د پاکستان ځانګړی استازی: د خر لاڅې لاره د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانېستل شوه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خر لاڅې لارې د پرانېستلو اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خر لاڅې لارې د پرانېستلو اعلان وکړ.
محمد صادق د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:«له افغانستان سره سوداګریز فعالیتونه د خر لاڅې له لارې بیا پیل شول.»
دا لار مخکې په پاړه چنار کې د سړک د بندیدو له امله تړل شوي وه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د خر لاڅې لارې د خلاصېدو اعلان کابل ته له رسیدو څو ساعته وروسته وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د دغه هېواد وزیر عباس عراقچي به د شنبې په ورځ سعودي عربستان او قطر ته سفر وکړي. نوموړی به لومړی ریاض ته ولاړ شي او هلته به دسعودي له چارواکو سره وګوري، ورپسې به دوحې ته ولاړ شي څو د "ایران او عرب نړۍ د خبرو اترو غونډه" کې ګډون وکړي.
دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې اونۍ له سیمې ته د پلان شوي سفر نه وړاندې تر سره کېږي.
ټاکل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو څلورمه ناسته د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط، کې ترسره شي.

د برېتانیا پخوانۍ لوړپوړې دولتي کارمندې او د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشرې سو ګري، ویلي چې افغان ښځې په سېسټماټیک ډول له ټولنیز حضوره اېستل کېږي او نړۍ باید هېڅ هغه بهیر ته مشروعیت ور نه کړي چې افغان ښځې پکې له پامه غورځول کېږي.
د برېتانیا د حکومت دغه پخوانۍ لوړ پوړې کارمنده او د افغان ښځو د ملاتړ شبکې اوسنۍ مشرې له حکومتي دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته د افغان ښځو د ملاتړ شبکې د مشرې په توګه د خپل نوي مسولیت د پیل پرمهال وویل:« زه ویاړم چې له حکومت څخه تر وتلو وروسته مې لومړی رول د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشري ده. دا یوازې د زده کړې موضوع نه ده، دا د بشري کرامت حقونو او نړۍوال مسولیت موضوع ده.»
نوموړې زیاته کړه، چې د نړۍ مشران باید هېڅ داسې بهیر ته مشروعیت ور نه کړي، چې افغان ښځې پکې له پامه غورځول کیږي.
اغلې سو ګري وايي:«نړۍ باید د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ ټول باید د ښه کولو لپاره سره یو موټی شوو. افغان نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز حضور له حقونو محرومې شوې دي. دا نه فرهنګي ځانګړنه ده، نه انتقالي پړاو، بلکي د جنسیتي توپیر رسمي بڼه ده.»
د افغان ښځو د ملاتړ شبکې مشره وايي، له طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې باید د ښځو د حقونو له پام وړ پرمختګ سره مشروطې وي. «نړۍواله ټولنه باید اوس له سمبولیک اقداماتو هاخوا لاړه شي او یو اصولي او همغږی چلند غوره کړي. له طالبانو سره هر ډول ډېپلوماټیک تعامل باید د ښځو د حقونو په برخه کې د څرګند پرمختګ پر بنسټ ولاړ وي.»
یاده دې وي، چې د افغان ښځو د ملاتړ شبکې د افغانستان دننه او بهر د ښخو په مشرۍ سازمانونو لپاره د ملاتړ او بودیجې زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د جمعې په ورځ کابل ته ورسید. محمد صادق ویلي، چې د دې سفر په ترڅ کې به له طالبانو سره مهمې لیدنې ولري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام (یوانډيپي) له رییس سټېفن سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او د چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د جمعې به ورځ راپور ورکړی چې په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل: "د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «یوانډيپي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي." هغه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (انډيسي -۲) چمتو شوي سند د سپارلو او د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د «یوانډيپي» د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایې پروګرام رییس سټېفن هم د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: "زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي؛ خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو."
هغه زیاته کړه: "موږ په ټولو نړيوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي."
تر دې مخکې، خالص د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر د زمینې برابرولو او په نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

چین او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سولې، امنیت او اوږدمهاله ثبات لپاره د دوه اړخیزې او سیمهییزې همکارۍ پر پراخېدو ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه له فعال نقش څخه کار واخلي.
یاده اعلامیه د چین د ولسمشر شي جین پینګ د مسکو تر سفر وروسته خپره شوې، چې پکې دواړو هېوادونو هیله څرګنده کړې چې افغانستان باید یو خپلواک، بېطرف، له نشهيي موادو پاک، متحد او سولهییز هېواد شي.
چین او روسیه وايي، سیمهییز میکانیزمونه لکه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې، د مسکو فارمټ، د چین-روسیې-ایران-پاکستان څلور اړخیزه ډله او د شانګهای د همکارۍ سازمان کولی شي د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.
دواړو هېوادونو دا هم ویلي چې د دې سیمهییزو چوکاټونو همغږۍ هڅې باید دوام ومومي او نړۍواله ټولنه دې هم پکې پراخه فعاله ونډه واخلي.
چین او روسیه، چې د افراطیت پراخېدو، د سرحدونو بېثباتۍ او د نشهيي موادو د قاچاق په اړه اندېښمن دي، هڅه کوي له څو اړخیزو همکاریزو فورمونو کار واخلي څو د افغانستان راتلونکی باثباته کړي.
چین غواړي د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ له لارې افغانستان ته د سیمهییز اتصال یوه کړکۍ پرانیزي، په داسې حال کې چې روسیه افغانستان ته د مرکزي اسیا د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت ورکوي.
څو ورځې وړاندې، د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې یوې مقاله کې لیکل شوي و، ویل شوي و د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.
امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.
