• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر له استخباراتي ادارو غوښتي چې د نظام پروړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هبت الله اخوندزاده له استخباراتي‌مسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي، څو «د اسلامي نظام په وړاندې دې پټ فکري‌او تخريبي پلانونه شنډ کړي.» د طالبانو مشر د بندیانو سره پر سم چلند او په شریعت د استقامت سپارښتنې هم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د د دوی مشر هبت الله د استخباراتو له مسولینو او کارکوونکو سره په یو ورځني سيمنار کې برخه اخیستې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله د اسختباراتو څخه د نظام په وړاندي د تخریب کوونکو د مخنيوي غوښتنه کړې.

هغه زياته کړې: «استخبارات مکلف دی، چې ټول ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې داسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د «ديني شعایرو او سپکاوي او توهین کوونکو» مخه دې هم ونیول شي.

هبت الله ټينګار کړی، چې استخبارات دې د نورو ادارو سره په ګډه په ټولنه کې شریعت تطبیق او د خلکو ذهنونه جوړ کړي.

د طالبانو له‌خوا د «شریعت» تر نامه لاندې د بشري حقونو سرغړونې یو له هغو موضوعاتو څخه دی، چې نړۍواله ټولنه یې په دوامداره توګه اندېښمنه ساتلې ده.

سره له دې چې طالبان خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه ګڼي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول په ټولنه کې د شریعت په نوم بېلابېل بندیزونه تطبیق کوي، چې په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي هم دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان په یوه ورځ د تورخم له لارې له ۷۰۰ څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري اېستلي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱

له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام؛ دغه هېواد نن ۷۳۰ افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا صوبي د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، د شنبې په ورځ یې د تورخم له لارې د د ښځو او ماشومانو په کډون د افغان سټیزن کارټ لرونکي او ناقانونه ۷۳۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

همدا راز د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټ‍ې له پاکستان او ایران څخه د ډیریو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ملا برادر او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت د عمومي رییس ترمنځ ناسته ترسره شوې ده

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱

‏د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره کتلي دي. وانګ جي چینګ وايي، د مس عینک پروژې په اړه په ګڼو برخو کې پرمختګ شوی او دوی چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پرمخ یوسي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ (د غویی ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اېکسپاڼه د ملابرادر له قوله لیکلي، چې طالبانو قراردادي شرکت ته د پروژې د چارو پر‌مخ بیولو لپاره لازمې اسنتیاوې برابرې کړې دي.

ملا برادر له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ام‌سي‌سي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د مس عنیک پروژې په پرمخ بیولو کې د طالبانو همکاري ستایلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ددې ډلې په روانه واکمنۍ کې د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټُنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.

د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به کابل کې جوړه شي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او پاکستان د ځانګړو استازو سره په ناسته کې هوکړه شوې چې د دغې ډلې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به کابل کې ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د چین ځانګړي استازي شیایونګ او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په ننۍ ناسته کې د افغانستان ـ چین ـ پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او د راتلونکي شپږمې ناستې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبري وکړي.

100%

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین ځانګړو استازو هوکړه کړې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به د کابل په کوربه‌توب ترسره شي، خو د یادې ناستې د ترسره کېدو په اړه دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

100%

متقي له چین او پاکستان سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او د نورو پرمختګونو هیله یې ښودلې ده.

له ظاهر قدیر سره ظاهري خواخوږي او د جمهوریت چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال د عبدالظاهر قدیر پر نیول کېدو د خواشینۍ ترڅنګ ادعا کړې چې په افغانستان کې «امن دی» او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نشته چې زغره‌وال موټرونه، شخصي ساتونکي یا استخباراتي اړیکې ولري.

هدایت‌الله هدایت د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې د جمهوري نظام چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب کړی او لیکلي یې دي: «په دې سړي مې خواه بده شوه، له زړه ورباندې خپه شوم. په زرهاوو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هېواد ته راشي، د نورو افغانانو په څېر عام ژوند ته دوام ورکړي. نه به خپله غمجن وي نه به نور هېوادوال خپه کوي، دلته امن امان دی، هیچاته مشکل نشته.»

د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یاد چارواکی، داسې مهال په افغانستان کې د امن ادعا کوي چې د بشري حقونو بنسټونه، خبریالان، ښځینه فعالانې او د جمهوري نظام پخواني چارواکي په وار-وار دغې ډلې له څار، توقیف او ناوړه چلندونو نه شکایت لري.

دا څرګندونې که له یوې خوا ظاهري خواخوږي ښودل شوې، خو له بل پلو ته د طالبانو هغه دریځ تکراروي چې ځانونه د هېواد یوازیني حاکمان بولي او په جلاوطنۍ کې د جمهوري نظام نورو افغان چارواکو ته د تښتېدلو خطاب کوي.

د یادونې ده چې د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د کینیا د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د دغه ښار د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د مخدره موادو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه‌يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.

راپورونه وايي چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډېپلوماتیک یادښت استولی چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه په‌کې شوې ده.

طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د ظاهر قدیر د نیول‌کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

افغان عیسویان د امریکا څخه د ایستلو د نېټې په نژدې کېدو د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲ سوه زره افغان کډوالو کې هغه ۳۰۰ افغان عیسویان هم د موقت اوسېدو لپاره امریکا ته ولاړل، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. ددغه کډوالو سرنویشت اوس نا معلوم دی.

یوې امریکایي رسنۍ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) ویلي، چې په امریکا کې اوس مهال دغه افغان عیسویان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان عیسویانو رسنيو ته ویلي، که د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې پاته شوي وايی، نو د عقيدې (ایمان) له مخې یې ژوند له خطر سره مخ کېده.

د امریکا مذهبي مشرانو ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزيرې کريسټي ته په یوه لیک د افغان عیسویانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې.

په لیک کې ویل شوي: «زموږ د کډوالۍ په سیسټم کې قانوني اصلاحات شروع دي، د هغو کسانو بشري پارولو موقف باید وساتل شي، چې له خطر سره مخ دي: لکه افغان عیسویان او مسلمانې کورنۍ که افغانستان ته واستول شي له مرګ سره مخ کيږي. مذهبې ازادي د امریکا د هڅو یوه برخه ده.»

په خبر کې ویل شوي، چې طالبان له عیسویانو په اړه ناسم فکر لري او دغه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.