• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني مفتي د «جهادي جذبې» بلنه؛ طالبان یې څرګندونې «تناقض» او «سیاسي سوداګري» بولي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د مشهور پاکستاني مفتي او د افغان طالب چارواکو خواخوږي محمد تقي عثماني له‌خوا د هند پر خلاف ملایانو ته د «جهادي جذبې د را ژوندۍ کولو» له سپارښتنو وروسته، د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو پر نوموړي توندې نیوکې کړې دي.

د مسلم کندوزي په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو فعال د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼې کې ملا امامانو ته د یاد پاکستاني مفتي څرګندونې د خلکو ګمراه‌کول بللي دي.

نوموړي لیکلي دي: «جناب مفتي صاحب تر دې وړاندې د ټولو جهادي ډلو مخالفت کاوه او هغوی یې د فتنو عاملان بلل، اوس بیا د جهاد غږ پورته کوي. دا ښکاره دوه‌ګونی سیاست او له طاغوت سره وفاداري ده، نه له اسلام سره.»

نوموړي د پاکستاني ملایانو له‌خوا جهاد ته د خلکو د رابللو په غبرګون کې زیاته کړې ده: «نن خلک جهادي فکر ته هڅول کېږي ځکه چې طاغوتي نظامونه د زوال په حالت کې دي او د جهاد دښمنان د اسلام نه، بلکې د همدغو طاغوتي قوتونو دفاع کوي.» مسلم کندوزي همداراز پر دیني عالمانو غږ کړی چې باید د «در‌باريانو» او سیاسي فشارونو ښکار نه شي.

100%

د مصلح په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال د پاکستاني مفتي دې ته د «سوداګرۍ، پنجاب‌پالنې او د اسلام» خلاف څرګندونو نوم ورکړی دی. هغه په ډېرو توندو الفاظو لیکلي: «پاکستان د امریکایانو په وخت کې ټولو امامانو ته امر کړی و چی په جوماتونو کې د جهاد په نوم چنده او تقریرونه بند کړي. د پاکستان استخباراتو په امر یې له ټولو امامانو نه ښځې جوړې کړې وې. پنجاب پلوي امامان نن بیا په کومه خوله د جهاد په نوم سوداګري پیلوي.»

د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالانو له‌خوا دا څرګندونې وروسته تر هغې مطرح کېږي چې د پاکستان د سترې محکمې پخواني رییس او مشهور دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني نن (جمعه) د دغه هېواد خطیبانو ته سپارښتنه کړې، چې د جمعې لمانځه پرمهال په پاکستانیانو کې د «جهاد جذبه را ژوندۍ» کړي. هغه غوښتنه کړې، چې امامان دې د «فتحې» دوعاوې هم وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د‌ هند له لوري‌ په پاکستان کې جوماتونه په نښه شوي او د نوي ډیلي دا اقدام یې په ښکاره ډول له اسلام سره دوښمني ده.

100%

د یادونې ده چې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی رییس او مشهور دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني د افغان طالبانو یو لوی خواخوږی دی او د یادې ډلې ډېری لوړ پوړي مشران ورته پر ځانګړي احترام قایل دي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۵

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: د پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتیا لرې ساتل غواړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱
منظور پښتین: د پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتیا لرې ساتل غواړي
100%

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي پاکستان پوځ د هند او پنجاب په موضوع کې پښتانه د پرديو ملاتړ ته هڅوي؛ خو باخبره کسان، سیاسي تنظیمونه او رسنۍ پر پښتنو د ظلم کولو له موضوع ليرې ساتي. هغه ویلي، چې پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتيا منعه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ د (غویي ۱۹مه) په يوې خبرتيا کې له خپلو ولسونو او پښتنو غوښتي، چې له باجوړه تر خیبر تیراه، بنو، ټانک او وزیرستان پوري پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم په اړه ږغ پورته کړي.

نوموړي خپلو ملاتړو ته په پیغام کې ویلي:« د لسیزو راهیسې په پښتنو وحشتونه کوونکې پاکستاني ادارې که هر څومره هم دروغجنې پروپاګنډې خپروي، ظلم، جبر، وحشتونه او کمپاینونه کوي. د خپل مظلوم پښتون ولس سره ودریږئ، د ظلم پر وړاندې روان لاریونونو او احتجاجي پرلتونو کې برخه واخلئ. که دا درته ممکن نه وي، نو په رسنیو کې ورته کمپاین وکړئ، او که دا هم ممکن نه وي، نو لږ تر لږه د ظالم او ظلم ملاتړي مه جوړیږئ.»

د پښتین د معلوماتو له مخي، چې د شمالي وزيرستان په مرعلي کې پاکستاني پوځ پر ځايي کلیو د ډرون بریدونه کړي، یوه ښځه په کې ټپې شوې، همدا ډول په خیبر کې د پوځ په توغنديو کې یوه بله مېرمن وژل شوې او پاکستاني پوځ يو شمېر پښتانه ځوانان او مشران له ځان سره وړي او لادرکه دي.

