• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند پاکستان د عبادت ځایونو په نښه کولو تورن کړ

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

هند او پاکستان پر یو بل تور پورې کړی چې دوی د عبادت ځایونه په نښه کړي دي.

د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم مصري په یوې رسنیزه غونډه کې وویل، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ګولیو له امله د پونچ په سیمه کې د "کرېسټ ښوونځي" دوه زده‌کوونکي وژل شوي او د دوی مور او پلار سخت ټپیان شوي دي.

ویکرم مصري وویل: «اسلام‌اباد دا ډول ځایونه په قصدي توګه تر برید لاندې نیسي.»

پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۵

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: اسراییل دې مرستې د فشار وسیله نه ګرځوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۱
ملګري ملتونه: اسراییل دې مرستې د فشار وسیله نه ګرځوي
100%

د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندویه ادارې وايي چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او دا مرستې یې د فشار وسیله ګرځولي دي.

اسراییلي چارواکو د یوه پلان له مخې مرستندویو ادارو ته ویلي، چې یوازې د غزې په سوېل کې یو څو مرکزونه جوړ کړي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې مرستې د غزې ټولو سیمو ته ورسوي.

د ماشونو د ملاتړ ادارې ویاند وايي، د اسراییل هغه وړاندیز چې یوازې د غزې سوېل کې یو څو مرستندوی مرکزونه جوړ شي، خلک د بې ځایه کېدو او مړینې ترمنځ له یوې ناممکنې ټاکنې سره مخ کوي.

د دغې ادارې ویاند جېمز ایلډر په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:« دا پلان د بشري اصولو خلاف دی او ښکاري چې مرستندوی توکي د فشار د وسیلې په توکه کارول کیږي. دا خطرناک کار دی، چې ملکي وکړي دې پوځي سیمو ته د خوړو راټولولو لپاره واستول شي، مرستې باید هېڅکله د معاملې وسیله ونه ګرځول شي.»

نوموړی وايي، که د اسراییل دا پلان عملي شي، تر ټولو ډېر به ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او ټپیانو له سختو ستونزو سره مخ شي.

غزې ته د اسراییل له خوا د مرستو رسولو پلان کې ویل شوي، چې په ورځ کې یوازې ۶۰ لاریو مرستو ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر ویاند وايي، چې د اوربند پرمهال د مرستو بهیر ښه پایله ورکړې وه، اوس دې هم اسراییل د مرستو بار هغه لاریو ته غزې ته د ورتګ اجازه ورکړي، چې د غزې په څو کیلومترۍ کې ولاړې دې.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) ویلي، چې د توکو بار له ۳۰۰۰ څخه ډېري لارۍ د غزې له پولې بیرون ولاړې دي. د دغه ادارې د اړیکو مشر جولیېټ توما وايي:«دا یو لوی مالي تاوان دی، ځکه دا خواړه او روغتیايي توکي کولای شي وږې ماشومان تغذیه او ناروغان تداوي کړي. وخت تیرېږي، دروازې باید پرانېستل شي محاصره باید ژر ختمه شي.»

نوموړي د اسراییل د بندیانو د خوشې کېدو او د مرستو د بهیر د عادي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) ویلي، چې د اپریل میاشتې راهیسې له ۸۰ څخه ډېر هغه ځایونه د توکو د کمښت له امله بند شوي، چې په غزه کې یې خلکو ته خواړه چمتو کول.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو مرستندویه ځانګو د اسراییل هغه ادعاوي چې ګواکې مرستې وسله والو ډلو ته رسیږي په کلکه رد کړي او وايي، چې د ملګرو ملتونو مرستي تر ټاکلو روغتیايي مرکزونو پورې رسیږي.

د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشره: افغان ښځې په سېسټماتیک ډول له ټولنیز حضور څخه ایستل کیږي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱
د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشره: افغان ښځې په سېسټماتیک ډول له ټولنیز حضور څخه ایستل کیږي
100%

د برېتانیا پخوانۍ لوړپوړې دولتي کارمندې او د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشرې سو ګري، ویلي چې افغان ښځې په سېسټماټیک ډول له ټولنیز حضوره اېستل کېږي او نړۍ باید هېڅ هغه بهیر ته مشروعیت ور نه کړي چې افغان ښځې پکې له پامه غورځول کېږي.

د برېتانیا د حکومت دغه پخوانۍ لوړ پوړې کارمنده او د افغان ښځو د ملاتړ شبکې اوسنۍ مشرې له حکومتي دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته د افغان ښځو د ملاتړ شبکې د مشرې په توګه د خپل نوي مسولیت د پیل پرمهال وویل:« زه ویاړم چې له حکومت څخه تر وتلو وروسته مې لومړی رول د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشري ده. دا یوازې د زده کړې موضوع نه ده، دا د بشري کرامت حقونو او نړۍوال مسولیت موضوع ده.»

