پاکستان: نړۍواله ټولنه دې د هند له خوا پیل شویو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هند دپاکستان په ځینو ښارونو باندې د ډرون بریدونو کولو سره د ملکي وکړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د هند له خوا د پېل شویو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي.
