.
کهر زياته کړې: «دا د کیسو جګړه نه ده، دا د قانون منونکو هېوادونو جګړه ده، چې د ملګرو ملتونو په منشور باور لري، د یو داسي بدماش هېواد په وړاندې چې فکر کوي هغه څه کولی شي، چې غواړي يې.»
د «اخلاقي جرمونو» په تور هغه درې افغانې ښځې چې په عام محضر کې په دُرو وهل شوې وې ګارډین ورځپاڼې ته وویل، طالبانو دوی اړ کړې چې اعتراف وکړي. د ګارډین په وینا، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې زر کسان چې کابو ۲۰۰ښځې هم پکې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
ګارډین ورځپاڼه راپور ورکوي، چې افغان ښځې له محرم پرته له کوره د وتلو، د طالبانو لهخوا د اړین حجاب د نه اغوستلو یا د "شرعي محرم" نه لرلو په څېر دلایلو له امله نیول شوي او په عام محضر کې په دُرو وهل شوې دي.
د بدني سزاوو درېیو قربانیانو دیبا، سحر او کریمې له ګارډین او وومن ټایمز ورځپاڼو سره د نیولو د پروسې، د طالبانو په زندانونو کې د شرایطو او په عامه ځایونو کې د دُرو وهلو د تجربو په اړه خبرې کړې دي.
۳۸ کلنه دیبا چې مېړه یې د کار لپاره ایران ته تللی او د خپلو اوو ماشومانو لپاره یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده، وايي چې هغه په کور کې د نارینه وو جامې ګنډلې او د جامو د رسولو لپاره باید له کوره یوازې وتلې واي.
د هغې په خبره، په تېرو دوو کلونو کې هغه دوه ځله د امربالمعروف له خوا د نارینه د نه درلودو او د طالباني لباس نه مراعاتولو له امله نیول شوې او زنداني شوې ده او یو ځل هغې ته په عام محضر کې د ۲۵ دُرو سزا هم ورکړل شوې ده.
دیبا وویل: «دویم ځل د لومړي ځل له نیول کېدو درې میاشتې وروسته هغه وخت ونیول شوم چې په یوه کافي شاپ کې مې ټلیفون چارج کولو او داسې حالت کې ونیول شوم چې اوږد کوټ او لوی لباس مې هم اغوستی و.»
هغې د زندان په اړه وویل: «موږ په یوه حجره کې ۱۵ تنه وو، موږ یوازې څلور بسترونه درلودل، پاتې نور په فرش ویده کېدو، دوی موږ ته خواړه نه راکول او کمپلې یې چټلې وې.»
دیبا ټینګار وکړ، چې طالبانو هغه د وکیل او محرم د حاضرېدو پرته، د علماوو د سپکاوي په تور په دُرو ووهله.
هغې زیاته کړه: «زما له خوشې کېدو وروسته، حتی زما د نږدې دوستانو چلند بدل شو. دوی ماته نومونه واخیستل او بدې خبرې یې وکړې ځکه، چې دوی زما په اړه دروغ اورېدلي وو.»
له دې سره، ۲۲ کلنه سحر چې تېر کال د خپل خاله زوی سره کلینیک ته د موټر چلولو پرمهال ونیول شوه، وايي:«زه وېرېدم، ژړل مې، ساه مې نه شوه اخیستلی.»
هغې زیاته کړه: «موږ وویل، چې موږ د یو بل د خاله اولادونه یو، خو واده مو نه دی کړی. دوی ناڅاپه په غوسه شول. دوی زما د خاله زوی وواهه، زموږ ټلیفونونه یې مات کړل، زه یې د موټر په فرش پرېوتلو ته اړه کړم او توقیف ځای ته یې بوتلم.»
سحر وويل، کله چې هغې له طالبانو څخه د درملو غوښتنه وکړه، نو هغوی هغه په لغتو ووهله او د مرګ ګواښ يې ورته وکړ.
د هغې په وینا، یوې ښځې چې تور ماسک یې اغوستی و، له هغې څخه پوښتنې وکړې چې ایا هغه د خپل خاله زوی سره جنسي اړیکه نیولې ده؟
نوموړې ګارډین ته وویل، چې وروسته له انکار کولو تحقیق کونکو ګواښ وکړ، چې که اعتراف ونه کړي نو شکنجه به یې کړي.