نوموړې زیاته کړه، چې د نړۍ مشران باید هېڅ داسې بهیر ته مشروعیت ور نه کړي، چې افغان ښځې پکې له پامه غورځول کیږي.

اغلې سو ګري وايي:«نړۍ باید د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ ټول باید د ښه کولو لپاره سره یو موټی شوو. افغان نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز حضور له حقونو محرومې شوې دي. دا نه فرهنګي ځانګړنه ده، نه انتقالي پړاو، بلکي د جنسیتي توپیر رسمي بڼه ده.»

د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشره وايي، له طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې باید د ښځو د حقونو له پام وړ پرمختګ سره مشروطې وي. «نړۍواله ټولنه باید اوس له سمبولیک اقداماتو هاخوا لاړه شي او یو اصولي او همغږی چلند غوره کړي. له طالبانو سره هر ډول ډېپلوماټیک تعامل باید د ښځو د حقونو په برخه کې د څرګند پرمختګ پر بنسټ ولاړ وي.»

یاده دې وي، چې د افغان ښځو د ملاتړ شبکې د افغانستان دننه او بهر د ښخو په مشرۍ سازمانونو لپاره د ملاتړ او بودیجې زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

یو‌ان‌ډي‌پي: زموږ همکاري محدوده نه ده په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱
 یو‌ان‌ډي‌پي: زموږ همکاري محدوده نه ده په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام (یو‌ان‌ډي‌پي) له رییس سټېفن سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او د چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د جمعې به ورځ راپور ورکړی چې په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل: "د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «یو‌ان‌ډي‌پي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي." هغه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (ان‌ډي‌سي -۲) چمتو شوي سند د سپارلو او د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د «یو‌ان‌ډي‌پي» د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایې پروګرام رییس سټېفن هم د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: "زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي؛ خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو."

هغه زیاته کړه: "موږ په ټولو نړيوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي."

تر دې مخکې، خالص د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر د زمینې برابرولو او په نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د هندي روپۍ ارزښت راټیټ شوی

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱
د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د هندي روپۍ ارزښت راټیټ شوی
100%

د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د ډالر په وړاندې د هندۍ روپۍ ارزښت راټیټ شوی او تېره ورځ د هندۍ روپۍ ارزښت تر ټولو ټیټ حالت ته ورسید.

د رویټرز د راپور له مخې، د پنجشنبې په سهار مخکې تردې چې د هند او پاکستان ترمنځ د بریدونو د ډېرېدو خبرونه خپاره شي، د هندۍ روپۍ ارزښت تقریبا نورمال حالت ته نږدې کېدونکی و او د یو ډالر ارزښت ۸۴،۵۰ روپۍ و، خو له غرمې وروسته چې کله پاکستان د هند بریدونو ته غبرګون وښود د یو ډالر ارزښت ۸۵،۵۰ روپیو ته لوړ شو.

د شین هان بانک د هند د څانګې مرستیال اپوروا سواروپ رویټرز ته ویلي:« بازار تمه نه لرله چې پاکستان به غبرګون وښيي، خو اوس د پراخي شخړې وېره رامنځته شوې ده.»

نوموړی وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي په بازارونو خپل منفي سیورۍ اچولی دی.

سره له دې چې د تېرو څو کلنو په پرتله د تېرو دوو ورځو راهیسي د هندۍ روپۍ ارزښت خورا ټیټي کچې ته رسیدلی خو د هند مرکزي بانک هڅه کوي، چې د روپیو د ارزښت د لا ټیټیدو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د هند د ونډو بازارونه له سختو فشارونو سره مخ دی او له نن سهار راهیسي د هند د ونډو بازارونه هم رالویدلي دي.

د اقتصادي چارو کاپوه دهیراج نېم وايي:«تر ټولو پراخې نښتې تېره شپه وشوې او دا شخړه اوس ډېره جديي بڼه اخلي. د روپۍ په وړړاندې فشار ښايي نور هم دوام ومومي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د شخړې په زیاتېدو ښايي هندۍ روپۍ د دالرو په وړاندې نوره هم ټېټه شي، ځکه تر اوسه د هند او پاکستان له لور د شخړې د پایته رسیدو او یا نرمېدو هېڅ څرک نه ښکاري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریتانوي سیال سره د پاکستان د شخړې په اړه خبرې وکړې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱
د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریتانوي سیال سره د پاکستان د شخړې په اړه خبرې وکړې
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جی شنکر وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډېوېډ لامي سره یې د ټیلیفون له لارې خبرې کړې او د خبرو اصلي محور د پاکستان اړوند وضعیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه و.

جی شنکر پر اېکس پاڼې کاږلي چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې “د ترهګرې پر وړاندې باید هېڅ ډول زغم ونه شي.»

که څه هم د خبرو نور جزییات نه‌دي خپاره شوي، خو دا تماس داسې مهال کېږي چې د هند و پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې نازکې شوي دي.