طالبان: د خسرګنۍ له لوري پلار کره د ښځې نه پرېښودل د «شریعت» خلاف کړنه ده

په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو ویلي، چې د خسرګنۍ له لوري د پلار کور ته د ښځې نه پرېښودل «د اسلامي، انساني او اخلاقي حقونو» خلاف عمل دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو ویلي، چې د خسرګنۍ له لوري د پلار کور ته د ښځې نه پرېښودل «د اسلامي، انساني او اخلاقي حقونو» خلاف عمل دی.
دغه څرګندونې په یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبانو د (غويي ۲۰مه) په ننګرهار کې د یوې ښځې هغه شکایت ته د رسېدو پر مهال کړې دي، چې له یوه کال راهیسې یې خسرګنۍ د پلار کور ته د تګ اجازه نه وه ورکړې.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې مېرمنې قضیې ته رسېدنه شوې او خسرګنۍ یې په دې قانع شوې؛ څو هغې ته د پلار کره د تګ اجازه ورکړي.
طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ټول هېواد کې یې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي.
دغه ډلې له دې سربېره د ښځو په کار، د نجونو په زدهکړو او بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو تر څنګ پراخ بندیزونه لګولي، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون یې په کور دننه هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
پر افغان ښځو روان بندیزونه د ملګرو ملتونو له لوري د «جنسیتي توپیر» په نامه یاد شوي دي.

په هرات ولایت کې د فلسطین لپاره د مرستو راټولولو مسوول امیرمحمد خادم وایي، چې په یوه کال کې یې ۱۸۰ زره ډالر مرسته راټوله کړې او د غزې خلکو ته یې لېږلې ده. نوموړيد غزې له خلکو سره پر همکارۍ ټينګار کړی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په هرات کې د فلسطین لپاره د مرستو د راټولو د مسوول له قوله ویلي، چې دغه مرسته یې په ۳۴ پړاونو کې راټوله کړې.
امیرمحمد خادم ویلي، چې په وروستي پړاو کې یې ۵ زره ډالره مرسته راټوله کړې.
هغه زیاته کړې، چې د غزې خلکو سره د افغانستان د لوېديځو ولایتونو څخه ۱۲ زره ډالره مرسته هم شوې.
نوموړي ويلي: «له فلسطینیانو سره درېدل د مسلمانانو لپاره یو مذهبي او بشري مسوولیت دی.»
طالبانو تر دې وړاندي هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د غزې د خلکو سره د مرستې ټولو کمپيانونه تر سره کړي وه.
اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو په داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندویه ادارې وايي، چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او دا مرستې یې د فشار وسیله ګرځولي دي.
اسراییلي چارواکو د یوه پلان له مخې مرستندویو ادارو ته ویلي، چې یوازې د غزې په سوېل کې یو څو مرکزونه جوړ کړي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې مرستې د غزې ټولو سیمو ته ورسوي.
د ماشونو د ملاتړ ادارې ویاند وايي، که د اسراییل دا پلان عملي شي، تر ټولو ډېر به ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او ټپیانو له سختو ستونزو سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) ویلي، چې د اپرېل میاشتې راهیسې څه باندې ۸۰ هغه ځایونه د توکو د کمښت له امله بند شوي، چې په غزه کې یې خلکو ته خواړه چمتو کول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هبت الله اخوندزاده له استخباراتيمسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي، څو «د اسلامي نظام په وړاندې دې پټ فکرياو تخريبي پلانونه شنډ کړي.» د طالبانو مشر د بندیانو سره پر سم چلند او په شریعت د استقامت سپارښتنې هم کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د د دوی مشر هبت الله د استخباراتو له مسولینو او کارکوونکو سره په یو ورځني سيمنار کې برخه اخیستې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله د اسختباراتو څخه د نظام په وړاندي د تخریب کوونکو د مخنيوي غوښتنه کړې.
هغه زياته کړې: «استخبارات مکلف دی، چې ټول ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې داسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»
نوموړي غوښتنه کړې، چې د «ديني شعایرو او سپکاوي او توهین کوونکو» مخه دې هم ونیول شي.
هبت الله ټينګار کړی، چې استخبارات دې د نورو ادارو سره په ګډه په ټولنه کې شریعت تطبیق او د خلکو ذهنونه جوړ کړي.
د طالبانو لهخوا د «شریعت» تر نامه لاندې د بشري حقونو سرغړونې یو له هغو موضوعاتو څخه دی، چې نړۍواله ټولنه یې په دوامداره توګه اندېښمنه ساتلې ده.
سره له دې چې طالبان خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه ګڼي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول په ټولنه کې د شریعت په نوم بېلابېل بندیزونه تطبیق کوي، چې په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي هم دي.
له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام؛ دغه هېواد نن ۷۳۰ افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پښتونخوا صوبي د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، د شنبې په ورځ یې د تورخم له لارې د د ښځو او ماشومانو په کډون د افغان سټیزن کارټ لرونکي او ناقانونه ۷۳۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.
همدا راز د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.
دغه کمېټې له پاکستان او ایران څخه د ډیریو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره کتلي دي. وانګ جي چینګ وايي، د مس عینک پروژې په اړه په ګڼو برخو کې پرمختګ شوی او دوی چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پرمخ یوسي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ (د غویی ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اېکسپاڼه د ملابرادر له قوله لیکلي، چې طالبانو قراردادي شرکت ته د پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره لازمې اسنتیاوې برابرې کړې دي.
ملا برادر له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.
طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د امسيسي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د مس عنیک پروژې په پرمخ بیولو کې د طالبانو همکاري ستایلې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ددې ډلې په روانه واکمنۍ کې د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټُنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او پاکستان د ځانګړو استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې چې د دغې ډلې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به کابل کې ترسره شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د چین ځانګړي استازي شیایونګ او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په ننۍ ناسته کې د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او د راتلونکي شپږمې ناستې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبري وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین ځانګړو استازو هوکړه کړې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به د کابل په کوربهتوب ترسره شي، خو د یادې ناستې د ترسره کېدو په اړه دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

متقي له چین او پاکستان سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او د نورو پرمختګونو هیله یې ښودلې ده.