سحر وويل، چې اړ شوه څو د طالبانو په محکمه کې د خپل خاله زوی سره د اړیکو په اړه دروغ ووايي.
هغې زياته کړه، چې د خپلوانو د شهادت سره-سره، طالبانو د دوی اړیکې د «شرعي محرم» په توګه ونه منلې.
هغې وویل: «دوی زه مجبوره کړم، چې د خپلې مور او دوستانو په وړاندې اعتراف وکړم، چې ما یو غلط کار کړی، ما نه غوښتل چې دا ووایم، خو دوی زه ووهلم. دوی زما د خاله زوی ته هم ګواښ وکړ. زه ډېره ډارېدم.»
سحر چې د ۳۰ دُرو سزا ورکړل شوې وه، وویل: «دوی د لاوډ سپیکر له لارې اعلان وکړ چې زه به په دُرو ووهل شم. زما کوچنۍ خور هم هلته وه. هغې تل ویل، چې زه د هغې الګو یم. ما هغه په ګڼه ګوڼه کې ژړېدلې ولیده. زه سمدلاسه ماته شوم.»
کریمه یوه بله ځوانه ښځه چې د وهلو پر مهال ۱۶ کلنه وه، وویل چې هغه د خپل تره زوی سره د خیاطۍ د توکو اخیستلو لپاره بهر ته تللې وه، چې طالبانو ودروله او توقیف یې کړه.
هغې وويل: «دوی موږ په سړک ودرولو. هغوی د هویت کارت وغوښت. ما وویل چې هغه زما د تره زوی دی، خو هغوی وویل چې هغه شرعي محرم نه دی او تاسو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ورسره واوسېږئ. دوی موږ هلته ونیولو.»
کریمه چې د طالبانو په زندان کې دوه میاشتې وه، وايي: «زه بې هوښه شوم. کله چې زه بیداره شوم، زما بنګړي په وینو لړل شوي و. یوې بندي وویل، چې دوی وتړلم او زما په بدن یې پښه کېښوده.»
کریمه او د هغې د تره زوی د ښار په مرکزي چوک کې د خلکو په وړاندې په ترتیب سره په ۳۹ او ۵۰ دُرو ووهل شول او بیا بېرته زندان ته یوړل شول.
هغې وويل: «دوی موږ د یوې بلې اوونۍ لپاره وساتلو. ویل يې چې تر هغه به تاسو بهر ته نه پریږدي تر څو چې ستاسو ټپونه روغ نه شي. دوی نه غوښتل چې څوک د شکنجې اغېزې وویني.»
کریمې دا هم ویلي دي، چې د طالبانو تر څارنې لاندې ده او له هېواده د وتلو اجازه نه لري.
سحر او دیبا هم اړې شوې، چې نورو ښارونو ته کډه شي ترڅو د کلي د خلکو له سترګو او رويې څخه خلاصې شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ مسوول عبدالحق حماد وايي، چې دغې ډلې د هېواد له بازاونو سلګونه کتابونه راټول کړي دي. د نوموړي په وینا، تر دغې ډلې مخکې داسې کتابونه په کتابتونونو کې ساتل کېدل چې پیغمبر ته پهکې سپکاوی شوی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په یوې خبري غونډه کې دغو راټولو شویو کتابونو ته د «اسلامي شریعت او افغاني کلتور خلاف» نوم ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د بازارونو په کتابتونو کې داسې کتابونه هم د مطالعې لپاره ساتل کېدل چې د اسلام پیغمر ته پهکې سپکاوی شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رايټ مسوول منلې، چې دغې ډلې د دوی د طالباني ایډیالوژۍ او ارزښتونو خلاف کتابونه هم راټول کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هنر مرستیال عتیقالله عزيزي څو ورځې مخکې په یوې خبري غونډه کې ویلي، پر هغو کتابونو بندیز دی چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت شاوخوا درې میاشې مخکې کتاب پلورونکو ته امر کړی و، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي دې ډډه وکړي.
دغه وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینهوالو توند غبرګونونه ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.