• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر ټیلیفون د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې وکړې

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره د ټيلیفون له لارې د هند او پاکستان پر کړکېچ خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي ، هاکان فیدان د هند له لوري پر پاکستان برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې، او د سیمه ییز امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، هاکان فیدان له پاکستان سره د ترکیې هېواد پیوستون څرګند کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د بدلیدونکي وضعیت په اړه به له نږدې همغږۍ کې پاتې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

بلاول بوټو: موږ به خپله خپلواکي هېڅکله تر پښو لاندې نه‌کړو او د هند تېری به بې‌ځوابه نه وي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر پاکستان د هند برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا تېری به هيڅکله له پامه ونه غورځوي. هغه زياته کړې، چې پاکستان به هند ته د دغه تېري غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

پر پاکسان د هند تر برید وروسته د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې هند د پاکستان په خاوره کې ملکي اهداف په نښه کړي او په لوړ جرات به ورته عمل تر سره کړي.

نوموړي زياته کړې: «د هند له خوا د ملکي سیمو په نښه کول بزدلانه، بې دلیله بریدونه او جنګي تېری دی او د ملکي کسانو په نښه کول زور نه بلکې وحشت دی.»

بلاول بوټو ټينګار کړی، چې د ولس په ملاتړ به پاکستاني وسله وال ځواکونه د هند د تېري ځواب ورکړي او د هند دغه تېری به ځپل کېږي.

هغه ویلي: « موږ به هېڅکله خپله خپلواکي تر پښو لاندي نه کړو، پاکستان یو موټی ولاړ او بشپړ تیار دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې هند شاوخوا درې ساعته مخکې د پاکستان په پنځو سیمو توغندیز بریدونه وکړل.

د پاکستاني چاروکو په خبره، چې په دې بریدونه کې ملکي وګړي او جوماتونه په نښه شوي او په پایله کې یې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

مریم نواز: د پاکستان د هر انچ خاورې ساتنه مې د ایمان او رسمي لوړې یوه برخه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱

پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته د دغه هېواد د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز وايي، چې د پاکستان د هر انچ خاورې ساتنه د هغې د ایمان او رسمي لوړې یوه برخه ده.

هغې د چهارشنبې سهار پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د پنجاب خاوره د شهیدانو او غازیانو د وینو ساتونکې ده او د هغو بې‌ګناه خلکو وینه چې نن شپه پر دې خاوره تویه شوې، مسوولیت یې زمونږ پر غاړه ده.»

مریم نواز همداراز زیاته کړې، دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د بېړني وضعیت په بڼه سملاسي اقدامات وکړي او د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

همداراز هغې په یوه بل بیان کې نن (چهارشنبه) په ټول پنجاب ایالت کې د خلکو د خوندي‌توب په موخه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دا پرېکړه د زده‌کونکو او ښوونکو پر وړاندې د هر ډول اټکلي ګواښ د مخنیوي په موخه شوې ده.

د نوازشریف لور او د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شاوخوا درې ساعته مخکې د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې ومنله چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.

پاکستان: د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې په مناسب وخت کې د هند د برید ځواب وايو

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هند بریدونه غندلي او دا یې د نړۍوالو قوانینو، ملګرو ملتونو د منشور او ټولو اصولو سرغړونه ګڼلې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې د خپل حاکمیت او ځکمنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به ورته عمل تر سره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بریدونو په ځواب کې ویلي، چې د هند مشران غواړي د ترهګرۍ په پلمه خپل درواغجن داستان پر مخ بوځي.

د یاد وزارت په خبره: «د ملګرو ملتونو د ۵۱مې مادې او نړۍوال قانون له مخې د همدې برید د ځواب ورکولو حق لري؛ خو مناسب ځای او وخت ته ګوري.»

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د هند په برید کې ملکي کسان وژل شوي او سوداګریز هوايي ترافیک ته جدي ګواښ جوړ شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د هند دا بې پروا اقدام دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه جدي شخړې ته درولي او اوسنۍ وضعیت به لا هم بدل شي.

وزارت ویلي، چې وسله وال ځواکونه او ولس یې د هند د تېري په وړاندي یو موټي دي او له خپلې خاوري به دفاع کوي.

پاکستاني سرچينې: د پاکستان هوایي ځواک او پوځ اوسمهال د هند د بريد ځواب ورکوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۱

پاکستاني رسنيو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ اوسمهال د هند د بريد ځواب ورکوي. د راپورونو له مخې، د پاکستان پر هوايي حریم ټول پروازونه لغوه شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخي، د پاکستان پر هوایي حریم ټول پروازونه لغوه شوي او خپل مسیرونه یې بدل کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ، چې پر پاکستان د هند د برید له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې وځنډولې او د پاکستان پر هوايي حریم هم ټول پروازونه لغوه شوي دي.

د دواړو هېوادونو پوځيان د تیار سي په حال کې دي.

پر پاکستان د هند د بريد ویډوګاني هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي او په کې ښکاري، چې یو شمېر کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي.

پاکستانۍ رسنۍ: هند د پاکستان پر مظفراباد برید وکړ

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې د دغه هېواد د پوځ په حواله وايي، چې هند د دغه هېواد د مظفراباد په ګډون پر درېیو سیمو بریدونه وکړل.

د پاکستان پوځ د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې «هند څو شېبې مخکې د پاکستان په خاوره کې پر درېیو نقطو توغندیز برید وکړ.»

د پاکستان پوځ یوه ویاند د دغه هېواد رسنیو ته زیاته کړه، چې دوی به د هند برید ته ځواب ورکړي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د مظفراباد ښار په شاوخوا غرونو کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د عیني شاهدانو په وینا، له چاودنو وروسته د دغه ښار برېښنا هم پرې شوه.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د دې چاودنو لامل څه دی.