• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وچکالۍ ناورین؛ اوچا په افغانستان کې له اوسط کچې د کم باران خبرداری ورکړی

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی چې د اوبو کمښت لا پسې زیاتېږي. یاده اداره د افغانستان په ځینو برخو کې د نباتاتو کمزورې ودې په اړه وايي، چې دا وضعیت په هیواد کې د یوې جدي وچکالۍ پیل په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د افغانستان په ځینو برخو کې د کم باران او د سیندونو په حوزو کې د اوبو د کمښت خبرداری ورکړی دی.
اوچا زیاته کړې، چې د هیواد په ډیری برخو کې، پرته له شمالي او شمال ختیزو ولایتونو ، د خاورې رطوبت خورا ټیټ دی، چې د بزګرانو لپاره یې جدي اندېښنه رامینځته کړې ده.

په ورته وخت کې،له ځینو شمال ختیزو سیمو پرته د سطحې تودوخه په ټول هیواد کې له اوسط څخه لوړه ښودل شوې او خبرداری ورکړل شوی چې باران به له اوسط څخه ټیټ وي او د تودوخې درجه به په راتلونکو میاشتو کې د وړاندوینو په حواله له اوسط لوړه وي.

د اوچا په وینا، دا شرایط احتمال لري چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي، د فصلونو حاصلات نور هم کم کړي او څړځایونو ته زیان ورسوي.

پر فاریاب او جوزجان سربېره، چې د باران د کمښت له خطر سره مخ دي، د هرات، هلمند، کندز او ننګرهار په ګډون ځینې نورې سیمې هم تر ګواښ لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د روان کال د لړم څخه تر کب پورې د خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

سازمان ټینګار کړی چې د بارانونو کمښت او په هیواد کې اقتصادي رکود د ناامنۍ بحران لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به سږ کال له مارچ څخه تر می پورې (له کب څخه تر غويي پورې) د غنمو د کرنې د موسم لپاره تر اوسط ټیټ باران وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په دوحه کې د کینیا له سفیر سره د ظاهر قدیر قضیه تعقیبوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د پخواني جمهوريت پرمهال د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورسره ژمنه کړې، چې «د ظاهر قدیر قضیه به په جدي توګه تعقیب کړي». امیرخان متقي د ظاهر قدیر کورنۍ ته ویلي چې د خپل «توان تر بریده» به لازم ګامونه اخلي. ‎

د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ نن یکشنبه، د غويي ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په دې لیدنه کې ټینکار وشو، چې ظاهر قدیر امریکا ته ونه سپارل شي.

د ظاهر قدیر کورنۍ وايي، «د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین ته زنګ وکړ او لارښوونه یې ورته وکړه، چې د ظاهر قدیر پېښه په دوحه کې د کینیا له سفیر سره مطرح کړي».

ظاهر قدیر د وري پر ۲۹مه د کینیا په نایروبي کې د امریکا په امر د "مخدره توکو د قاچاق " او د غیرقانوني وسلو لرلو په تور ونیول شو.

په نایروبي کې یوې محکمې امر کړی، چې نوموړی تر هغه وخته پورې د پولیسو په توقیف کې پاتې شي چې د هغه د سپارلو پروسه متحده ایالاتو ته پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي هم د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې متقي"نن د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو سره ولیدل او له هغوی سره تر لیدنې وروسته یې په دوحه کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د کینیا د سفارت له لارې د ظاهر قدیر قضیه تعقیب کړي."

جلالي ادعا کوي، چې دا ډله "بې له تبعیضه د هر افغان له حقونو دفاع کوي."

په غور ولایت کې د تولک د سرب او جستو کان د اکتشاف چارې پیل شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه شوې او اوسمهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل شوی دی. د قراردادي شرکت مسوول له ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال له ۲۰۰ زیات هېوادوال په کان کې په کار بوخت دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، د غويي ۲۱مه، پر اېکس ولیکل، چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي او د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټه مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سب‌سټېشن د پراختیايي چارو او همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو په اړه یې رپوټونه اورېدلي.

