• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریتانوي سیال سره د پاکستان د شخړې په اړه خبرې وکړې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جی شنکر وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډېوېډ لامي سره یې د ټیلیفون له لارې خبرې کړې او د خبرو اصلي محور د پاکستان اړوند وضعیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه و.

جی شنکر پر اېکس پاڼې کاږلي چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې “د ترهګرې پر وړاندې باید هېڅ ډول زغم ونه شي.»

که څه هم د خبرو نور جزییات نه‌دي خپاره شوي، خو دا تماس داسې مهال کېږي چې د هند و پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې نازکې شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

چین او روسیې د افغانستان د سولې، امنیت او اوږدمهاله ثبات پر پراخېدو ټینګار وکړ

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱
چین او روسیې د افغانستان د سولې، امنیت او اوږدمهاله ثبات پر پراخېدو ټینګار وکړ
100%

چین او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سولې، امنیت او اوږدمهاله ثبات لپاره د دوه اړخیزې او سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراخېدو ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه له فعال نقش څخه کار واخلي.

یاده اعلامیه د چین د ولسمشر شي جین پینګ د مسکو تر سفر وروسته خپره شوې، چې پکې دواړو هېوادونو هیله څرګنده کړې چې افغانستان باید یو خپلواک، بې‌طرف، له نشه‌يي موادو پاک، متحد او سوله‌ییز هېواد شي.

چین او روسیه وايي، سیمه‌ییز میکانیزمونه لکه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې، د مسکو فارمټ، د چین-روسیې-ایران-پاکستان څلور اړخیزه ډله او د شانګهای د همکارۍ سازمان کولی شي د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.

دواړو هېوادونو دا هم ویلي چې د دې سیمه‌ییزو چوکاټونو همغږۍ هڅې باید دوام ومومي او نړۍواله ټولنه دې هم پکې پراخه فعاله ونډه واخلي.

چین او روسیه، چې د افراطیت پراخېدو، د سرحدونو بې‌ثباتۍ او د نشه‌يي موادو د قاچاق په اړه اندېښمن دي، هڅه کوي له څو اړخیزو همکاریزو فورمونو کار واخلي څو د افغانستان راتلونکی باثباته کړي.

چین غواړي د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ له لارې افغانستان ته د سیمه‌ییز اتصال یوه کړکۍ پرانیزي، په داسې حال کې چې روسیه افغانستان ته د مرکزي اسیا د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت ورکوي.

څو ورځې وړاندې، د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې یوې مقاله کې لیکل شوي و، ویل شوي و د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ‌ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ‌ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.

امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.

هندي رسنۍ: د ای‌پي‌اېل سیالۍ د امنیتي اندېښنو له امله وځنډول شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱
هندي رسنۍ: د ای‌پي‌اېل سیالۍ د امنیتي اندېښنو له امله وځنډول شوې
100%

هندي رسنیو د جمعې په ورځ د دغه هېواد د کرېکټ بورډ په حواله راپور ورکړی، چې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله دای‌پي‌اېل سیالۍ د یوې اونۍ لپاره ځنډول شوي دي.

د هند کرېکټ بورډ د دغو سیالیو د ځنډولو پرېکړه تېره ورځ وکړي او په دغه لیګ کې د لوبېدونکو لوبډلو مالکانو ته د لوبو د ځنډولو خبرتیا هم لیږل شوي.

د هند کرېکټ بورډ ویلي، چې اوسنۍ چاپیریال د ای‌پي‌اېل لوبو د دوام لپاره مناسب نه دی.

تېره ورځ هم د پنجاب کینګز او ډېلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ لوبه د لوبې د لومړۍ پاڼۍ په منځ کې لغوه اعلان شوخ او د چارواکو له لوري لوبغاړو او ننداره چیانو ته لارښوونه وشوه څو ژر ترژه لوبغالۍ تخلیه کړي.

د ۲۰۲۵ کال ای‌پي‌‌اېل کې تر اوسه ۵۸ لوبې شوي دي او لا هم ۱۲ لوبې نورې پاتې دي، خو تر اوسه د ای‌پي‌اېل سیالیو د دوام لپاره کوم بدیل هېواد نه دی په نښه شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان کرېکټ سوپر پاتې لوبې هم د امنیتي اندېښنو له امله متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي.

د طالبانو روغتیا وزارت: افغانستان کې له پنځو زرو ډېر ماشومان په 'تلسېمیا' ناروغۍ اخته دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱
د طالبانو روغتیا وزارت: افغانستان کې له پنځو زرو ډېر ماشومان په 'تلسېمیا' ناروغۍ اخته دي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وايي، دا مهال په افغانستان کې له دوی سره «۵۳۷۲ د تلېسمیا ناروغ ماشومان» ثبت دي.

نوموړي دغه څرګندونې د تلسېمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په غونډه کې کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې دغو ناروغانو ته یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي دي. حقاني وویل: «د دغو ناروغانو لپاره دقیقې معاینې ترسره کېږي او وړیا دوام هم ورته برابره شوې ده.»

یوه روغتیاپال ډاکټر عامر خان پامیر چې د تلسېمیا د ناروغۍ په برخه کې یې څېړنې کړې د طالبانو تر واک لاندې شته امکاناتو د دغه ناروغۍ د درملنې لپاره کافي نه ګڼي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د حاکمو دودونو له کبله په خپلوانو کې ودونه کول هم د دغه ناروغۍ د رامنځته کیدو لامل کیږي.

