• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم نواز: د پاکستان د هر انچ خاورې ساتنه مې د ایمان او رسمي لوړې یوه برخه ده

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱

پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته د دغه هېواد د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز وايي، چې د پاکستان د هر انچ خاورې ساتنه د هغې د ایمان او رسمي لوړې یوه برخه ده.

هغې د چهارشنبې سهار پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د پنجاب خاوره د شهیدانو او غازیانو د وینو ساتونکې ده او د هغو بې‌ګناه خلکو وینه چې نن شپه پر دې خاوره تویه شوې، مسوولیت یې زمونږ پر غاړه ده.»

مریم نواز همداراز زیاته کړې، دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د بېړني وضعیت په بڼه سملاسي اقدامات وکړي او د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

همداراز هغې په یوه بل بیان کې نن (چهارشنبه) په ټول پنجاب ایالت کې د خلکو د خوندي‌توب په موخه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دا پرېکړه د زده‌کونکو او ښوونکو پر وړاندې د هر ډول اټکلي ګواښ د مخنیوي په موخه شوې ده.

د نوازشریف لور او د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شاوخوا درې ساعته مخکې د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې ومنله چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې په مناسب وخت کې د هند د برید ځواب وايو

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هند بریدونه غندلي او دا یې د نړۍوالو قوانینو، ملګرو ملتونو د منشور او ټولو اصولو سرغړونه ګڼلې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې د خپل حاکمیت او ځکمنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به ورته عمل تر سره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بریدونو په ځواب کې ویلي، چې د هند مشران غواړي د ترهګرۍ په پلمه خپل درواغجن داستان پر مخ بوځي.

د یاد وزارت په خبره: «د ملګرو ملتونو د ۵۱مې مادې او نړۍوال قانون له مخې د همدې برید د ځواب ورکولو حق لري؛ خو مناسب ځای او وخت ته ګوري.»

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د هند په برید کې ملکي کسان وژل شوي او سوداګریز هوايي ترافیک ته جدي ګواښ جوړ شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د هند دا بې پروا اقدام دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه جدي شخړې ته درولي او اوسنۍ وضعیت به لا هم بدل شي.

وزارت ویلي، چې وسله وال ځواکونه او ولس یې د هند د تېري په وړاندي یو موټي دي او له خپلې خاوري به دفاع کوي.

پاکستاني سرچينې: د پاکستان هوایي ځواک او پوځ اوسمهال د هند د بريد ځواب ورکوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۱

پاکستاني رسنيو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ اوسمهال د هند د بريد ځواب ورکوي. د راپورونو له مخې، د پاکستان پر هوايي حریم ټول پروازونه لغوه شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخي، د پاکستان پر هوایي حریم ټول پروازونه لغوه شوي او خپل مسیرونه یې بدل کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ، چې پر پاکستان د هند د برید له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې وځنډولې او د پاکستان پر هوايي حریم هم ټول پروازونه لغوه شوي دي.

د دواړو هېوادونو پوځيان د تیار سي په حال کې دي.

پر پاکستان د هند د بريد ویډوګاني هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي او په کې ښکاري، چې یو شمېر کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي.

پاکستانۍ رسنۍ: هند د پاکستان پر مظفراباد برید وکړ

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې د دغه هېواد د پوځ په حواله وايي، چې هند د دغه هېواد د مظفراباد په ګډون پر درېیو سیمو بریدونه وکړل.

د پاکستان پوځ د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې «هند څو شېبې مخکې د پاکستان په خاوره کې پر درېیو نقطو توغندیز برید وکړ.»

د پاکستان پوځ یوه ویاند د دغه هېواد رسنیو ته زیاته کړه، چې دوی به د هند برید ته ځواب ورکړي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د مظفراباد ښار په شاوخوا غرونو کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د عیني شاهدانو په وینا، له چاودنو وروسته د دغه ښار برېښنا هم پرې شوه.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د دې چاودنو لامل څه دی.

د بلوچستان په بولان کې ماین چاودنې پنځه پاکستاني سرتېري ووژل

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

رسمي سرچینو د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۶مه) ویلي، دا چاودنه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو د سیمې د څارنې عملیات ترسره کول.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ددې چاودنې د څرنګتیا او مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

بلوچستان ایالت په دې وروستیو کې د بېلتون غوښتونکو د بریدونو او امنیتي ناکراریو شاهد دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون ادعا وکړه، چې په دغه ایالت او خیبر پښتونخوا کې د جنګیالیو فعالیتونه له افغانستان نه د هند په ملاتړ کیږي.

پاکستاني رسنیو نن رپوټ ورکړی و، چې د هند استخباراتي اداره غواړي په بلوچستان کې ځانمرګي بریدونه پلان کړي.

په افغانستان کې واکمن طالبان، هند او پاکستاني طالبان د ډوله تورونه ردوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو کې پرمختګ؛ متقي او ډار ټیلیفوني خبرې وکړې

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د طالبانو له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو له افغانستان څخه د ډار له سفر وروسته د دوه اړخیزو اړیکو پر چټک پرمختګ خوښي څرګنده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غویي۱۶مه) پر اېکس‌پاڼه ولیکل، چې دوی په خپلو خبرو کې د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییزو اړیکو او سیاسي سلا مشورو د بېرته فعالولو په تړاو پرمختګونه وڅېړل. دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دوامداره اړیکې اړینې دي.

دکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډار متقي ته د هند له‌خوا د پاکستان پر وړاندې د وروستیو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې پاکستان د سولې او خپل حاکمیت د ساتنې پر ژمنتیا کلک ولاړ دی.

متقي په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو له امله له ډار څخه مننه کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه ټلیفوني خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله همکارۍ ته د پرمختګ لار هواروي، چې د سیمې او نړۍ په کچه سولې او امنیت ته وده ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د امیرخان متقي او اسحاق ډار د ټلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یوه پلاوي په مشرۍ د وري پذ ۳۰مه کابل ته سفر کړی و چې له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې پر سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ او سیمه‌ییزو اړیکو او سیاسي سلا مشوروخبرې کړې وې.