منظور پښتين زياتوي، چې په خپلو ملګرو باور لري: «پاکستاني پوځ ټولنیز رسنیز کسان، او په پښتنو کې د هغوی ملاتړي، نه یوازې دا چې پښتانه د پردیو ملاتړ ته هڅوي، بلکې د پي ټي ایم خلاف دروغجنه پروپاګنډ هم خپروي، تر څو پښتون ملت د پي ټي ایم له ملګرتیا څخه لیرې کړي او د نورو وطنونو په کیسو پسې يې ملګري کړي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې په هر وخت او حالت کې به د خپلو خلکو غږ پورته کوي او د حق اخیستلو لپاره به یې هڅې کوي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو ډېپلوماټانو ته خبر ورکړی چې ځانونه خوندي کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱
په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو ډېپلوماټانو ته خبر ورکړی چې ځانونه خوندي کړي
100%

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ که څه هم په خپله تازه خبرتیا کې پر خپلو ډېپلوماټانو د تګ راتګ محدودیتونه ليري کړي؛ خو له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپل ځانونه خوندي کړي. سفارت له خپلو ډېپلوماټانو غوښتنه کړې، چې خپلې چارې له خوندي ځايونو تر سره کړي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې تازه خبرتيا کې له خپلو ډېپلوماټانو او کارکوونکو غوښتي، چې که د باندې وتل خوندي نه وي، په خپلو ځایونو کې باید پاتې شي.

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ پر خپلو کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه هم ليرې کړي دي.

په خبرتیا کې له امريکايي وګړو غوښتنه شوې: «امریکایي وګړي باید هوښيار پاتې شي. که د تاوتریخوالي په سيمه کې ياست، نو باید هغه ځای پرېږدئ او خوندي سیمو ته ولاړ شئ.»

قونسلګرۍ دا هم ویلي، چې امریکايي ډېپلوماټيکې ادارې کولی شي خپلې چارې د امنيتي حالاتو له مخې تنظيم کړي.

د هند او پاکستان تر ترينګلتیا وروسته ډېرو هېوادونو خپلو ډېپلوماټيکو ادارو او کارکوونکو ته په ډهلي او اسلام اباد کې د خوندي ساتلو سپارښتنې کړي او یو شمېر هېوادونو خپل ډېپلوماټان ایستلي هم دي.

امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ته موافقه وکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱
امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ته موافقه وکړه
100%

د تسنیم نیمه رسمي خبري اژانس د جمعې په ورځ د ایران د پلاوي د یوه غړي په حواله راپور ورکړی چې ایران موافقه کړې چې د یکشنبې په ورځ په عمان کې له متحده ایالاتو سره د غیر مستقیم اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړي.

یوې سرچینې چې د دغه خبرو اترو په اړه معلومات لري، العربیه انګلیسي ته وویل چې دوی تمه لري چې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو لپاره عمان ته سفر وکړي.

د خبرو اترو وروستی پړاو، چې په پیل کې د می په دریمه نیټه په روم کې ټاکل شوی و، وځنډول شو، ددغه ځنډ لامل د منځګړي عمان لخوا "لوژستیکي دلایل" په ګوته شول.

تسنیم د ایران د پلاوي د یوه غړي له خولې وویل: "د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د عمان د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیز وروسته، تهران خپله موافقه اعلان کړه."

"په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو پای ته رسیدلی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه یې امریکا وایستله، ګواښ کړی چې که د هغه له ادارې سره د اوږدې مودې شخړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شي، نو پر ایران به بمباري وکړي.

پاکستان: نړۍواله ټولنه دې د هند له خوا پیل شویو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۱
پاکستان: نړۍواله ټولنه دې د هند له خوا پیل شویو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هند د‌پاکستان په ځینو ښارونو باندې د ډرون بریدونو کولو سره د ملکي وکړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د هند له خوا د پېل شویو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اونیز رسنی‍ز کنفرانس پر مهال ویلي، چې هند د مۍ میاشتې د ۷ نېټې راهیسې د پاکستان پر بېلابېلو سیمو پوځې “تیری” پیل کړی چې امله یې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ ناندرۍ د جګړې تر پولې رسیدلي دي.

نوموړي یوځل بیا د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام برید کې د پاکستان لاس لرل رد کړل او وايي، هند د یاد تور په اړه هېڅ ډول کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

پاکستان وايي، هند نه یوازې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کړې، بلکي د ملکي وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:« هند نه یوازې نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي، بلکي د بې ګنا ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.»

شفقت علي خان وايي، د هند د بهرنیو چارو وزیر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون وايي:« هند نه شي کولای چې د اوبو تړون په یو اړخیز ډول وځنډوي او پاکستان د دې تړون د ځنډ غندنه کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې هند دې د تاوتریخوالي روانه لرۍ پای ته ورسوي.

یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱
یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي
100%

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې د لوګر میس عینک کان قراردادي شرکت "ایم سي سي" د دغه وزارت کارمندانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتي خدماتو او ټېکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکوي.

د دغه وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له مشر وانګ جیکینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي او یاد وزارت هم غواړي، چې مصنوعي ځیرکتیا وکاروي.

دغه وزارت د ایم سي سي کمپنۍ د مشر له قوله ویلي، چې د میس عینک کان د مدیریت د ښه کولو له‌پاره افغان کدرونه یې چین ته استولي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د روزنې ترڅنګ د کانونو د فعالیتونو مدیریت او پرمختګ چټک کړي.

همدارنګه په خپره شوي خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړندۍ کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ظرفیتونو په رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو سره د افغان کدرونو وړتیاوې لوړې کړي.