د نوموړي په خبره، د دوی څېړنو ثابته کړې چې په افغانستان کې ۶۶سلنه افغانانو له خپلو خپلوانو سره ودونه کړي‌ دي.

ډاکټر عامر وویل: «اوس په پرمختللې نړۍ کې تلسېمیا کومه وبایي یا وژونکي ناروغي نه ده،‌ لکه څنګه چې مونږ ورته خپل هېواد کې لاس په نامه باندې ولاړ یو.»

د تلسېمیا یوه ناروغ ماشوم محمد قاضي زاده په ژړغوني غږ د تلسېمیا ناروغۍ په برخه کې د نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه.

هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې زیاته کړه: «معلومه نه ده چې زره به راتلونکی کال ژوند یم او که مړ،‌ خو ټولو هېوادوالو څخه هیله کوم چې د خپلې وینې په ورکولو سره زمونږ ژوند وژغوري.»

روغتیاپالان تلسېمیا یوه حرثي ناروغي ګڼي. باور دا دی چې د میندو او پلرونو د نیمګړو جنونو په وسیله ماشومانو ته لېږدول کېږي.

د معلوماتو له مخې په نړۍ کې لس میلیونه میندې هر کال داسې حمل اخلي چې په جسم کې یې پټ په پټه د تلسېمیا جنونه ځای پر ځای کېږي.

د څېړنو له مخې په نړۍ کې هر کال ۱.۳۳ میلونه ماشومان په تلسېمیا ناروغۍ اخته زېږېږي.

پاکستان تېره ورځ نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱
پاکستان تېره ورځ نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي
100%

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د‌ پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ د (غوایي ۱۸مه) د تورخم له لارې «۹۴۹ افغان کډوال» اېستلي دي.

د هغه په خبره، دغو کسانو کې «۵۳۲ افغان کډوالو» د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې «۴۱۷» بې اسناده کډوال وو.

دغه کسان د پنجاب په ګډون په پښتونخوا ایالت کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.

هم مهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستل کیدو بهیر له یوې اوونۍ راهیسې پڅ شوی دی.

سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په اوج کې دي، دوه ورځې دمخه پولیسو د اسلام اباد په «بي ۱۷ ښارګوټي» کې نږدې پنځوس تنه ونیول.

په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستل کیدو دویمه لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه یې «۱۴۶زره افغانان» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو، کډوالو ملاتړ سازمانو او ان طالبانو له لوري‌ له پاکستان نه غوښتنې وشوې چې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر دې ودروي او په باعزته توګه دې یې د ستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.

خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان پام ونکړ او دا لړۍ یې ګړندۍ وساتله.

په پاکستان تر دوه میلونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه ثبت شوي کارتونه لري، خو هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی، څو د جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.

بلخوا ایران هم د افغان کډوالو د ځورولو او اېستلو لړۍ روانه ساتلې ده.

ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر پیل کړي او وېره شته چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ډېر شي.

دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه ستنېږي چې په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

د یونسیار چارواکو اندېښنه ښودلې، چې تازه ستانه شوي کډوال به هم له دغه ناورین څخه خوندي پاتې نه شي او د نجونو په ګډون به ښځې هم د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخې شي.

پاکستان له هند سره جګړه کې بوخت؛ ټي ټي پي وايي ۲۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۱
پاکستان له هند سره جګړه کې بوخت؛ ټي ټي پي وايي ۲۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي
100%

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ له هند سره په جکړه کې بوخت دی، د پاکستاني طالبانو تحریک خبر ورکړی، چې په سوېلي وزیرستان کې یې پر یوې پوسته د پراخو بریدونو په لړ کې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.

ټي ټي پي د (غوايي ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د‌ پاکستاني پوځیانو پوسته یې د سپکو او درنو وسلو تر اور لاندې راوستې وه.

خبرپاڼه زیاتوي، په پوسته کې د شپږ عسکرو تر وژل کیدو وروسته یې د پوځیانو هغه کتار هم په نښه کړ، چې د مرستې لپاره سیمې ته راروان و.

پاکستاني طالبانو ادعا کړې، چې په دغو دواړو بریدونو کې یې د ۲۰ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو تر څنګ دوه پوځي موټرې هم له منځه وړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې له دغو وژل شویو کسانو څخه سپکې او درنې وسلې هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې د «ټي ټي پي» د یوه جنګیالي‌ د وژل کیدو یادونه هم شوې ده.

تر اوسه پورې د‌ پاکستان پوځ او ځايي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دغه وسله واله نښته داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ هم اوج ته رسیدلی او پر یو بل یې هوایي بریدونه کړي دي.

هم مهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو نیوکې کړي، چې پاکستان د یاد کړکېچ سره سره د پښتنو په سیمو کې هوایي بمبارۍ جاري ساتلې دي.

په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ ورځ تر بلې پراخیدونکي دي. په دغو ایالتونو کې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې سربېره بلوڅ بېلتون پالې ډلې هم پراخ فعالیتونه لري.

پاکستان ادعا لري، چې د دغو وسله والو ډلو ترشاه هم د هند پوځي او مالي‌ ملاتړ دی.