• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنا رباني کهر: هند یو «یاغي» دولت دی او داسې فکر کوي چې له نړۍوالو قوانینو معاف دی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي، چې هند یو «یاغي» دولت دی او داسي فکر کوي، چې له نړۍوالو او بشري قوانینو، نظم او اصولو څخه مستثنا دی. هغې زیاته کړې، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ کال پورې یې د وزیرې په توګه د سیمې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، هند هڅه کوي دا ثابت کړي، چې کولی شي د نړۍوالو قوانیوو ټولې سرې کرښې تېرې کړي او د هېڅ سزا سره مخ نه شي.

هغې لیکلي: «زه پوهېږم چې ټول هېوادونه اوس په داخلي مسایلو کې دومره ښکېل دي چې هېڅوک فکر نه کوي چې دا د پولې هاخوا چلند لپاره نوی معیار دی. هېڅ غلطي مه کوئ.»

کهر زياته کړې، چې پاکستان لا هم د نړۍوال قانون، نظم، د ملګروملتونو په منشور او د امنیت شورا په پرېکړو باور لري او د سختو پارونو پر مهال يې زغم او مسولانه چلند کړی دی.

د هغې په خبره، چې د هند د تېري پر مهال د پاکستان زغم د سيمې د سولې او عادي حالت ساتلو لپاره دی او دا د کمزورتیا په مانا نه دی.

کهر زياته کړې: «دا د کیسو جګړه نه ده، دا د قانون منونکو هېوادونو جګړه ده، چې د ملګرو ملتونو په منشور باور لري، د یو داسي بدماش هېواد په وړاندې چې فکر کوي هغه څه کولی شي، چې غواړي يې.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: پولیسو یو وار بیا د اسلام اباد له بي ۱۷ ښارګوټي شاوخوا ۵۰ تنه افغانان ونیول

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

له اسلام اباد څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې نن سهار یې یو وار بیا د پولیسو په تالاشۍ پیل کړ. د اسلام اباد بي ۱۷ ښارګوټي اوسېدونکي وایي، چې پولیسو نن له دغه ښارګوټي د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه افغانان ونیول.

دغه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، پولیس شاوخوا څلور ساعته کور په کور ګرځېدل او هغه افغانان چې تازه یې د ویزو موده ختمه شوې وه ونیول.
سرچینې وایي، له دغو پولیسو سره چې ډېری یې په شخصي جامو کې ګرځېدل ښځینه پولیسې هم وې.
دغه کډوال وایي، دوی د ویزو د تمدیدۍ قانوني اسناد هم لرل؛ خو بیا هم ونیول شول.
له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي.
د ویزو لوړ لګښتونه او د تمدیدۍ اوږد انتظار د دې لامل کېږي، چې پولیس دوی ونیسي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي.
دغه کډوال چې تر ډېره لوېدیځو هېوادونو ته د ویزو په تمه دي وایي، پولیس د دغه کډوالو چې تازه یې ویزې ختمېږي؛ کره راپور لري او څنګه چې د ویزو موده ختمه شي، ور وروټکوي.

ځیني کډوال بیا د پاکستاني پولیسو له بډې اخیستنې هم سر ټکوي او وایي، چې د پاکستان پولیس تر ډېره دغه نیول شوي کډوال د بډو په بدل کې هم خوشې کوي او یو څه موده وروسته چې ویزه یې وځنډېږي بیاځلي د دوی له‌خوا نیول کېږي.

دغه کډوال چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ دی؛ له دغه هېواده د اېستل کېدو له وېرې اړ اېستل کېږي، چې پولیسو ته بډې ورکړي.

صوفیه قریشي او ومېکا سېنګ هغه دوه قوماندانانې دي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پرغاړه وه

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

مسلمانه صوفیه قریشي چې پر پاکستان یې د برید قومانده پر غاړه لرله، رسنیو ته ویلي: «د تېرې شپې بریدونو کې له ترهګریزو مرکزونو پرته نه کومه نظامي اډه په نښه شوې او نه هم په کې ملکیانو ته زیان اوښتی دی.»

قوماندانې قریشي زیاته کړې، د نورو اتو په نښه شویو موخو ترڅنک مو د لشکر طبیه ترهګرې ډلې مرکز په نښه کړی.

دغه مرکز له سرحدي کرښې څخه ۳۰ کیلومټره وړاندې پروت دی.

د ۲۰ اپریل ۲۰۲۳ کال په ترهکریزو بریدونو او ۹ د جون ۲۰۲۴ کال د مذهبي وکړو پر موتړ بریدکونکي ترهګر په همدغه مرکز کې روزل شوي وو.

د جیش محمد ډلې مشر د هند په بریدونو کې د خپلې کورنۍ د ۱۰ غړو وژل کېدو پخلی کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر خبر ورکړی، چې د پاکستان په بهاولپور کې د هند په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون د کورنۍ لس غړي او ۴ ملګري یې وژل شوي دي.

د جیش محمد ډلې مشرمسعود اظهر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بهاولپور ښار کې پر سبحان‌الله مرکز برید کې دده د کورنۍ لس تنه غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي.

اظهر وايي، دده مشره خور او د هغې مېړه، دوه ورېرونه، ورېندار او د کورنۍ پنځه ماشومان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

هغه ویلی، «د نرېندرا مودي ظلم له ټولو پولو واوښت، له دې وروسته دې هیڅوک د رحم تمه نه کوي.»

د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر ټیلیفون د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې وکړې

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره د ټيلیفون له لارې د هند او پاکستان پر کړکېچ خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي ، هاکان فیدان د هند له لوري پر پاکستان برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې، او د سیمه ییز امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، هاکان فیدان له پاکستان سره د ترکیې هېواد پیوستون څرګند کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د بدلیدونکي وضعیت په اړه به له نږدې همغږۍ کې پاتې شي.

بلاول بوټو: موږ به خپله خپلواکي هېڅکله تر پښو لاندې نه‌کړو او د هند تېری به بې‌ځوابه نه وي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر پاکستان د هند برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا تېری به هيڅکله له پامه ونه غورځوي. هغه زياته کړې، چې پاکستان به هند ته د دغه تېري غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

پر پاکسان د هند تر برید وروسته د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې هند د پاکستان په خاوره کې ملکي اهداف په نښه کړي او په لوړ جرات به ورته عمل تر سره کړي.

نوموړي زياته کړې: «د هند له خوا د ملکي سیمو په نښه کول بزدلانه، بې دلیله بریدونه او جنګي تېری دی او د ملکي کسانو په نښه کول زور نه بلکې وحشت دی.»

بلاول بوټو ټينګار کړی، چې د ولس په ملاتړ به پاکستاني وسله وال ځواکونه د هند د تېري ځواب ورکړي او د هند دغه تېری به ځپل کېږي.

هغه ویلي: « موږ به هېڅکله خپله خپلواکي تر پښو لاندي نه کړو، پاکستان یو موټی ولاړ او بشپړ تیار دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې هند شاوخوا درې ساعته مخکې د پاکستان په پنځو سیمو توغندیز بریدونه وکړل.

د پاکستاني چاروکو په خبره، چې په دې بریدونه کې ملکي وګړي او جوماتونه په نښه شوي او په پایله کې یې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.