د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د هندي روپۍ ارزښت راټیټ شوی

د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د ډالر په وړاندې د هندۍ روپۍ ارزښت راټیټ شوی او تېره ورځ د هندۍ روپۍ ارزښت تر ټولو ټیټ حالت ته ورسید.
د رویټرز د راپور له مخې، د پنجشنبې په سهار مخکې تردې چې د هند او پاکستان ترمنځ د بریدونو د ډېرېدو خبرونه خپاره شي، د هندۍ روپۍ ارزښت تقریبا نورمال حالت ته نږدې کېدونکی و او د یو ډالر ارزښت ۸۴،۵۰ روپۍ و، خو له غرمې وروسته چې کله پاکستان د هند بریدونو ته غبرګون وښود د یو ډالر ارزښت ۸۵،۵۰ روپیو ته لوړ شو.
د شین هان بانک د هند د څانګې مرستیال اپوروا سواروپ رویټرز ته ویلي:« بازار تمه نه لرله چې پاکستان به غبرګون وښيي، خو اوس د پراخي شخړې وېره رامنځته شوې ده.»
نوموړی وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي په بازارونو خپل منفي سیورۍ اچولی دی.
سره له دې چې د تېرو څو کلنو په پرتله د تېرو دوو ورځو راهیسي د هندۍ روپۍ ارزښت خورا ټیټي کچې ته رسیدلی خو د هند مرکزي بانک هڅه کوي، چې د روپیو د ارزښت د لا ټیټیدو مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې، د هند د ونډو بازارونه له سختو فشارونو سره مخ دی او له نن سهار راهیسي د هند د ونډو بازارونه هم رالویدلي دي.
د اقتصادي چارو کاپوه دهیراج نېم وايي:«تر ټولو پراخې نښتې تېره شپه وشوې او دا شخړه اوس ډېره جديي بڼه اخلي. د روپۍ په وړړاندې فشار ښايي نور هم دوام ومومي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د شخړې په زیاتېدو ښايي هندۍ روپۍ د دالرو په وړاندې نوره هم ټېټه شي، ځکه تر اوسه د هند او پاکستان له لور د شخړې د پایته رسیدو او یا نرمېدو هېڅ څرک نه ښکاري.