د شرکت مسووولینو ویلي چې د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي چې اوسمهال یې ۸۵ سلنه کارونه پرمخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

دوی زیاته کړې، چې د دښت الوان سب‌سټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.

په دې لیدنه کې ویل شوي، چې په هېواد کې دننه د غور تولک ولسوالۍ کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین هم پيل شوی، چې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې د جوړولو چارې پيل کړي.

طالبان وايي، د دغې لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسوولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې چې د ملاعبدالغني برادر له لوري ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شوی.

د مولوي هبت الله فرمان؛ طالبان د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، د « اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي. دغه کمېسیون ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی.

د دغې ډلې د ځمکو د غصب مخنيوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون د خپلو دوه نیمو کلونو فعالیتونو په اړه د یوې خبرې ناستي پرمهال ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر کړی دی.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون سکرتر احسان الله وثیق وايي، دغه کمېسیون به ډیر ژر د «اراضۍ چارو او اماراتي غصب شویو ځمکو د استرداد» په وزارت بدل شي.

وثیق وايي:«که څه هم د غصب شویو ځمکو د استرداد او اراضۍ لپاره د نوي وزارت فرمان د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا صادر شوی، خو د دغه وزارت تر رامنځته کېدو پورې، کمېسیون د پخوا په څېر او په جدي ډول خپل فعالت ته دوام ورکوي.»

نوموړی وايي، نوی جوړیدونکی وزارت به د یاد کمېسیون د تېرو چارو په پرتله ډیر پیاوړی وي.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس مېلییونه جریبه ځمکه دولتې ثابته کړې او ۳.۹ مېلیونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ولیدل

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان او چین له ځانګړو استازو محمد صادق او یوی شیایونگ سره کتلي دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه، د غويي ۲۱ مه، وویل، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونگ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره مل پلاويو سره وکتل.

دا لیدنه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې او د درې واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

هغه ویلي چې ددې ډلې له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړې ده.

په دې ناسته کې ویل شوي، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه، په کابل کې ترسره شي.

د ځینو معلوماتو له مخې چین غواړي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ادا کړي او ترمنځ خړې پړې اړیکې یې ورغوي.

پاکستان له طالبانو غواړی چې په خپله کې خاوره کې د پاکستان مخالفو ډلو ته ځای ورنه کړي او د ټي ټي پي په لیکو کې د افغان طالبانو د حضور مخنوی وکړي، خو طالبانو تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او پر پاکستاني پوځ تور لګوي، چې داعش خراسان ته یې پټنځایونه ور کړي دي.

د طالبانو د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ ۱۷۱ طالبانو ته د فراغت سندونه ور کړل

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغې ډلې د ډېپلوماسۍ انسټیټیوټ له درې میاشتنیو زده کړو د ۱۷۱ فارغانو په غونډه کې ویلي، چې افغانستان په هره برخه کې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دغه وزارت د دېپلوماسۍ انسټیټیوت څخه یې ۱۷۱ طالبان له درې میاشتنیو سیاسي او ډېپلوماټیکو زده کړو وروسته فارغ کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یاد انسټیټیوټ وړاندې هم ۶۲۶ تنه طالبانو ته سیاسي او دېپلوماټیکې زده کړې ورکړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سیاسي او ډېپلوماټیکو لنډمهاله زده کړو د طالبانو د فراغت په مراسمو کې ویلي چې افغانستان په هره برخه کې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.

متقي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې، «موږ که په علمي ډګر کې قدمونه وانخلو، ځان پوه نه کړو، پر ځان خواري تېره نه کړو، د دنیا په حالاتو خبر نه شو، د وطن له نزاکتونو خبر ونه اوسو، له خپل تېر تاریخ نه خبر نه شو، بیا خپل راتلونکی هم نه شو جوړولای».

نوموړی وایي، « د هر پند لپاره رجال شته او دا ټولنه ورته ضرورت لري».

نوموړی په داسې حال کې مسلکي کسانو ته د اړتیا په تړاو دا څرګندونې کوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د افغانستان سلګونه کادرونه او مسلکي کسان له دندو ګوښه او پر ځای یې دغې ډلې خپل کسان په دندو ګومارلي دي.